شعـــــرونه

غزل/مسلم يار

مسلم يار

لکه ديوال داسې بې ساه ولاړ يم
د خپله لاسه په ژړا ولاړ يم

زه د غمو سره بلد يمه اوس
شکر دې خدايه په خندا ولاړ يم

دلته ګودر شته خو څوک نه رادرومي
زه د شهيد چنار تر خوا ولاړ يم

څوک به د سولې زېرى راکړي راته ؟
د ښکلي ژوند په تمنا ولاړ يـم

چې د وطن په ننګ ناموس تيرى کړي
د هغو خلکو نه جدا ولاړ يم

تا د وفا په ځاى جفا کړه ياره
زه خو لا اوس هم په وفا ولاړ يم

د خپلو پښو نه نا خبر يم اشنا
په توکل د پاک الله ولاړ يم

د ځوانۍ عمر يې غمووخوړو
“مسلم يار” ځکه په عصا ولاړ يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x