نړۍ

سوریه: د ایتلافي ځواکونو په بمبار کې د فتح الشام ډلي ۹۰ غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د سوریې د حلب ښار په لویدیځه سیمه کې د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو په بمبار کې د فتح الشام اسلامي جهادي ډلي ۹۰ تنه غړي وژل شوي دي.

د الجزیرې د خبر سره سم تېره شپه د حلب په لویدیځه سیمه کې د «جبل الشیخ سلیمان» په کلي کې د فتح الشام ډلي پوځي مرکزونه تر سختو بمباریو لاندي راغلل چې له امله یې تر اوسه تر نړیدلیو ودانیو لاندي ۷۰ جسدونه ښخ شوي او ټول ټال ۹۰ تنه وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې برید هغه مهال تر سره شو کله چې په مرکز کې دننه وسلوال د ډوډۍ خوړلو لپاره راټول شوي وه او تر لومړني برید وروسته بې پلوټه الوتکو هغه مرسته کوونکي هم په نښه کړي چې سیمي ته رسیدلي او د ټپیانو د را ایستلو هڅه یې کوله.

د جرمني خبري اژانس ویلي چې په دغه بمباریو کې روسي، امریکايي او د سوریې نظامي هوايي ځواکونو برخه اخیستې ، چې له امله یې د فتح الشام ډلي جګپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.

فتح الشام ډلي پخوانی نوم «جبهة النصره» وو، چې پر القاعدې پوري تړلې یوه څانګه وه، خو وروسته یې خپل نوم فتح الشام ته بدل کړ او د القاعده نړیوال تنظیم سره یې خپلي اړیکي وشکولې.

تېره شپه د نور الدین زنکي او جیش المجاهدین ډلي مرکزونه هم تر بمباریو لاندي راغلي او هلته هم درنه مرګ ژوبله رسېدلې.
وروستی دواړو ډلو ته د معتدلو پاڅونوالو په سترګه کتل کیږي او تر اوسه د امنیت شورا له لوري په تروریستي ډلو کې نه دي شمېرل شوي.

ویل کیږي چې د امریکا په مشری د داعش پر ضد ایتلافي ځواکونو د فتح الشام پر ډلي د رواني جنوري میاشتي له پیله څخه بمبارۍ زیاتي کړي او په ځانګړي ډول یې په حلب کې ورته درنه مرګ ژوبله اړولې.

د حلب ختیځه برخه څه موده مخکې د سوریې نظامي ځواکونو د ایراني ملیشو او روسي الوتکو په زور ونیوله او د بشار الاسد مخالف وسلوال ټول د ښار په لویدیځه برخه کې ځای پر ځای شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x