نړۍ

ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه – د وینا مهم ټکي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مرستیال په پلازمینه واشنګټن کې د زرګونو امریکایانو په مخ کې او د پخوانیو ولسمشرانو په مخ کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

د نوموړي د وینا لنډیز په لاندي ډول دی:

مننه کوم د پخوانیو ولسمشرانو، جیمي کارتر، بوش، کلینټون او اوباما او حاضرینو.

ټولو څخه مننه.

مونږ به په ګډه امریکا یو ځل بیا خپل عظمت ته ورسوو.

مونږ به چلینجونه سره مخامخ سو.

مونږ د اوباما او لومړۍ مېرمني «میشیل» څخه مننه کوو چې د انتقال پروسه کې ښه ونډه واخیستله، دوی ډیر ښه وه.

نن مونږ د یوې ادارې یا یوه ګوند څخه د قدرت انتقال نه اخلو، بلکي د واشنګټن قدرت بیرته خلکو ته ورکوو.

خپلي وعدې یې تکراري کړې، خلکو ته به کارونه ورکوي، کارخانې به بیرته هیواد ته را وګرځوي.

دا به هر څه بدلیږي، له دې وروسته به د امریکا ولس ته پاملرنه کیږي..

د نن ورځ د ولس ورځ ده، امریکا د ټول ولس هیواد دی.

دا مهم نه دی چی کوم ګوند په واک کی دی، زمونږ حکومت به د خلکو حکومت وي.

پر امریکا به یو ځل بیا ولس حکومت کوي.

هیر شوي ولس به نور هیر شوی ولس نه وي.

امریکایان امن غواړي، ښه مکتبونه غواړي او کارونه غواړي.

ما د ټول ولس لپاره لوړه وکړه.. زه به د ټولو ولس نمایندګي کوم.

مونږ په تریلیونو ډالرو پر نورو هیوادونو مصرف کړه، مونږ نور هیوادونه ماړه کړه، خو خپل هیواد مو هیر کړ.
مونږ د نورو هیوادونو پولي وساتلې خو خپلي مو هیري کړې.

امریکا به نور ماتې نه خوري، امریکا به بیا له سره په هر ډګر کې ګټل پيل کړي.

مونږ به خپل دندي بیرته هیواد ته انتقال کړو، مونږ به خپلي پولي خوندي کړو، مونږ به خپل سړکونه جوړ کړو، مونږ به خپل خلک بیرته کارخانو ته واستوو.

مونږ به اسانه دوه فارموالاوی فعاله کړو، امریکايي توکي واخلئ او امریکایي توکي جوړ کړئ.

مونږ به خپل د ژوند طریقه پر نورو ونه تپو، مونږ به خلک تشویق کړو چې زمونږ تګلاره باندي تګ وکړي.

مونږ به اسلامي تروریزم د ځمکي له مخي ختم کړو.

مونږ به خپل په هیواد کې یو بل ته قدر او احترام پیدا کړو.

خوشي خبري ختمي شوې، اوس به عملي کارونه کوو.

هیڅ چاته اجازه نسته چې ووایی دا ممکن نه دی.

مونږ به کله هم ناکامه نه سو.

مونږ که تور یو، سپین یو او بل هر رنګ یو، مونږ ټول یو امریکایان یو، یوه بیرغ ته سلامي کوو.

له دې وروسته به د هر چا اواز اوریدل کیږي، او د هر کس اواز به د امریکا برخلیک ټاکي.

مونږ به په ګډه امریکا قوي، مالداره، با امنه او عظیمه امریکا جوړه کړو.

پر امریکا دي خدای ورحمیږي.

مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله الخراسانی

دونالدیه خپله به ختم شی سره ددجال دی دځمکی له مخه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x