په عمر کې برکت

ژباړه: اسدالله مبارز

د یوه بزرګ کېسه ده چې یو ځلې په سفر ووت، مور یې نصيحت ورته وکړل چې کله هم په سفر ځې نو د الله (ج) په لاره کې څه نا څه ورکوه.

له ورځو نه یوه ورځ بزرګ د سفر په وخت کې ډوډۍ خوړلو ته کیناست، ګوري چې یو فقير د ډوډۍ غوښتلو لپاره راغی، خپله ډوډۍ یې فقیر ته ورکړه او ده خپل سفر ته په وږي نس ادامه ورکړه.

په لاره ګوري چې یو خطرناک مار یې د پښې لاندې پروت دی، بزرګ وارخطا شو؛ که پښه پروته کوي مار پرې حمله کوي او که یې نه پورته کوي منزل ته نشې رسیدلای. په وارخطايۍ يې شاته ټوپ کړ، ګوري چې د مار په خوله کې څه نښتي دي چې د مار خوله یې ور بنده کړي، کله یې چې وکتل نو د مار په خوله کې ډوډۍ نښتي وه چې له امله یې مار مړ شوی وو.

بل بزرګ ته یې کېسه وویله، هغه ورته کړل چې ستا د مرګ ورځ نن وه، خو هغه ډوډۍ چې تا فقير ته ورکړه الله تعالی (ج) ستا د هغې صدقې په بدل کې ستا په عمر کې برکت واچول او هماغه ډوډۍ یې ګویا د مار په خوله کې واچوله چې خوله یې وربنده کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د