افغانستان

کندز: روغتیايي کارکوونکو او درملتونونو کاري اعتصاب کړی – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت روغتیايي کارکوونکو، شخصي کلینکونو او درملتونونو نن ورځ کاري بندیز اعلان کړی او ویلي چې د وروستیو بې امنیتیو، غلاوو او اختطاف چیانو څخه نور په تنګ راغلي دي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې نن ورځ په ټول کندوز کې دغه کار بندیز د روغتیايي کارکوونکو او شخصي کلینکونو له لوري عملي شو او د ادویه فروشي اتحادیې هم ددغه کاري اعتصاب ملاتړ کړی دی.

نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې د ډاکټر میرویس زوی وتښتول شو، په سپینه ورځ د ښار تر ټولو لوی درملتون «امان درملتون» څخه وسلوالو په زور پیسی واخیستې او له هغه وروسته «صاحبزاده درملتون» هم ولوټل شو.

نوموړي وویل چې د ملي امنیت له لوري روغتیاپالانو ته ګواښ شوی وو چې د کاربندیز په صورت کې به سزا وویني او که په راتلونکې کې د هر څه سره مخ شول، مسؤولیت به یې په خپله غاړه وي.

دوی وايي په داسي حال کې چې له یوه اړخه مو ملي امنیت ګواښي او له بله اړخه زمونږ امنیت نه ساتلای، په داسي یو ماحول کې مونږ کار څرنګه کار ته ادامه ورکړو.

باید وویل شي چې په شمال کې د کندز ولایت د روغتیايي چارو په برخه کې د بدخشان، تخار، بغلان او شاوخوا سیمو لپاره مهم روغتیايي مرکز بلل کیږي چې له مخکې هم د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

د یادوني وړ ده چې په دغه ولایت کې د بې سرحده ډاکټرانو یوازینی لوی روغتون چې د ټپیانو عاجله تداوي په کښي کېدله، د امریکایانو له خوا د ۲۰۱۵ په اکتوبر میاشت کې بمبار شو، چې تر اوسه هم بند پروت دی او پر ځای یې هیڅ یو روغتون نه دی فعاله شوی.

باید وویل شي چې د تیري اونۍ په سې شنبه خبر ورکړل شو چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې هم ټول ډاکټران سره یوه سلا شوي او د کاربندیز پرېکړه یې کړې وه.

دوی ویل چې دا پرېکړه د ډاکټرانو د پرلپسې اختطافونو په مخنیوي کې د حکومت د بې غورۍ په غبرګون کې کوي.
په افغانستان کې چې وګړي یې د عادي ناروغیو د علاج لپاره هم د ګاونډیو هیوادونو روغتونونو ته اړ وي، د روغتیايي ډاکټرانو په ژوند کې امنیتي ستونزې او روغتیايي بنسټونو ته عدم توجه د دولت په وړاندې ګڼې پوښتنې راټوکوي او په دولت باندې د ولس باور ورځ تر بلې ورځ زیانمنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x