کندز: د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس تښتول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): نامعلومو وسلوالو د کندز ولایت د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس د خپل یوه ساتونکي سره تښتولی دی.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر قومندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار په خان اباد ولسوالۍ کې د خواجه پسته په سیمه کې را منځته شوه.

نوموړي ویلي چې د محکمې رئیس قاضي اصل الدین نن سهار له تخار ولایت څخه د قندز په لور روان وو چې په یاده سیمه کې د وسلوالو له لوري د خپل یوه ساتونکي سره وتښتول شو.

نوموړي ویلي چې نوموړي قاضي د سفر تر مخه بې احتیاطي کړې وه او پولیس یې په جریان کې نه وه اچولي ځکه ددغه پيښې سره مخ شو.

تر اوسه د پيښي پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو د پولیسو ویاند ویلي چې دوی د قاضي پلټني پيل کړي دی او لا تر اوسه یې کوم څرک نه دی ورته لګېدلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د