شعـــــرونه

غزل/ محمد داود همت

محمد داؤد همت

غم دبيلتانه دې له زړه لرې شه
جاردژوندشیبې دې خونده ورې شه
زړه کې لار وهې دخونړي ماښام
سپینه سپوږمۍ تاسره ملګرې شه

ستاد تلاوت په برکت غازي
زردرته دتوروغرو ډبرې شه

پاس بېا دپامیرواورینو څوکوته
هسکې ستا دننګ غیرت لښکرې شه

چیرته چي ځې ستاترقدمو لاندي
فرش دپریښتوپراخې وزرې شه

سختو ګذا رونو سرو ګولیو ته
ځه دقافلې سینې دی زغرې شه

هارترې جوړومه دنګوغاړوته
اوښکې دې مرجان او ملغلرې شه

تل درته دعاکوي داودهمت
ورکي دي په مخ ټولې سخترې شه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x