فی البدیهه مشاعره

د ژوندادبي بهیر د مشر ګران زاهدالله ځیرک د کوژدې له برکته، لاندې ټول ملګر ي(مجيب الرحمن مخلص، خوشال دُرانى، دادمحمد ناوک، رحمت الله حکيمي، محب جان لايځ او نقيب احمد عزيزي) سره راټول شوو، د ځیرک دوی په خونه کې نږدې دشپې تر دریو بجو ناست وو، د اند صیب پر لاندې بیت مو دغه مشاعره وکړه.

پوله نه ده سم ښامار دی غزیدلی
په لستوڼي کې مې مار دی غزیدلی
حکيمي
ته خو دومره پسې ژاړې زما یاره!
ته به وايې چې ستا پلار دی غزېدلی
درانی

دغه تګ زما او ستا له وسه نه دی
په دې لاره باندې نار دی غزېدلی
ناوک
دغه دلته هغه هلته په يو وخت کې
غزېدلی ،په څه پار دی غزېدلی؟
ناوک
دا زړګی مې چې ارام نه لرې ياره!
د بڼو دې پکې تار دی غزېدلی
مخلص

جفاګانو وفا ټوله رانېولې
ځکه کلي پورې ښار دی غزېدلی
ناوک
ته به وايې مسافر جومات ته راغی
په زړګي کې مې قرار دی غزېدلی
محب

دا يو ځل نه دی چې تاته به يې وايم
په پالنګ کې مې څو وار دی غزېدلی
مخلص
دا زما نظر لنډ نه دی فکر وکړه
درانيه! تر کوزبيار دی غزېدلی
مخلص

د ځنګل د ونې ډډې ته ويده يم
او په غېږه کې مې یار دی غزېدلی
عزيزي
انتقاد پر منصور مه کوئ ملګرو!
نوم يې پاتې چې په دار دی غزېدلی
درانی
بيګا ټوله شپه وو، دوه په دوه ملګرو!
په رګ رګ کې مې خمار دی غزېدلی
ناوک

زه يې دنګو غمو کوږ کړمه خالقه
دی لا هغسې هوار دی غزېدلی
عزيزي

چې د ښکاري د ټوپک خوله کې ګولۍ وځنډېده
ايله مو نن په شنډي توت کې مرغۍ وځنډېده
اجمل اند
ما به کفن په مخ کش کړی وای که ناست وی راته
ستا په غیاب کې مې په خوله کې سلګۍ وځنډیده
حکيمي
درېيم کتار دی د يهودو چې پرې روغ تېرېږي
په څو چاودنو کې ها پورې غونډۍ وځنډېده
ناوک
راځئ چې سم ورته په غور په دقت وخیژو
دې ستر دریاب کې دغه لویه بیړۍ وځنډیده
حکيمي
رمه روانه ده او ان تر سپين غر ورسېده
خو نه پوهېږمه چې ولې کوچۍ وځنډېده
خوشال

باد دانسان غوندې په لوړه باندې نه ختلو
چې ته یې ولیدې په غره بړبوکۍ وځنډیده
حکيمي
چا ورته وې چې په چاپه کې به دی خامخا وي
آن تر تياره ماښام تنها پر بلۍ وځنډېده
ناوک
څانګې له ګله سره پرې شوې او لمر وچې کړلې
ستا د خوشبو څپه را نه غله سېلۍ وځنډېده
مخلص
زه در روان يم در نږدې يمه لږ صبر وکړه
خو په هډه کې دا ناځوانه سپرلۍ وځنډېده
خوشال
تر دې به کلکه دوستي کلکه يارانه چېرته وي
ستا تر راتګه پورې ټوله نړۍ وځنډېده
ناوک
د نوي قبر پر سر ووړ ماشوم بابا ته وايي
پر دغه خاورو کې نو ولې ابۍ وځنډېده؟
ناوک

لکه چې بيا له کوم ناورين سره قاصد راغلی
د کربلا پر سفر تللې ډلګۍ و ځنډېده
مخلص
دهدیرې تپه تیاره اوهغه چوپه چوپتیا
په محبت کې عزرایله شپېلۍ وځنډیده
حکيمي
کلونه مړه وو بس همدا شېبه مو ژوند وګاټه
چې مو د وچو شونډو کړيکه نرۍ وځنډېده
ناوک
پر هغه شپه به مې سهار له کوره مړه وباسي
که مې ګوروان بچی او وچه مړۍ وځنډېده
عزيزي
ما دواړه لاسه درته ايښي وو تسليم وم درته
تا نه نيولم ستا له لاسه کړۍ وځنډېده
خوشال
زما به زياته خوشالي وي که چا زېری وکړو
چې د جانان کډه معطل شوه لارۍ وځنډېده
مخلص
د لاروي غوندې مې هرچېرې دمه کوله
چې راپسې وه د ښکلا ښاپېرۍ  وځنډېده
حکيمي

پر دې سړي باندې د ښار هوا اثر ونه کړ
د دې سړي پر سر تر ډېره خولۍ وځنډېده
عزيزي
زه تر ناوخته درته ناست وم ستا درک ونه شو
زه وږی لاړم ستا له لاسه ډوډۍ وځنډېده
خوشال
لښکرو ماته کړه قبوله وارخطا غوندې شول
د پښتنې ملالې خوله کې مسرۍ وځنډېده
مخلص
د مسیر لارې په تور تم کې راته څنګ ښکاره شي
قسمته څنګه، چې دا ولې سپوږمۍ وځنډېده؟
لايځ

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button