اقتصاد

اسلامي بانکوالي- لومړۍ برخه

ليکوال: محمد يعقوب نايل

د اسلامي بانکوالۍ شاليد

له هر څه وړاندې بايد په دې پوه شوو چې “د اسلامي بانکوالۍ يا غير سودي نظام” اصطلاح اوسنۍ نه ده، له ننه څوارلس سوه (۱۴۰۰) کاله وړاندې په دې اړه په قران کريم ايتونه راغلي او په نبوي حديثونه کې د سود په حراموالي باندې تاکيد شوی دی.

د سود په اړه الله جل جلاله په قرآن کريم کې وايي: “‏فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِه” د البقرې سورت،۲۷۹ ايت.

ژباړه: نو خبر شئ (او ځان چمتو کړئ) له الله اور رسول سره يوې جګړې ته.

هغه څوک چې د سود څخه ځان نه ژغوري په خلاف يې الله او د هغه د رسول د جګړې اعلان دی.

که ټولو اسلامي کتابونو ته ژوره کتنه وکړو؛ نو دې پايلې ته به ورسېږو چې د هيڅ يوې سترې ګناه د پايلې د بد والي او له هغې څخې د ژغورنې يادونه نه ده شوې لکه د سود، الله جل جلاله په قرآن کريم کې سودکوونکي د ځان او محمد صلی الله علیه وسلم سره جګړې ته رابللي دي.

له ننه دوه لسيزې وړاندې ځينو مستشرقينو د سود (ربوا) په اړه د اسلامي امت د ناخبره کوول د ذهنونو د خرابولو په موخه د خلکو په منځ کې داسې ګنګوسې او نظريات خپرول چې ننني ټول بانکي نظامونه اسلامي او په دې کې د سود هيڅ بوی هم نه ليدل کېږی، دا چې خلک په خپلو منځو کې د سود کومه راکړه ورکړه ورکوي، دغه سود دی او بس، په بانکونو کې چې د بانکوالۍ کوم نظامونه چلېږي او په لويه کچه دغه سودي راکړې ورکړي کېږي، دا هغه سود نه دی چې په قرآن کريم کې يې يادونه شوې ده.

د سود په اړه د قرآن کريم پرېکړه دا ده که سود په هره کچه يعنې لويه او کوچنۍ وي، حرام او ځان ژغورنه ورڅخه فرض ده.

د اسلامي بانکوالۍ لپاره هلې ځلې

د اسلامي نړۍ ډېری علماوو “د اسلامي بانکوالۍ” د نظام د اوډنې په موخه بې شمېره ناستې کړي او خپلو هېوادونو کې يې د “اسلامي بانکوالۍ” د عامولو په موخه اړوندو دولتي او غير دولتي څانګو ته سپارښتنې هم کړي دي. د بېلګې په توګه له سعودي عربستان او شريکو خليجي هېوادونو يادونه کولای شو. په ځينو هغو هېوادونو کې چې اسلامي بانکوالۍ ته په دولتي کچه کار نه دی شوی، په شخصي ډول د اسلامي بانکوالۍ عامولو ته کار روان دی.

له بده مرغه چې زموږ په ګران هېواد کې د څو لسيزو د روان کړکېچ له کبله له ډېرو نورو ناخوالو سره د اسلامي بانکوالۍ تشه همداسې پاتې ده، د ګوتو په شمېر علماوو د هڅو له کبله ځينو شخصي بانکونو اسلامي بانکوالۍ ته لېوالتيا ښودلې ده او په دې برخه کې يې څه ناڅه کارونه هم کړي دي.

دغې تشې ته په کتو مې تل زړه غوښتل چې څه وليکم او ګرانو هېوادوالو ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړم؛ څو هېودوال مو په خپلو پانګو د اسلامي اصولو په رڼا کې راکړه ورکړه وکړي او د سود په څېر له لويې ګناه څخه ځانونه وژغوري.

د علماوو او اقتصاد پوهانو ټولنه

د بانک ورځنۍ چارې، سوداګريزې راکړې ورکړې، د پلور او پېر چارې د اسلامي بانکوالۍ په نظام برابرولو لپاره د علماوو او اقتصاد پوهانو يوې ټولنې ته اړتيا ده.

علما او اقتصاد پوهان بايد بانکي نظامونه وڅاري،د هغوی د راکړه ورکړو او کاري چاپېريال په اړه بايد پوښتنې ګرويژنې وکړي، چې هغوی کوم ډول نظامونه پرمخ بيايې او په کوم ډول اسلامي بانکوالۍ ته راواړول شي، يوازي په دې بسنه ونه شي، بلکې د پرمختګ لپاره يې هم بايد کار وشي.

د عامه پوهاوي په موخه دي له ولس سره د اسلامي بانکوالۍ معلومات شريک شي؛ څو په دې ډول هغوی پوه، پوښتنې يې ځواب او د ناسم تبليغ مخه ونيول شي.

زما په فکر د عامه پوهاوي چارې که علما ترسره کړي، ښه به وي، د علماوو ديني مسووليت هم دغه دی، چې خلکو ته د ښو بلنه او له بدو یې ووېروي.

ايا اسلامي بانکوالي ناشونې ده؟

له ډېره وخته له خلکو سره دا پوښتنه ده، چې اسلامي بانکوالي ناشونې ده، ځکه چې د هر هېواد شخصي بانکونه خامخا د هېواد له مرکزي بانک (State Bank) سره يو ډول نه يو ډول تړلي وي، نو که کوم شخصي بانک خپله له سود څخه ځان ژغوري او پېرونکي هم ترې ساتي، که مرکزي بانک کوم شخصي بانک ته په سود پيسې ورکوي؛ نو څنګه به د شخصي بانک سره تړلی کس له سود څخه ځان وژغوري او ايا دا شونې ده؟

د دې پوښتنې ځوابول اړين دي، ټول مرکزي بانکونه خپل کوچني شخصي اسلامي بانکونه دې ته نه اړ کوي چې خامخا به سود کوي، ځکه چې په کومو هېوادونو کې اسلامي بانکونه عام شوي دي، د هغوی لپاره په مرکزي بانک کې له سود څخه پاک حساب (Account) جوړ شوی وي، چې د همدې حساب له مخې هغوی ته قرضه ورکول کېږي او د دغه حساب له مخې د شخصي بانکونو سره هم حساب کېږي.

بيا دغه شخصي بانکونه خپلو پېرونکو ته د همدې حساب له مخې قرضه ورکوي او د چارو اړوند سپارښتنه او لارښوونه ورته کوي.

ياده دي وي، له کوم وخته چې اسلامي بانکوالي پيل شوې ده، له هغه وخته لويديځوال (يهودو) په دې فکر دي چې ولې او څنګه مسلمانان په اقتصادي ډګر کې مخ په وړاندې روان دي، اوس دغه زموږ ايماني دنده ده چې لويديځوالو ته دا وښيو چې بې له سوده راکړه ورکړه، پانګه زياتوي او د ټولنې ډېری کسان اقتصادي پرمختګ ته رابولي.

بلکې سود ته وده ورکول په حقيقت کې په خپل لاس الهي عذاب ته بلنه ورکول دي؛ نو راځئ چې ددې الهي عذاب څخه ځانونه وژغورو او د پاکو اسلامي اصولو پر بنسټ خپله پانګه وکاروو چې لوی څښتن مو نور هم د برکتونو او شتمنيو څښتنان وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x