ادبي لیکني

ړوند، ګوډ پاچا او سپين ږيری انځورګر….!

وايي: يو پاچا وو، په يوه سترګه ړوند او په يوه پښه ګوډ وو. يوه ورځ يې د هیواد وتلي انځورګران راوغوښتل او امر يې ورته وکړ چې داسې انځور یې جوړ کړي چې د ده دواړه طبيعي نيمګړتياوي پکې پټي وي او که چا داسې انځور جوړ نکړ، سر به يې ترې غوڅ کړي.

انځورګرانو پنسلونه په غاښو کې وټومبل او حيران شول چې اوس څه وکړي، ځکه د دوي پر آند پاچا هم ړوند وو، هم ګوډ وو او دا بيخي شوني نه وه چې دی دي په انځور کې روغ راوستل شي….!

يو سپین ږيری انځورګر چې له خپل کينوس سره يوې خوا ته ولاړ وو، را مخې ته شو. د شاهي دربار د آرونو سره سم يې د احترام مراتب وړاندې کړل او عرض يې وکړ: پاچا سلامت….! دا نور انځورګران کشران او بې تجربې دي، د هغوي لپاره به دا ګرانه وي چې ستاسې له لوړ شان او شخصيت سره سم له هر ډول نيمګړتيا پاک تصوير رسامي او نقاشي کړي. دغه خدمت به د دربار دغه زوړ خادم په غاړه واخلي…..!

ولاړو انځورګرانو او نقاشانو يوه بل مخونه واړول او ځينې خو سره وهم موسيدل چې سپين ږيري د ارزان بيه شهرت او شاهي تقرّب د ترلاسه کولو لپاره ځان په خپله د هلاکت کندې ته ټېل واهه…!

پاچا ورسره دا خبره ومنله او سپين ږيری همدلته لاس په کار شو، انځورګرانو د سپين ږيري انځورګر د پنسل کرښې څارلې تر دې چې سپين ږيري د ګوډ او ړانده پاچا داسې انځور جوړ کړ چې پاچا يې له کتلو سره سم هغه ته سل زره درهمه جایزه او د وخت د کلتور وزارت ورکړ….!
سپین ږيري نقّاش د پاچا داسې انځور وکيښ چې پاچا په يوه پراخه ورشو کې د يوه کمر شاته د ښکار د ويشتلو په نيامت ناست دی، ټوپک يې پر کمر ايښی دی، يوه سترګه يې د نښې اخستلو په نيامت پټه نيولي ده او يوه پښه يې ټوپک د پريوتلو په دود ور غبرګه ده، په دې ډول په انځور کې د پاچا دواړه طبيعي عيبونه په ډيره هنرمندانه بڼه پوښل شوي وو.

ټولو انځورګرانو دغه مهال سپين ږيرې استاد ته د حسرت په نظرونو کتل او هر يوه له ځآنه سره ويل چې کاشکې دغه کارنامه ده ترسره کړي وای، خو سپين ږيرې انځورګر د دربار له رخصتيدا وروسته خپلو هم مسلکانو ته مخ واړاوه او ورته کړل يې چې دغه کمال زما خپل نه دی چې د پاچا انځور مې په دا ډول معقوله بڼه رسم کړ، بلکې دا څه ماته زمانې راوښودل چې څنګه وکولای شم د خپل ټولنيز ژوند او له خلکو سره د ګوزارې پر مهال د نورو پر نيمګړتياو پرده واچوم، د هغوي د عيبونو د ښکاره کولو پر ځای په هغوي کې مثبت ټکي ولټوم او هغه راسربېره کړم……!!!

عنایت الله کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x