
نیم عقل!
اسدالله ایمان
عقل د انسان لپاره په ټولو جواهراتو کې تر ټولو ستر جوهر دی ځکه ناپوهي د ضمیر مړینه ده.
ددې لپاره چې ، نوموړی جوهر زیادت پيداکړي، نو لازمه ده چې ، هغه عوامل ولټول شي چې ، د دغه ارزښتمن جوهر په زیاتوالي کې اهمه ونډه ولري.
یو له دغو عواملو څخه هم د ښو خلکو سره ناسته او ولاړه ده.
《 …والتودد الی الناس نصف العقل…》
مشکوة جلد ۲ صفحه ۴۲۰
ترجمه: د ښو خلکو سره شناخت کول نیم عقل دی.
تشریح: د ښو او غوره اخلاق لرونکو خلکو سره ناسته او ولاړه کول، نیم عقل دی.
ځکه دا رنګه خلک ددین او دونیا متعلق ښې مشورې درکولی شي.
او تل ګټور تمامیږي. خو برعکس د بدو خلکو سره شناخت کول، د زهرجن مار څخه هم بدتر وي، ځکه چې روح او بدن دواړو ته زیان اړوي.
امام غزالي رحمة الله علیه فرمایي چې:
کله چې له چا سره شناخته کوئ ، نو پنځو خبرو ته ښه پام کوئ.
۱ عقلمند به وي، ځکه د بې عقلۍ اثر يې پر ملګري هم غورځيږي.
۲ د ښو اخلاقو خاوند به وي.
۳ فاسق به نوي.
۴ بدعتي به نوي.
۵ محب ددونیا به نوي.
حضرت امام فخرالدین رازي رح فرمایي چې: هر مجلس تاثیر لري.
د اته قسمه خلکو سره ناسته اته شیان پيداکوي:
۱ د اغنیاوو سره ناسته حب ددونیا پیداکوي. البته د هغو اغنیاوو سره چې ، ددونیا محبت لري.ځکه حب ددونیا د هرې خطا
سبب دی او په انسان کې ناشکري پیداکوي.
۲ د فقراوو سره ناسته په انسان کې شکر پیداکوي.
۳ د سلطان سره ناسته سختي د زړه، تکبر او محبت د منصب پیداکوي.
۴ د ښځو سره بې اندازې ناسته جهل او شهوت پرستي پیداکوي.
۵ د ماشومانو سره بې اندازې ناسته مسخرې او بې صبري پیداکوي.
۶ د فاسقینو سره ناسته پر ګناهونو کولو دلاوري پيداکوي.
۷ د علاماوو سره ناسته شوق پر طاعت پیداکوي.
۸ پر علم باندې د عمل کوونکو عالمانو سره ناسته، د علم د زیاتوالي سبب کیږي.