writing

اسلامي ډیموکراسي حقیقت او که خیال

لومړﺉ برخه

ډیموکراسي څه ته وایي؟ یا ډیموکراسي یعنې څه؟
ډیموکراسي لاتینې کلمه ده، چې له دوه برخو جوړه ده. Demos خلک او Cratie حکومت ته وایي. چې ټوله مانا یې د خلکو حکومت د خلکو لپاره مانا ترې اخستل کېږي. د دې نظام جوړونکی پخپله انسان دی. ټول واک  د انسان دی، ددې حکومت عقیده د دین بیلوالی له سیاست څخه دی. له دینه په دې عقیده کې انکار نه کېږي خو د دین رول په دولت او د ژوند په ډېرو برخو کې کمېږي.

او دین له سیاسته بېلېږي. خو اسلامي شریعت ددې به خلاف دي او غواړي چې دین به د ژوند په هره برخه کې پلي کېږي، او یوه شیبه به هم نه ورنه بېلېږي.دا په داسې حال کې ده چې د اسلام دین ددې په خلاف دی او اسلامي عقیده غواړي چې د ټولو خلکو ژوند دې په اسلامي شریعت برابر وي. یوه شېبه یې هم باید له شریعته خالي نه وي. خو ډیموکراسي د اسلام احکامو له منځه وړل غواړي او دین له ژونده ویستل غواړي. د ښه او بدو پېژندونکی خالق ذات دی نه د هغه مخلوق( کوم چې عقل یې تر یوه بریده او محدود دی). دا دین دی چې ژوند ته یې ښکلا وربښلې ده او دژوند ټولې خواوې پرې روانې دی. د ډموکراسۍ خو ډېرې ماناوې کېږي خو کوم چې په ادبیاتو او فلسفه کې ورته پېژندنه ده، هغوی یې د خلکو دولت د خلکو لپاره را پېژني. چې د ډېرو خلکو رایې د یوې مسئلې په باره کې پوښتل کېږي. یانې اخرې خبره او پرېکړه به د ملت وي، او له هغې لویه او ښه خبره نشته، ملت چې کوم څه ځانته د قانون په نوم ټاکي، هغه به یې حکومت په خلکو پلی کوي.  او هغه څه چې خلکو وټاکل نو د پلي کولو وړ دي، او بل قانون ته پکې اړتیا نه لیدل کېږي. په هغه څوک د ګوتنیونې حق نه لري. ډموکراسي د خلکو حکومت دی په خلکو باندې، او په درې برخو وېشل شوی دی:
     مقننه( قانون جوړونکې) قوه، چې د هغې دنده د قانون جوړول دي. چې د هغې په جوړولو کې ښې هلې ځلې وکړي، چې ورته پارلمان یا ولسې جرګه او ولسې شورا وایي.
    اجرائیه قوه: چې د قانون پلي کول یې دنده ده، او په ډول ډول نومونو لکه ددولت اداره، د وزیرانو شورا، او کابینې یادېږي.
    قضائیه قوه: ددې دنده د ستونزو او ربړو پرېکړه ده او د قانون څخه په کاراخستنه د خلکو شخړې حلول دي.
ډموکراسي وخت په وخت بدلون موندلی، او بدلونونه پکې راغلي دي، او په بدل شوي شکل مخ په وړاندې تللې ده. که جمهوري ریاست ته وګورو، ټول واک د ولسمشر په لاس کې وي، چې په خپله خلک یې ټاکي، او ولسمشر بیا وزیران ټاکي،
بل ډول یې د پارلمان د رایې د کمښت او زیاتوالي په وخت کې وزیر ټاکل کېږي، په دې وخت کې ولسمشر دیوه کتنپلاوي او منځګړي رول لوبوي. او نور شکلونه یې هم شته خو ټول په یوه نوم د یوه مقصد لپاره کار کوي،او ډموکراسي یې نوم ورته غوره کړی دی. د خلکو حکومت دی چې خلکو جوړ کړی او یواځنې قانون دی چې خلک یې جوړ او پلی کوي.
دلته مونږ دا ثابتول غواړو چې ډموکراسي له اسلام سره په ټکر کې ده او د اسلام ضد عمل والا خلک یې خوښوي، او هیڅ اړیکه یې له اسلام او مسلمانانو سره نشته، او څوک چې د اسلامي ډموکراسي غږ پورته کوي نو ځان په تکلیفوي. او هغه متل چې ترکستان ته روان دي.( دا لاره ترکستان ته تللې ده). مانا داچې حج ته نه یې روان ترکستان ته روان یې.

د ډموکراسي سببونه، وسیلې او موخې۱
ډموکراسي ته د رسېدو لپاره ځینو لارو چارو ته اړتیا ده چې په کار اچول کېږي او ډموکراسي ته سړی رسوي. چې ځینې د اسلام له انده او نظره څېړو. د ډموکراسي مهمې موخې د ډلو ټپلو جوړول، د مختلفو ډلو لخوا مختلفو فکرونو او عقیدو ته رابلنه، د حق سره د مخالفت حق، د حکومت لاسته راوړلو لپاره رایه اچونه، د حکومت او ځینو ډلو یو بل سره لاس په لاس کېدل، د قانون ټاکل د خلکو لخوا د رایو په ډېرښت، او د قانون وروسته کول او بیا جوړونه د خلکو په ډېروالي پورې اړه لري.
ځینې وایي: مونږ د ډموکراسي له ار او اصل سره څه کار نه لرو، غواړو په اسلامي جامه کې پلې کړو. هغوی ته وایو، چې دا ستاسو د فکرونو کمزوري او دوکه ده،  ځکه چې د ډموکراسۍ ار د خلکو له خوا جوړ دی او د هغوی رایې ته پکې ارزښت ورکول کېږي چې د ا د الهي قانون په خلاف ده، او اسلام يې دا فکر او د ډموکراسۍ عمل غندي. ځکه د هر نظام ریښه او ار مالوم وي او همهغې ته  له هر څه په ښه سترګه ګوري، ځکه هره ډله ځانته فکر او موخه لري، او ټول نظام یې ورته ګروهمن وي. که څوک یې غیر له هغې فکر هم وکړي، نو داسې به وي لکه د مېوې ډکه ونه چې ریښه او پاڼې ونه لري، چې داسې کله هم نه شي کېدلای، او د روغ عقل خاوند یې نه شي منلی. اوس ددغو فکرونو او موخو ځینې یې را اخلو.
په ټولټاکنو کې د رایې حق:  د ډموکراسۍ په نظام کې هر څوک که نر وي که ښځه، پوه وي که ناپوه(جاهل)، پرهېزګاره وي که فاسق، عابد وي که شرابي او که ګناهګار د رایو ورکولو یو شان حق لري او رایه یې یوشان شمېرل کېږي، په دې حکومت کې درایو په ګټلو هر څوک چې وي د حکومت کولو حق لري، او یا کولی شي چې هر چاته رایه ورکړي، هر څوک کولی شي په دې حکومت کې برخه واخلي، توپير نه لري که عالم وي او که جاهل، فاسق وي او که دینداره، نر وي او که ښځه، ددې حق لري چې یو شان رایه ورکړي او حکومت کې کار وکړي، تر ټولو مهمه ورته د رایو ګټل دي. که نن ورځ مسلمانان د یوشان والي په خلاف خبره وکړي، ایا ډموکراسي به یې ومني؟ نه بلکل نه!
ځکه دا عمل یې د ډموکراسۍ د ارونو خلاف عمل دی.  چې په د ډموکراسۍ په نظام کې هر څوک ددې حق لري چې هر څه یې زړه غواړي ووایي، او د چا له ویلو چې هر څه مانا اخلي نو هغه ترې اخستلی شي،

او څوک یې مخه هم نه شي نیولای او نه ورته ویلي شي چې ولې ته دا وایې او ولې ته د باطل پلوي کوې. لا بدتره دا چې هر څوک ددې حق لري چې هر څه وکړي نو څوک یې د باطلو کړنو مخه نه شي نیولي او نه يې منعه کولی شي، او چې د کومې ډلې پورې اړوند وي، او د ډلو له لورې ټاکل کېږي او بیا رایې ګټي او یواځنۍ موخه یې د رایو اخستل، او حکومت ته رسېدل دي، چې وټاکل شي نو بیا یې چې څه په فکر کې راشي نو په خلکو یې عملي کوي، لکه د انګلستان پارلمان همجنس بازي( نر له نر او ښځه له ښځې سره) د فرد پورې اړوند وبلله، او پارلمان د ډېرو رایو په زور قانوني جواز ورکړ.
یا په افغانستان کې ددوی په وینا دموکرات مسلمانان په پارلمان کې  اکثریت  دي، خو یو سړي په ښکاره توګه مرتد کېږي، له زندانه په رڼه ورځ خوشې کېږي او له هېواده بهر ته وړل کېږي. څوک هم غږ نه پورته کوي، او نه یې په دې مرتد باندې دارتداد جرم او سزا عملي کېږي، ځکه دا د ډموکراسۍ خلاف عمل دی. نو دلته د خلکو د رایو ډېروالی مهم نه دي، د ډموکراسۍ ارونه مهم ګڼل کېږي ځکه د رایو ډېرښت ګټه نه لري.  د افغانستان د اساسي قانون په ۳۴ مه ماده کې راغلي دي: (د بیان ازادي له تعرضه خوندي ده، او هر افغان حق لري چې خپل فکر په لیکلي، ویلي، د انځورونو او یا په نورو وسایلو څرګند کړي.) یعنې که هر څه وایي، نو حق لري که ښه وي او که بد وي، ووایي او څوک ددې حق نه لري چې په خبرو کې یې خنډ شي. یا په اسلام ملنډې ووهي هم، څوک حق نه لري چې ورته ووایي، دا ته څه وایي. او ټول یې وینو چې په جرایدو. مجلو او رسنیو کې اسلام او مسلمانانو ته د بیان دازادي په نامه اهانت کېږي، او سپک ورته کتل کېږي. نو د هغو کسانو رایه او فکر چې په اسلامي ټولنه کې د ډموکراسۍ رامنځ ته کول غواړي یوه ښکاره بې لارې او بې ځايه غوښتنه ده. په اسلامي ټولنه کې که د ډموکراسۍ ارونه له منځه ونه وېوړل شي، نو له اسلامه ښکاره مخالفت دی، او که عملي نه شي نو ډموکراتان یې چېرته مني. په اسلامي ټولنه کې د ډموکراسي عملي کول یو وهم او خیال دی. څوک چې په اسلامي ملکونو کې د ډموکراسۍ غوښتونکي وي، یا یې خپله فریب خوړلي او یا نورو ته دوکه ورکوي. کیدایشي ځینې خلک ووایي: مونږ مسلمانان یو او د ډموکراسۍ له ارونو سره څه کار نه لرو، مګر غواړو چې د ډموکراسۍ ځینې خبرې په ټولنه کې عملي کړو.)
دا رښتیا خبره نه ده، لویه ګناه ده، ځکه که د ډموکراسۍ اساسات او ارونه ونه منل شي نو بیا یې دموکراتان چېرته درسره مني. که د ډموکراسۍ په ځینو برخو عمل وشي، او ځینې یې پرېږدو نو ولې اسلامي نظام څخه تښتو؟ هغه دین او نظام چې ژوند ته ښکلا بښي او هرې برخې ته یې شامل دی.
دوهمه خبره: څوک چې د اسلام نظام نیمګړی ګڼي، او دغه نیمګړتیا یې په ډموکراسۍ ډکوي نو هغه ښکاره فاسق دی، ځکه اسلام پوره او بشپړ دین دی، له هره عیبه پاک او مبرا دی او تاریخ په ډاګه کړېده چې اسلامي حکومتونه اودولتونه تل پوره او بشپړ نظام او الهي قوانین لري، او د ډموکراسۍ پوچ او بې مانا نظام ته اړتیا نه لري. ځکه اسلامي نظام د الله نظام دی او الله د خپلو بندګانو په غوښتنو او اړتیاوو ښه پوهېږي.

پاتی لري…

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د