هيڅ مې هم را نه ووړ!

ژباړه: اسدالله مبارز

امام غزالي (رحمة الله علیه) وایې: یو بادشاه وو باغ یې درلود چې د باغ یې څو برخې وي؛ بادشاه یو سړي ته آمر وکړ چې ماته پدې ټوکرۍ کې یو څو غوره او بهتریني میوې راوړه خو شرط دادی چې د باغ کومې برخې ته یو پلا ورغلې او ميوې دې خوښې نشوي بیا به هغې برخې ته نه ور ګرځې.

سړی د باغ یوې برخې ته ولاړ، هیڅ میوه یې خوښه نشوه؛ همداسې يوې یوې برخې ته په تګ د باغ ټولو برخو ته ولاړ خو هیڅ میوه یې خوښه نشوه، کله چې وروستۍ برخې ته ولاړ، هلته هیڅ هم نه وو، سړی حیران شو ځکه چې د شرط له مخې بېرته د باغ پخوانیو برخو ته چیرته چې میوې وي هم نشې تلی. سړی مجبور وو، تشه ټوکرۍ په لاس د بادشاه مخې ته حاضر شو، بادشاه ترې وپوښت چې څه دې راته راووړ؟ سړي ځواب ورکړ، هیڅ مې هم درته را نه ووړ!

امام غزالي (رحمة الله علیه) فرمایې، چې پدې کيسې کې له بادشاه مراد الله تعالی (ج) دی، له باغ مراد د انسان ژوند دی او له برخو یې مراد د انسان د ژوند ورځې دي، له ټوکرۍ مراد د انسان عمل نامه ده.

انسان وایې چې له سبا به نیک عملونه پیلومه او له سبا به لمونځ شروع کوم خو!

په سبا سبا کې به یوه ورځ مرګ تاسې پخپله غیږه کې وغورځوي او کومې ورځې چې تیرې شوې بیرته نه راګرځې او همداسې به د خدای (ج) دربار ته خالې لمن ور ستنیږئ، له دې بریښي چې دنیا د دوکې کور دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د