دیني، سیرت او تاریخ

د «الرّحْمٰن او الرَّحِيمْ» تشريح

أبوالزین “حکیم اللّه صابر” الحنفي

الرحمٰن : د اللّه تعالیٰ له صفاتي نومونو څخه یو دئ ، د (سَمِعَ) له باب څخه د (فَعلان) پر وزن د مبالغی صیغه ده.

الرحيم : دا هم د (سَمِعَ) له باب څخه د (فَعِیلٌ) پر وزن د مبالغي صیغه ده ، دواړه له رحمة څخه مشتق دي ، البته ځیني محققين دغه دواړه لفظونه (صفتِ مشبه) بولي ، ځکه مبالغه بیا هم په هر صورت انتهاء لري ، مګر د اللّه تعالیٰ رحمت انتهاء نلري او په صفت مشبه کی انتهاء نه، بلکي دوام وي.

په (الرحمٰن) کي د اللّه تعالیٰ د رحمت د جوش او طوفاني کیفیت اظهار دی او په (الرحیم) کی دوام مطلوب دی، دغه دواړه اوصاف د اللّه رب العزت په ذات کي هر وخت پر یوه ځای موجود وي، له همدي کبله خو یې تر منځ د عطف حرف (واو) نه دی راغلی، د یوه ساده مثال په بیانولو دغه حقیقت واضح کوم:

پر لویه لار د مسافرو یو موټر په ډیر شدت له بل موټر سره ټکر کوی، ددغي حادثي په أثر په موټرونو کي ناست مسافر مړه او ژوبل کیږي، په هغوی کی د یوه دوه کلن ماشوم مور او پلار هم وژل کیږي ، یو کس راځی ګوري چی یو ماشوم د خپل مور او پلار په وینو لړلۍ د هغوی سر ته ناست دی او په چیغو چیغو ژاړي.

ددغه کس زړه ورباندی کبابیږي، راځی هغه ماشوم په زړه پوری نیسي، شه ډیر ګړی ورسره ژاړی، أخیر یې کور ته بیا یی او خپلی میرمني ته یی سپاری تر څو هغه یی په ډیره مینه او شفقت پالنه پر غاړه واخلي، ددغه یتیم ماشوم په نسبت د خاوند او میرمني په انتهایې توګه زړه نرمیږي او ځان تری قربانوي.

میاشت دوې وروسته خاوند او ميرمن د هغه ماشوم له ژړا او پالنی څهه تنګیږي، میرمن ورته وایي: زما خپل اولادونه لږ وه چی تا پردئ هم را دغاړی کړ !

خاوند هم په زړه کی پر خپل فیصله څه ناڅه پښیماني کوی چی ولی یې د پردی ماشوم پالنه پر غاړه واخیسته چی اوس یې د تربیيې توان ورسره نشته، یو بل کس به پیدا شوی وای چی اولادونه یې نه درلوداي، هغه به کور ته وړی وای.

مطلب ددغه کس په رحم او شفقت کی د لومړۍ ورځی په نسبت واضح فرق راځي، خو په (الرحمٰن) او (الرحيم) ذات کي هیڅکله دغه کمزوري نه واقع کیږي، د لومړۍ او أخیري ورځي تر منځ یې په رحم کی هیڅ تفاوت نه راځي، په هماغه أندازي یې په رحمت او شفقت کي جوش او طوفاني کیفیت جاري وي، یعني په {الرحمٰن} کي د رحم او شفقت طوفان او په {الرحیم} کی دوام دی.

(مأخذ: اطمنان الروح صــ133)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x