افغانستان

غني د مولانا سمیع الحق څخه د مرستي غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان دیني عالم او حقانیې مدرسې مشر مولانا سمیع الحق ته تلیفون کړی او د هغه څخه یې د طالبانو سره د سولي د خبرو د پیل لپاره د مرستي غوښتنه کړې ده.

مولانا سمیع الحق چی ځان د طالبانو روحاني مشر بولي په پاکستان کې په خپل نامه د جمعیت علماء اسلامي په نامه ګوند مشري هم په غاړه لري.

د نوموړي سره د تلیفوني خبرو اړیکه په پاکستان کې د ولسمشر خاص استاځي او د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال برابره کړې، ولسمشر د نوموړي سره ۳۶ دقیقې خبري کړي دي.

ولسمشر د مولانا سمیع الحق څخه په شخصي توګه غوښتنه کړې چې د سولي د مذاکراتو لپاره خپل د نفوذ او تاثیر څخه په استفادې طالبان اماده کړي تر څو د طالبانو سره په ټپه ولاړ د سولي مذاکرات بیا پيل شي.

د جمعیت علماء اسلام سمیع الحق ګوند ویاند مولانا یوسف شا ویلي چې مولانا سمیع الحق ولسمشر اشرف غني ته څرګنده کړه چې په پاکستان او افغانستان کې سوله اړینه ده، دا د افغانستان د ملي یووالي حکومت دنده چې د جګړې په خاتمه کې خپل رغنده رول ولوبي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان خلک، حکومت او طالبان دي له خپل هیواد څخه د بهرنیو د اشغال په خاتمه کې په ګډه برخه واخلي.

او زیاته کړې ده چې افغانستان باید د امریکا په شمول د بهرنیو هیوادونو سیاسي فشارونه له پامه وغورځوي او په هیواد کې د سیاسي هلو ځلو لاري ثبات را منځته کړي.

باید وویل شي چې نن د سولي عالي شوار د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار رسنیو ته ویلي وه چې روانو حالاتو ته په کتو د سولې امکانات نیژدې نه ښکاري.

باید وویل شي چې د سولي عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد په دې وروستیو کې په یوه څیړنیز کانفرانس کې د طالبانو او پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په اړه د خبرو له امله د اجرائیه رئیس له خوا له دندي وشړل شو خو نوموړی وایی چې لا پر خپله دنده پاته دی ځکه چې اجرائیه رئیس د هغه د لیري کولو صلاحیت نه لري.

نوموړي ویلي چې ولسمشر اشرف غني د سولي عالي شورا ټول جوړښت په خپل لاس کې اخیستی او د مشر د ټاکل کېدو تر څنګ یې د هغه شپږ سلاکاران له خپله اړخه ټاکلي دي چې مخکې داسي نه وه.

نوموړي ویلي چې د سولي شورا ددې تر مخه خپل غړي او مرستیالان د خپل منځي انتخاباتو له لاري انتخابول او په دې توګه د سولي عالي شورا د حکومت څخه مستقله اداره بلل کېده خو اوس د حکومت مربوط اداره ده او خپل اصلیت یې له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

وایی یوسړۍ دچا کره میلمه سود کوروالاښځی د کور خاوند سخت وواهۍ د کورخاوند وژړل میلمه حیران سوچه څه ووایی د کور خاوند ته یی وویل ته خوښه یی ژړاته دی پریږدی ماخوژړاته هم نه پریږدی دکور خاوند ورته وویل هغسی به یی نو دپلارخوله وغیم ـ اوس هم اشرفغنی عطانور اودوستم ډله وژړاته پریږدی چه دۍ مولاناسمیع الحق ته زارۍ کوی – مجاهد فقط تاریخ بیان کۍ عطانوریی د قیدامرصادرکۍ – که اشرفغنی دژړااختیارلری مطمین اوډ له دی دصلح دپاره وټاکی چه مسلمانان ښه تعلیم یافته دطالبانو اود ملت درایی خلک دی په خارجی ژبوپوه امریکایانوته هم قناعت ورکولای… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x