نړۍ

پاړه چنار کې چاودني ۲۰ کسان وژلي، ۵۰ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): د کرمي ایجنسۍ په پاړه چینار بازار کې د یوې چاودني له امله ۲۰ تنه مړه او تر ۵۰ کسانو پوري نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې یوه جګپوړي چارواکي اکرام الله خان رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله را منځته شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي چې دغه چاودېدونکي توکي د سبزیو په یوه بکس کې ځای پر ځای شوي وه چې د پاړه چینار په سبزي مارکیټ کې وچاودېدله.

یوه بل چارواکي رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي او تر پنځوس زیات ټپيان شوي دي.

د پاره چینار د روغتون یوه مسؤول نور الله اسوشیټډ پریس ته ویلي چې تر اوسه دوی ته ۱۱ جسدونه رسیدلي او شاوخوا ۴۰ تنه ټپیان ورته رسیدلي دي چې د ډېرو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر «آی ایس پي آر» ویلي چې چاودنه لس کم نهه بجې را منځته شوه. او زیاته کړې چې د پيښي وروسته پوځیان هلته رسیدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده او همداسي یې سیمي ته چورلکي لیږلي دي.

یوه بل حکومتي چارواکي رسنیو ته ویلي چې چاودنه هغه مهال را منځته شوه کله چې سهار وختي په سبزي منډي کې عام خلک را ټول شوي وه او د سبزیو په پلرولو او رانیولو بوخت وه.

باید وویل شي چې د کال ۲۰۱۵ په دیسمبر میاشت کې هم د پاره چینار په یوه مارکیټ کې چاودنه شوې وه چې له امله یې ۲۵ کسان وژل شوي وه.
د پاکستاني رسنیو په قول هغه وخت لشکر جنګوي العالمي او انصار المجاهدین په نامه ډلو د چاودني مسؤولیت منلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x