
لمبل(غسل) لومړۍ برخه
لمبل(غسل) اصطلاحي معنی ئې دادی چې بدن په اوبو لوند کړی شي، یعنې په بدن اوبه تیرې کړی شي.
دفقه په اصطلاح دشریعت په رڼا کې دپاکوالي تر لاسه کولوپه موخه په پاکو اوبو دځانګړي نیت او ترتیب سره دټول بدن وینځلو ته غسل وائي.
دغسل فرضونه
دحنفي فقي په بنأ غسل دري فرضونه لرې .
اول: دخولي وینځل(مضمضه)، په داسي توګه چې دخولې جوف ټولو برخوته اوبه ورسیږي یعنې غړ غړه تر سره شي.
دویم: دپوزي وینځل، دپوزي سوړي کي تر هغه ځایه اوبه کش کړئ چې دتریخ والي اثر معلوم شي ځکه استنشاق ویل
شوی او استنشاق دپوزي بره کلک هډوکې ته وائې.
دریم : یوځل دټول بدن وینځل په داسې توګه چې دیوه ویښته ځای هم وچ پاتې نشي.
په هر عمل کې نیت شرط دی،په ځانګړې توګه عبادي اعمالو کې، غسل هم عبادت دی او نیت ئې شرط.
هر عبادي عمل دالله سبحانهُ وتعالی دحکم مطابق او دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دمبارکو ارشاداتو په رڼاکې عملي او دښودل شوي عملي طریقې سره سم باید تر سره شي.
ت – دنامه غوټۍ هغه برخوته هم اُوبه رسول لازمي دي چې پټ وي.
ج – که ساعت ،کوته نکتۍ، پیزوان، والۍ او… مواغوستي وي؟ تنګ او داوبو دداخلیدومجرا ئې بنده کړې وي؟ وې باسئ .
ح – دنوکانو لاندي خلاصي برخي ته اوبه رسول لازمي دي او هم دنوکانو هغه رنک چې عایق داوبو وي باید پاک کړی شي.
د – د وریځو،بریتانو او یا په بدن کې بل ځای ګڼ ویښته وي ،وینځل او بیخوته ئې اوبه رسول لازمي دي.
نور بیا …