ورزش

افغانستان د صحرا جام پای لوبه په اسانۍ سره وګټله – انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د افغانستان ملي لوبډلي په ډيري اسانۍ سره د آیرلینډ ملي لوبډلي ته د صحرا جام په پایلوبه کې په لس وکټونو ماتې ورکړه، په داسي حال کې چې لا اتم اور نه وو پوره شوی.

د لوبي پچه آیرلینډ وګټله او لومړی یې د توپ وهني پریکړه وکړه.

د افغانستان بالران په ۱۳.۲ اورونو کې وتوانېدل چې د ایرلینډ ټوله لوبډله پر ۷۱ منډي وسوځوي.

د افغانستان لپاره هدف ۷۲ وټاکل سو.

د افغانستان په بالرانو کې تر ټولو کامیابه بالر محمد نبي وو، نوموړي په ۲.۲ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

امیر حمزه، فرید احمد او کریم جنت هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان دوه اورونه وکړل، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځوی.

افغانستان ټاکل شوی هدف (۷۲) منډي په اتم اور کې پر پنځم بال باندي تر لاسه کړ.

د افغانستان محمد شهزاد د یوې شپږیږي او ۹ څلوریزو په مټ ۵۲ منډي جوړي کړي، او نوروز منګل د ۳ څلوریزو په مټ ۱۷ منډي جوړي کړي.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي ونومول شو چاچي د خپل ښه توپ اچوني په مټ ۴ لوبغاړي وسوځول.

د صحرا جام د متحده عرب اماراتو د کرکیټ بورډ له لوري د رواني میاشتي پر ۱۹ نیټه پيل شو.

په دغه سیالیو کې د دویمي درجې اته هیوادونو برخه واخیسته، چې په دوه ګروپونو ویشل شوي وه.

په ګروپ الف کې: افغانستان، ایرلینډ، متحده عرب امارات او نامیبیا وه.

په ګروپ ب کې عمان، سکاټلنډ، هانک کانګ، او هالنډ وه.

افغانستان په دغه سیالیو کې آیرلینډ، متحده عرب اماراتو، نامیبیا، عمان او یو ځل بیا د آیرلینډ سره لوبه وکړه چې ټولې لوبې یې په اسانۍ سره وګټلې.

باید وویل شي چې په دغه لوبو کې نوروز منګل هم د لوبغاړي په حیث برخه واخیسته، نوموړی له نړیوالو لوبو څخه نور مستعفي شو او له دې وروسته به افغانستان کرکیټ بورډ کې د غوراوي کمېټې د مشر په توګه دنده پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x