ادبي لیکني

د ګوهر شاعري، يوه اړتيا

د پښتو په شاعرۍ کې به مې راج وي
که خيرت وو،او مرګى نه وو، ملګرو!

سرليک به ځينو ته د خندا ښکاري، چې شاعري نو زموږ کومه اړتيا پوره کولاى شي؟ کېدلاى شي دغسې خبرې هغه خلک وکړي، چې پرسترګو يې د ماديت پردې غوړېدلې وي، او دى له شاعري دغه تمه ولري، چې ماته دې په لپه کې زر راتوى کړي. مګرله يوه اړخه دغه خبره روښانول غواړي چې شاعري په ژوند کې څومره رول لري؟ ځواب يې د شاعري په ډول پورې تړلى دى، ځينې شعرونه ، دشهوت شعارونه وي، خو ځينې د ارواوو تسکين او دهوډ پوخوالى
زه د ګوهر صيب د شاعري ډېره برخه له دغه دويم ډول ګڼم، هغه وايي:
زه دولت ځکه نه غوړامه، چې بيابه
ډېر مايوسه، ډېر کمزوري راته ګوري
موږ ځکه ښه خلک يو، چې دبدو وس نه لرو، اوهرکله که د بدو زمينه راته مساعده شوې وي، ډېرو لږو به ترې مخ اړولى وي. بايزيد بسطامي رحمه الله فرمايي: ياهغسې اوسه لکه څنګه چې ځان ښيې، اوياهغسې ځان وښايه لکه څنګه چې اوسي.
خو موږ په ټول ژوند کې دوه مخي اوسېدلي يو، پر دولت جنت هم ګتل کېداى شي، او دوزخ هم، خو موږ تردې اندازې پر خپل ځان بې باوره يو چې ترمخ له هغه څه نه تښتوچې ښه يي نه شو استعمالولاى.
زه وايم( که غواړې د شته شي پرقدر پوى شې، دهغه د نشتوالي په اړه فکر وکړه) دغه خبره ماته ځکه سمه ښکاري، چې دپورته خبرو په امتداد موږ تل له شته وخته سمه ګټه نه ده اخېستې، اوځکه مو نه ده اخېستې،چې دغه فکر مونه دى کړى چې دغه (شته) هم (نشت) کېږي. موږ يواځې ترپښولاندې ګورو وړاندې هيڅ نه وينو، څه چې دلته دي، څه چې اوس شته پرڅه چې مو لاس،ياسترګې لګېږي؛بس. په داسې حال کې چې دغه نن دسبا زېږنده ده، بايد تر نن سباته ډېر پام وکړو:
راځه اور اورکى شه، هم رڼا کوه هم ژوند
له پښونه دې يو څو قدمه لرې پام کوه
رحمت الله حکيمي
دغه خبرې ماپورته په نثر هم وکړي، خو په شعرکې بېل تاثير لري،ګوهر وايي:
بيا يې قدر ور معلوم شي، بيا خپه وي
څوک چې لاړشي ،له يوچانه چېرته لري.
ياهم:
ستړى دې په ژوند کړې ، خو پر مرګ دې قدر زيات شي
دغه دود، دستور او فلسفه ده عجيبه غوندې.
په منځنۍ دوره کې ماته ډېرى شعرونه تکلفي ښکاري، هغوى به کوښښ کاوه، چې په زوره په خپل شعرکې کوم ادبي صنعت ننباسي،ياهم کومې موضوع ته پکې اشاره وکړي، چې دغسې زور رواړل ډېر وخت د شاعرۍ نازکه ملا ماتوي.او سړى له غېږې ښه خوند نه شي اخېستلاى، خو معاصره شاعري که څه هم بېلابېل سبکونه لري، مګر بياهم ترډېره بريده شاعري-شاعري ساتل شوې ده، داچې ځينې اوسنۍ شاعري ته شعاروايي؛ سمه ده، خو موږ شعار ته په منفي نظر ګورو، په داسې حال کې چې دهرشاعر هربيت شعاردى، مګر خبره د شعار په څرنګوالي کې ده. اوس هم ځينې شاعران هڅه کوي، په زوره يوې موضوع ته شعر وليکي نوطبعاً به بيا پکې شعريت لږ محسوسېږي.
مګر ګوهر په طبعي ډول په خپلو شعرونوکې ځينومهمو پېښوياځانګړنو ته اشاره کړې ده:
دا چې په خاورين وجود سيلونه داسمان کوي
خلکو د ضعيف انسان، رتبه ده عجيبه غوندې.
يا هم:
زما په زړه کې محبت داسې رېښې وکړلې
چې اوس له ورايه راته هرښکلى جانان ښکارېږي
ډېرى مذهبي علما د صوفيانو دوو مشهورو مکتبونو(وحدت الوجود او وحدت الشهود) ته چنداني ارزښت نه ورکوي، او دغه هسې دخلکو د لارو دورکاوي وسيلې دي، د وحدت الوجود پرسرلاري،(ابن عربي) خولا نږدې درې پنځوس علماوو، دکفر فتوى ورکړې، مګربياهم دغه ځانګړنې دډېرو شاعرانو په شعرونوکې يا په شعوري ياهم غير شعوري ډول څرګندېږي. د ګوهر صيب پورته بيت که نوموړي پر هر نيت ويلى وي، خو ما ديوه لوستونکي په توګه  دغه اخېستنه ترې وکړه، چې دوحدت الشهود څرک پکې ښکاري، چې کېداى شي مفهوم يې دخوشال بابا له دې بيت سره اړخ ولګوي:
په هرڅه کې ننداره دهغه مخ کړم
چې له ډېرې پيداييه ناپديد شو.
ياهم :
زماپه سترګوکې دې کور دى
چې هر خوا ګورم ،راته ته ښکارې ميينه
پر دې سربېره د ګوهر صيب شاعري ښه انځور هم لري، چې لوستونکي يې په دې ټولګه کې ډېرې نمونې پيداکولاى شي:
ماته هغه وخت ته زياته رايادېږې
چې ماښام وي او ورېږي باران رو،رو
×××
لږ وپوښتئ! پاچا نه چې  د دې ذمه وار څوک دى؟
وړوکى يتيم مخ او سر وهي ژاړې په چيغو.
موږ دغسې ادبي پنځونې له دوه اړخه لولو: خوند او پند. چې د دغه کتاب شاعر پکې نږدې داوړه خواوې برابرې ساتلې، کله_کله ترې د خوند خوازياته شوې ده،چې کېداى شي دځوانۍ جذبه يې وي.
پوهان پردې باور دي چې يا حقايق پوره موندل شوي نه دي، يا مفاهيم بدلون کوي، نوځکه موږ اړيوچې بيا-بيايې راوړو، مثلاً مخکې ديو مين د مينې له پاره وفا دغه حدود لرل، چې هغه چاته دبل په خوله سلام ونه لېږي، او دلاس نښه يې له بل سره پيدانه شي،مګر اوس وفا دغه حدود خپل کړي، چې ديو چا د مينې تليفون ګڼه بايد له بل سره نه وي، دبل په کمپيوتر کې يې تصوير نه وي،….
د ښاغلي ګوهر په شاعري کې_پورته خبروته په کتو_ ځينې بيتونه داسې راغلي چې يو حقيقت  يې يو دوه ګامه  وړاندې بيولى .لکه:
ګډ مې شوې په وينه کې خپل ځان کې راته ته ښکارې
خدايه په دوو سترګو د جانان کې راته ته ښکارې
دغه بيت اصلاً دکاروان صيب د لاندې بيت ،ځواب ياهم د بشپړتيا يو ګام ښکاري:
خلک پکې خداى لټوي ته ماشوم  خبر هم نه
لوى به شې اوپوى به شې چې سترګې ديارڅه مانا؟
د ګوهر صيب د ډېرو برياوواو په ټوله نړۍ کې د قرآن د حاکميت په تمه.

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x