نړۍ

پاکستان افغان محصلینو ته د پاته کېدو اجازه ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د سرحدي چارو وزارت «سيفران» یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې افغان محصلين به د ۲۰۱۷ زيږديز کال وروسته هم په پاکستان کې د زده کړو لپاره د پاته کېدو اجازه ولري.

د ۲۰۱۷ کال وروستی ورځ د افغان مهاجرینو لپاره په خپله خوښه د پاکستان څخه د وتلو ټاکل شوې نېټه ده.

د پاکستان د سرحدي چارو وزارت مرستيال محمد شهزاد ارباب نن په یوه غونډه کې وویل چې د مهاجرینو د بېرته ستنېدو ټاکل شوې نېټه به د افغان محصلینو لپاره نه وي، بلکې دوی به وکولای شي چې له دې وروسته هم په پاکستان کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي، که چیري دوی دتعلیمي مرکزونو له لوري د تصدیق ځانګړي اسناد ولري.

نوموړي دغه خبري په تخنیکي تربیتي مرکز کې وکړي، چیري چې د افغان او پاکستاني ځوانانو د مهارتونو د ودي لپاره یوه ازمايښتي پروژه د ۷۰۰ ملیونو پاکستاني کالدارو په ارزښت پيل شوه.

نوموړي وویل چې له دغه نرمښت څخه به په پاکستان کې په زده کړو بوخت په زرګونو افغان محصلین ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو او د پاکستان د سرحدي چارو وزارت په ګډه دغه پروژه په کار اچولې د کوم له مخي چې به ۷۰۰ افغان او پاکستاني ځوانانو ته په مختلفو برخو کې تخنیکي زده کړي ورکول کیږي.

دغه چارواکي وویل چې د سرحدي چارو وزارت وړاندیز کړی تر څو د مهاجرینو د بیا ستنېدو په پروګرام کې د افغان محصلینو په برخه کې نرمښت وشي تر څو هغوی خپل تعلیمونه په پاکستان کې پوره کړي، او زیاته کړې يې ده چې تمه کیږي ددغه هيواد پارلمان به ددوی وړاندیز تصویب کړي.

نوموړي وویل که افغان محصلین له دې وروسته د خپلو تعلیمي مرکزونو څخه اصلي اسناد او تصدیقنامې ولري، دوی ته به هیڅ نه ویل کیږي او د پوليسو له لوري به نه ځورول کیږي.

نوموړي وویل: هیڅ څوک به په زور له هیواده ونه شړل شي، دا د حکومت پالیسي ده.

او زیاته یې کړه چې تېر کال ۴ سوه زره افغان مهاجرین بیرته په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ډان نیوز خبري اژانس د خبر سره سم محمد شهزاد ارباب په غونډه کې د وینا وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې د سرحدي چارو وزارت یوه جامعه پالیسي جوړه کړې د کوم له مخي چې به په دوامداره توګه د افغان مهاجرینو بیا ستنېدل پيل شي او په پاکستان کې به د افغانانو د هستوګني لپاره قانوني لاري چاري په کار واچول شي.

نوموړي وویل چې ددوی د پالیسي سره سم محصلین به د خپلو تعلیمي مرکزونو تصدیقنامې له ځانه سره لري، کاروباري افغانان به د کورنیو چارو وزارت د کاروباري څانګي سندونه له ځانه سره لري، هغه افغانان چې په پاکستان کې یې ودونه کړي هغوی ته به اوږد مهاله ویزې ورکول کیږي او هغه افغانان چې د تداوي لپاره پاکستان ته راځي په تګ او بیرته ګرځېدو کې به ورسره نرمي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x