نظــر

قواله دغه ده خو په چا یې منې؟!!

وايي چې یو مکار ګیدړ یو سپين کاغذ پیداکړی ؤ نو بیا یې ټولو ګیدړانو ته وویل چې راځئ د بر کلی د انګورو باغ ته چې انګور وخورو او هغه سپین کاغذ یې ورته ښکاره کړ چې دغه ده قواله مې یې اخیستې ده نور ګیدړان پرته لدې چې پدې اړه څه بحث ورسره وکړي ورسره روان شول نو کله چې د انګورو باغ ته ور واوښتل نو ټولو ګیدړانو په پوره اطمینان سره د انګورو په خوړلو باندې شروع وکړه ځکه چې هغه مکار ګیدړ ورته د باغ قواله اخیستې ده، خو مکار ګیدړ بیا د دوی بالعکس په ویره کې ؤ چې اوس به باغوان راځی او ټول به ونیسي ځکه چې ده ته خو معلومه وه چې دا قواله نه بلکې هسې یو سپین کاغذ دی چیرته په لاره کې یې پیداکړی و څه وخت لا نه و تیر شوی چې باغوان راغئ ټول ګیدړان یې د باغ په انګړ کې را ګیر کړل

مشر ګیدړ خو له مخکې نه خبر و نو هغه پښې سپکې کړې دغه نورو ګیدړانو اواز پسې وکړ چې راشه هغه قواله راوړه چې باغوان ته یې ښکاره کړو نو مشر ګیدړ ورغبرګه کړه چې پښې سپکوئ قواله خو دغه خو په چا یې منې؟!

اوس به راشو اصلې موضوع ته داسې ګنګوسې اوریدل کیږی چې امریکا، سعودی عربستان او پاکستان تصمیم نیولی دی چې په سعودی عربستان کې د طالبانو لپاره یو سیاسی دفتر خلاص کړي تر څو چې د افغانستان او امریکا سره مذاکرات ترسره کړي چې د کرزی په شمول د سولې شورا ورته زیات خوشبینه دي ځکه چې د سولې شورا ډیرې چیغې وکړې او په ټولو اسلامی هیوادونو یې په ځلونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د سولې د بهیر سره ریښتونې مرسته ترسره کړئ چې په افغانستان کې سوله راشی لکه څنګه چې امریکا په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر څخه طمعه وشلیدله چې خبره یې نه مني نو په همدې منظور سره امریکا او سعودی عربستان او پاکستان دې پریکړې ته ورسیدل چې په سعودی عربستان کې د طالبانو لپاره دفتر خلاص شي، خو اوس سوال دلته پیداکیږی چې آیا دغه دفتر ته به څوک ورځي او څوک به له امریکایانو او د سولې له شوار سره یو طرفه مذاکرات کوي؟! طبعا دا خو معلومه خبره ده چې طالبانو د سولې د راوستلو لپاره حقیقي ګامونه اوچت کړل او د دوی دغه کړنې د ستاینې وړ دي ځکه چې دوی په ډیرو سختو شرایطو کې په قطر هیواد کې یو سیاسی دفتر خلاص کړ او نړیوالو ته یې دا څرګنده کړه چې طالبان واقعی سوله غواړي خو اول باید له امریکایانو سره خبرې وشي ځکه چې دوی د افغانستان په قضیه کې تر ټولو وړاندې لاس لري او بیا به له افغانانو سره خبرې اترې ترسره کړي دا چې امریکا په خپله دروغجنه پالیسۍ کې ماتې وخوړه او له طالبانو سره یې هسې تش په خوله مذاکرات مذاکرات یادول متأسفانه چې هیڅ عملي جنبه یې نه درلوده او په خپله وعده باندې یی وفاء ونه کړه،

بله دا چې امریکا طالبانو ته دومره خام سوچ کړی ؤ او د یو ماشوم په حیث یې ورته کتل لکه څرنګه چې  د یرغل په اولنیو وختونو کې يې د طالبانو سره مذاکرات په ځان باندې رشخند وهل ورته ښکاریدل ځکه چې دوی سوپر پاور ؤ او د دوی په اصطلاح له طالبانو سره مذاکراتو داسې مثال درلود لکه یو ډیر زړور او قدرت لرونکی پادشاه چې په ټوله نړۍ باندې تسلط ولری او بیا له یو بیوزله او ناتوانه سره مذاکراتو ته کیني دوی داسې فکر کړی ؤ چې طالبانو ته به امتیازات وړاندې کړو او یا به هم د ډالرو په مقابل کې له مبارزې څخه لاس واخلی، الحمدلله چې د وخت په تیریدو سره لوی متعال رب د امریکا غرور مات کړ او طالبان یې په خپل دریځ باندې ثابته قدمه پاتې کړل او امریکایان یې طالبانو ته داسې مجبوره کړل چې تر نن و رځې پورې زارۍ ورته کوي چې له مونږ سره روغه جوړه وکړئ،

لکه څنګه چې طالبان د الله په مرسته سره په خپل دریځ باندې کلک ودریدل او امریکا مقابله یې په میړانه سره وکړه د نظامي ډګر سره سره یې په سیاسی ډګر کې هم غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، نو بیا له امریکا څخه لاره ورکه شوه او هغه څه ورسره وشول چې دوی یې تصور هم نه شوای کولی نو اوس غواړی چې په سعودی عربستان کې د معتصم آغاجان او د هغه د  انډیوالانو په شمول ورته یو دفتر خلاص کړی او تش په نامه یو طرفه مذاکرات وکړي مطلب دا چې دوی څه غواړی هغه ته یوه رسمي بڼه ورکړی او نړیوالو ته څرګنده کړي چې طالبان هم له مونږ سره موافق دي، او دا خو یو څرګند حقیقت دی چې طالبان دغه ډول یو طرفه مذاکرات نه کوي او نه به یې وکړي که چیرې دوی د امریکا موجودیت په افغانستان کې منلی نو د خپل قدرت په وخت کې به یې د هغه خبره منلې وای اوس به یی هم قدرت ؤ او نه به دولس کاله کړیدلی ؤ،

دا چې طالبانو هر وخت خپل دریځ روښانه کړی دی او د قدرت په انحصار کې نه دي بلکې داسې یو اسلامی نظام پسې هڅه کوی چې د هیوادوالو تنده ورباندې ماته کړي او هر ذي حق ته خپل حق ورکړی د ظالم د ظلم  مخنیوی وکړی او مظلوم د ظالم له ظلم څخه خلاص کړي، دا خو یوه طبیعی خبره ده چې د اسلام دښمنان هیڅکله داسې نظالم نشی منلای نو هرومرو به یې مخالفت کوي، لکه څنګه چې امریکا هر وخت کوښښ کړی دی چې طالبانو به څو ډلو وویشي او خپل کرغیړن هدف ته ځان ورسوي نو د هغه له دسیسو څه یوه دسیسه هم په سعودی عربستان کې د طالبانو په نوم دفتر خلاصول دي نو په همدې اساس د جعلی طالبانو لپاره چې کوم دفتر  کې خلاصیږی دا به هم ورسره ومنو چې دفتر به خلاص شي او د دوی په اصطلاح سوله به وشي خو د افغانستان مجاهد ولس خو هیڅکله دغسې یو طرفه سوله نه مني او نه یې منلی شي او دا خو ناممکنه خبره ده چې طالبان دې له خپلې مبارزې څخه لاس واخلي تر څو چې ټول خارجي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي، نو امریکا او د سولې شورا به ډیرې چیغې وکړي چې سوله وشوه، جعلي یو طرفه سوله به هم وشی خو په چا یې منې؟!
 
احمدالله سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x