ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (8) دمثلث يا تريګونومتر پېژندنه

مفتي احسان الله

مثلث (Triangle):

مثلث دهندسې په اشکالو کې یو مهم ثنائي الابعاد شکل دی.

کله چې درې راسي زاویې په درو ضلعو سره ونښلول شي، هغه ته مثلث وايې.

مثلث دوه قسمه لري:

(1) داضلاعو په اعتبار. (2) دزاویو په اعتبار.

داضلاعو په اعتبار مثلث بیا درې نوعي دی:

اول: هغه مثلث چې درې اضلاع يې سره برابري (متساوي) وي، لازما به دهغه مثلث زاویې هم متساوي، او هره یوه به 60 درجي وي، چې مجموعه يې 180 درجې یا نصف دایره کیږي.

دوهم: هغه مثلث چې دوې ضلعي يې برابري، او دریمه يې مختلفه وي، دوو برابر اضلاعو ته مخامخ زاويې به هم همیشه سره متساوي وي.

دریم: چې درې سره اضلاع يې مختلفي وي، ضرور به يې ټولي زاويې سره مختلفي وي.

دداخلي زاویو په اعتبار دمثلث درې اقسام:

اول: هغه مثلث چې یوازي یوه زاویه قایمه (90) ولري، او نوري يې حادې وي، قایمې زاويې ته برابره ضلع ته يې وتر ویلکیږي، او وتر به همیشه تر ټولو اضلاعو اوږده وي.

دوهم: هغه مثلث چې درې سره زاويې يې حادې وي.

دریم: چې یوه زاویه يې منفرجه، او دوې يې حادې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x