شعـــــرونه

اوه دېر شمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.
د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( مولوي بدرالدين ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ
زموږ د اميـــــــــــــــدونو د تسل ستــــــــــــــوري ځلېږي
اسمان کې يو دوه نه دي سل په سل ستوري ځلېږي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يوڅو د شيطانانو په ويشتو لوګي ګزار شي
زما د خيال اسمان کې داسې سل ستوري ځلېږي
جواس سودايي
سپېڅلې قافلې به مو رسېږي ترمنزله
چې پاک الله مو دارنګه وي مل ستوري ځلېږي
حامدملنګ
په پاکه عقيده او ښه جذبه باندې جنګېږو
دا ځکه مو ولسه ځل اوبل ستوري ځلېږي
عبدالباقي مهاجر
زمونږ دا جهادي اسمان خو ټول پرې ښايسته دی
يارانو ګوره نن خو ځل اوبل ستوري ځلېږي
کامران خپلواک
غربي شيطانه پام کوه چې هېڅ نشې بېغمه
اسمان د قربانۍ کې مکمل ستوري ځلېږي
مسروري
د هر شاعر د شعر هر يو توری لکه ستوری
زموږ د شاعرانو په محفل ستوري ځلېږي
عرفاني
څه تکه توره شپه ده ترږمۍ ده ؤجانانه!
ته هم راشه جانانه د محفل ستوري ځلېږي
قاري توريالی تائب
اسمان او توره شپه وراته حيران ګوته په غاښ دي
په ځمکه په رڼا ورځ مکمل ستوري ځلېږي
مدثر همراز
يو وخت به وي اتله خو زما ژوند به په شک وي
چې تل به د يو والي په کابل ستوري ځلېږي
صديقي احمدزی
رڼا او کاميابي دې خوار ولس ته ده راوړې
د ستا د تورې زور چې تل آتل ستوري ځلېږي
احمد مختار
حصاره ده مغروره نړۍ وار پار يې خطاء دی
که خدای کول رسېږي ترمنزل ستوري ځلېږي
محزون ملنګ
څپاندو وينو زېري دبرياوو دي را وړي
ليلی د آزادۍ ته په کاکل ستوري ځلېږي
حمزه حسيني
طالبه نن دې ماته چې نړۍ کړه آفرين شه
له دېرې خوشحالۍ نه په کابل ستوري ځلېږي
تسل منيب
آباد پرې سنګرونه او مرچل له ورايه ښکاري
اميد شته بيابه ورسته په کابل ستوري ځلېږي
تندر امارتي
زمونږه رقيبانو ته سو مه خوشحاله کېږئ
په کلي کې زمونږه پل په پل ستوري ځلېږي
ذاهدي سهاک
په مينه کې د خدای ګوره د سر او ماله تېر دي
زمونږه فدايانو په اوربل ستوري ځلېږي
حبيب الله سيال
غليمه د شرين جانان بدل به درنه اخلم
پر زړه مې درته ځکه د اجل ستوري ځلېږي
جنتي ملنګ
افغان ولس مو بيا نن په جذبه راپاڅېدلی
غربي نړۍ ته بيا نن د اجل ستوري ځلېږي
مسلم يار
يوزه يوه سپوږمۍ بل د شهيد جانان يادونه
له سترګونه مې اوښکې وړي کجل ستوري ځلېږي
رحيم الله شېرمل
غليم به ترېنه ونکړي ارام زموږ وطن کې
اسمان د استشهاد کې د اجل ستوري ځلېږي
مخلص کوچی
په تکه توره شپه کې د تورغر په لوړه څوکه
کتار کتار روان دي تر مورچل ستوري ځلېږي
فاتح سرګردان
هلمند دی که زابل دی که کندز پرې ښايسته دی
زلمي د استشهاد مو له کابل ستوري ځلېږي
صفي الله ځدران
اخيستی يې اُفق دی سم له ورايه ځلاند ښکاري
په تکه توره شپه کې ځل او بل ستوري ځلېږي
محمد نعيم افغان زوی
د پاکې عقيدې له امامته فارغ شوي
ته وګوره اسمان ته يو تر بل ستوري ځلېږي
انعام نعيمي
سنګار درته په سرو وينو کوي زلمي په مينه
نن بيا دی ګران وطنه په اوربل ستوري ځلېږي
ارماني جانان
زموږ د اميدونو بېړۍ رسي تر منزله
پر ټول افغانستان هم پر زابل ستوري ځلېږي
حمزه احرار
طالبه ياره ستا په سپين جبين باندې زخمونه
ارمان دکهکشان کې ځل او بل ستوري ځلېږي
نازولی ملنګ
ستا مينې ته يې دومره دريحان ګلونه راوړل
له ورايه دې کابله! په اوربل ستوري ځلېږي
نصيب رحماني
دوښمن يې دی مات کړی زلمي ګوره سنګروکې
چنار چنار ځوانيو په اوربل ستوري ستوري ځلېږي
ملنګ ياز نيازی
که خدای کول ها تللي طالبان به بېرته راشي
په خوب کې مې ليدل چې په کابل ستوري ځلېږي
اجمل بارکزی
ستنېږي په اورو د مرګي غېږې ته زلمي مو
د حق د لارې مله دي يو تر بل ستوري ځلېږي
ابراهيم حنفي زرمتی
دا ښکلي فدايان دي د لمبو سيوري کې ښکاري
که اې! آزادۍ ستا په تور اوربل ستوري ځلېږي
محمد عمر هاشمي زرمتی
په مرګ به سره بېل شو د اجل ستوري ځلېږي
له تانه شم قربان زما د مل ستوري ځلېږي
نصيرخان ارمان
ترې اخلو انتقام به يو په سل شهيده ياره
لا ګوره سنګرو کې څه اتل ستوري ځلېږي
حافظ ابرار
ننګونه دي غزا ده بيا زلميان په جوش راغلي
راټول د نن ميدان کې مو اتل ستوري ځلېږي
محي الدين حقيار نيازی
ښکارېږي هسې توره توره شپه ده رڼا غېږ ده
ترې تاو شاوو خوا ګوره مکمل ستوري ځلېږي
عارف حسان
عابده ته خبر يې او کنه لا هم ويده يې
هلمند خو پرې ښايسته دی په کابل ستوري ځلېږي
عبدالمالک عابد
دا زه خوارکی اوس مو تر محفله پورې راغلم
فيس بوک کې خو نن بيا ټول د غزل ستوري ځلېږي
پښتون زلمي محمدي
په مينه کې د رب ټول فدايان له ځانه تېر شول
د هر شهيد په قبر کې ځل بل ستوري ځلېږي
نصرت الله خان
زموږ د ارمانونو د سنګر ستوري ځلېږي
سنګر کې لازلمي شته يو په سل ستوري ځلېږي
طالب خطر
منزل ته نېږدې شوی د غازي يو څه مزل شته
دا سپين بيرغ به ګورې په کابل ستوري ځلېږي
ابوحمزه احمدي
غليمه ستا شيطان شيطان ملګري به تبا کړي
زمونږ په سنګرو تو مورچل ستوري ځلېږي
رحمت الله منصور
په مينه د اسلام باندې ميدان ته راوتلی
غازيان ښکاري ګلونه په ځنګل ستوري ځلېږي
عابد حقيار
کفري نړۍ دې ټوله درپه درکړه طالب جانه
نن ځکه په کندز او په کابل ستوري ځلېږي
مظهري طالب
ځلېږي او پړکېږي ترې هر څوک متأثر دي
الحمدالله خدايه نن مې خپل ستوري ځلېږي
غريب کوچی
چې شعر کې غيرت ميم حا او دال توري راواخلم
قلم لکه سپوږمۍ شي د غزل ستوري ځلېږي
غيرت شرنوال
دا ګران هېواد په ښکلو شازلمو باندې ښايسته دی
ګړنګ پر ګړنګ هرخوا پر مورچل ستوري ځلېږي
ملا محمد زمان حنفي
تيارې وهي رښتونی سباوون په را ختو دی
ښکلا وې دې راشيندي هم پل په پل ستوري ځلېږي
اجمل صابر
ښکلا دې را څرګنده کړه پلو کړه له مخ لرې
راځه نوره پخلا شه په کابل ستوري ځلېږي
سعيدالله حيران
زموږ هر شهيد زلمی دی لکه ستوری ځلېدلی
اسمان د استشهاد کې مسلسل ستوري ځلېږي
جواد
زلميو له پاک دين نه خپل سرونه قربان کړي
زموږ د استشهاد بڼ کې وي تل ستوري ځلېږي
سيف الرحمن عزام
له خياله ړنګه بنګه د ګودر غاړې ته راغله
زموږ د کليوالې په چارګل ستوري ځلېږي
عرفاني
طالبه اشنا راشه چې جبين باندې دې ښکل کړم
شمله کې دې جانانه ول په ول ستوري ځلېږي
حماد افغان
رڼا د شجاعت يې پر تمامه نړۍ اوري
د جهاد هسک اسمان کې ځل اوبل ستوري ځلېږي
اباسين
ژوندی دې عرفاني وي چې موږ هر وخت سره ټول کړي
د شعر هغه بل خوا د غزل ستوري ځلېږي
نصرت الله ابن طارق
د حق ودار ته ټوله دمنصور په څېر روان يو
سنګر د امارت کې تل آتل ستوري ځلېږي
محب الله محب
منزل ته نږدې شوئ يې لږ نور صبر پکار دی
په څنډو کې دې ګوره ای آتل ستوري ځلېږي
زابلوال معصوم
ښايست د پسرلي دی او ښايست د نوبهار دی
ګلونه د ګلاب دي او سنبل ستوري ځلېږي
الهام ميوندي
د ګل غوندې ځواني رانه خزان غېږه کې يووړې
نن ځکه هدېرو کې پل په پل ستوري ځلېږي
بنديوان
نن بيا د جمعې شپه ده ټول ياران سره راټول دي
ګلاب دی که غاټول دی هم سنبل ستوري ځلېږي
فاروق افغان
فکري مبارزه مو هم د فتحې په پړاو کې
اديبان ،شاعران مو په محفل ستوري ځلېږي
صياد افغان
په خپلو کې غږېږي د شهيد جانان کيسه کړي
په توره ترږمۍ چې په کابل ستوري ځلېږي
نقيب الله احمدي
څه دنګه يې ځواني ده څه ښايست الله ورکړی
سپين سپين راته ښکارېږي لکه ګل ستوري ځلېږي
ذاهد ابراهيم خېل
منصوره ستا د وينو انتقام به ضرور اخلو
په بڼ د استشهاد کې شکر تل ستوري ځلېږي
حافظ بلال اماتي
داڅه وينم په بره هديره کې څوک ولاړ دي
شهيد جانان مزاز ته د يو ګل ستوري ځلېږي
حافظ رشاد
دفتر او سنګر دواړه مو ګواه دي د بريو
په جنګ او فرهنګ داوړوکې اتل ستوري ځلېږي
ظريف افغان
ميدان خوبه زما وي چې د حق په صف ولاړ يم
لښکرې هيبتي يو مکمل ستوري ځلېږي
مسجون جاني خېل
ښايست کې يې ميدان دی له هر چاځينې وړی
طالب جانان مې داسې لکه ګل ستوري ځلېږي
شاهد لوګروال
ډېر يې دي تښتولي دلته کله څوک تم کېږي
تېرې تورې يې لاس کې له منګل ستوري ځلېږي
خان آغا
د فتحو وږمه بيا په اريانا باندې چلېږي
صليب باندې نن بيا دي د اجل ستوري ځلېږي
مبارزلاروی
بريدونه دي حملې دي ګړندي ښکاري زلمي دي
د صليب په فضا ګوره د اجل ستوري ځلېږي
خيال کوچی
د حق د سمندر نوې څپې په جګېدو شوې
فضا کې د هلال په څېر افضل ستوري ځلېږي
محب الله محب
له ډېره فراقته مې له زړه نه بېرون نشې
خدای مکړه ای جانانه د چې د بل ستوري ځلېږي
ابراهيم بريال خالد
مات به پرې شي جوړ که صليبي بهر راو اوت
تياردی ورته ناست په هر مورچل ستوري ځلېږي
شعيب احمد همت
د تورو شرنګهار دی او د غشو په واروکې
ددين ددښمنانو د اجل ستوري ځلېږي
علامحمد درخان خېل
زموږ وينې به رنګينې شي الله ته مو مو اميددی
ليلی دازادۍ به په اوربل ستوري ځلېږي
بدري
غرور به د ياغي کفري نړۍ وي نورمات شوئ
يووخت به داهم واورو پرکابل ستوري ځلېږي
محمد خان محب
شفق له خندا شين دی اُفق هم مسکی ښکارېږي
داځکه په جبين يې ځل اوبل ستوري ځلېږي
مصباح سجاوندي
له غيږد استشهاد نه څه حسين زلمي روان دي
د هر شيطان پرسر باندې اتل ستوري ځلېږي
حقمل نيازمند
يواځې داسې نده چې زموږ کلی ترې ډک دی
له کلي نه بهر هم پل په پل ستوري ځلېږي
شريف کابلی
بېګامې خوب لېدلی تعبير راکړيه ملګرو
هرخوارڼا رڼا وي په کابل ستوري ځلېږي
صحرايي زلمی
منمه چې ټپې د ملالۍ هم بدې نه وې
خو نن د عرفاني د هر غزل ستوري ځلېږي
ابوبکر غفران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x