غزل/ نظام کندهاری

نظام کندهاری

اوبوم په نم د سترګو باغ د زړه
لاله رنګه مې شوه مينه داغ د زړه

د درونو مشک د زړه نافه کې ساتم
همېشه مې معطَّر دماغ د زړه

بلوي چې يې مدام په خپلو اوښکو
وي روښانه لکه لمر څراغ د زړه

د ژوند سپين قميس د ميني په درد رنګ کړي
خدايه تل لرې آباد صَبَّاغ د زړه

هغه دم مې بازي بايلول د صبر
چې راباندې شو پر ما چناغ د زړه

زړه په زړه کې انعکاس کوي د ميني
سترګي کړي فقط تر زړه بلاغ د زړه

چې نه سوز، نه درد د ميني وي نظامه
خدای دي درنکړي همدا فراغ د زړه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د