افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان د بشري مرستو لپاره ۵۵۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): نن د یوې خبري غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکې ادارې مشر «مارک باوډن» او ډاکټر عبدالله د نړیوالي ټولني څخه د بشري مرستو په توګه د ۵۵۰ ملیون ډالرو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو جګپوړي استازي په خبري غونډه کې وویل: « افغانستان د یو استثنائي حالت سره مخ دی، او په استثنائي توګه مرستو ته اړتیا لري، زه د نړیوالي ټولني څخه غوښتنه کوم چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره په جدي توګه لاس په کار شي او مرستي وکړي».

نوموړي وویل چې د پاکستان څخه د افغان مهاجرینو بیا را ستنېدل ادامه لری، په افغانستان کې د عامو خلکو اقتصادي وضعیت ورځ په ورځ په خرابېدو دی، د سوء تغذیه قربانیانو شمېرې مخ په وړاندي رواني دي، د روانو حالاتو له کبله او همداسي د طبیعي پيښو له امله خلک زیات متضرر شوي دي او په کال ۲۰۱۷ کې به دغه متضررین لا زیات شي.

مارک باوډن وویل چې د سوریې وروسته افغانستان دوهم هیواد دی چې په کور دننه زیات کډوال او بې ځایه شوي کورنۍ لري، چې عاجلي مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي وویل چې ملګري ملتونه په بیړنۍ توګه د صحي او غذائي مواردو کې د نړیوالي ټولني مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري کومکونو د همغږۍ اداره هر کال د کومکونو لپاره تخمیني لګښت اعلانوي او بیا د نړیوالو مرستندویه هیوادونو څخه اعلان شوی مبلغ تر لاسه کوي.

په دې غونډه کې ډاکټر عبدالله هم ګډون کړی وو، نوموړي وویل چې افغانستان د را ګرځېدلیو مهاجرینو سره د کومک په برخه کې ۲۴۰ ملیونه ډالر مرستو ته اړتیا لري، او همداسي په کور دننه بې ځایه شویو کورنیو او طبیعي پيښو سره د مبارزې او قربانیانو لپاره ۳۱۰ ملیونه ډالر مرستو ته اړتیا شته.

نوموړي وویل چې تېر کال نړیوالي ټولنې د افغانستان سره ۴۴۰ ملیونه ډالره مرسته کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x