fbpx

ملي اتل که قانون شکن

حاجی ولی محمد

احمد ایشچې خبرداری ورکړ، که حکومت دده قضیه ونه څيړي نو نړیوالو محاکمو ته به مراجعه وکړي، د لویې څارنوالۍ له پر له پسې جلبونو سره سره د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم د هغه په وړاندې د لګيدلو تورونو د سپیناوي لپاره تر اوسه څارنوالۍ ته نه دی حاضر سوی ـــ (روهي ويبپاڼه، ۲۱ جنوري ۲۰۱۷ء)
احمد ايشچي د جنرال دوستم تربور او د يوې سيمي هستوګن تور لګولی دی چي د جنرال دوستم په امر وهل سوی او جنسي تيري پر سوي او هم ويډيو فلم ورڅخه ثبت سوی دی .

جنرال عبدالرشيد دوستم د شوروي يرغل را وروسته د نړيوالو مطبوعاتو نظر خپل لور ته ور جلب کړی او په يو شمير پيښو کښي يې مرکزي رول لوبولی دی

جنرال دوستم د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان پوري کلي خشک ده کوه په يوه غريبه ازبکه کورنۍ کښي زوکړی (۱۹۵۴ء) او لوی سوی دی . مشر ورور يې قره خان او کشر يې عبدالقادر دوستم نوميږي، عبدالرشيد د خپل کلي د يوه پښتون مالداراو کرونده ګر حاجی خواځک سره مزدور و، د څاروو خدمت به يې کاوه او يا به يې هم په پټيو کښي کار کاوه . وروسته د په شبرغان کښي د نفتو و ګاز د پلټني په رياست کښي کارګر سو . د ببرک کارمل او روسانو د راتلو وروسته د خاد په رياست کښي عسکر مقرر سو، تر دې وروسته خاد قومي کنډک ور جوړ کړ. پر ده د خپلي ميرمني د وژلو تور و، د هغې څخه يې يو زوی پاته سو، دويمه ميرمن يې د آکا لور ده او پر ډاکټر نجيب الله تر کودتاه وروسته يې پر شبرغان مربوط د د خلوتي د کلي د عزيز جان پوپلزي د کورنۍ د يوې باسواده پيغلي چي د مور لخوا محمد زۍ وه په زور واده وکړ. ورته کار يې يو شمير نورو قوماندانو هم د پښتني ميرمنو سره کړی دی . دوستم زړه ور او جنګيالی ځوان و، پخپله ميړانه يې ځان په نورو وپيژاند، د روسي روبلو ، اتکا شرابو او وسلو پريماني وه، دده شا پياوړې او تيغ تيره و، ځان يې د ببرک کارمل په سترګو کښي راووست . هغه د خپلو غليمانو د تسخيرولو لپاره تر هر ډول کړنو ور تير و.

کله چي ډاکټر نجيب الله واک لاس ته کړ، دوستم يې په اصطلاح پر سر کښيناوه ، د دوستم توره او د ډاکټر پيرزويني عبدالرشيدد ملي اتل په لقب ونو ماوه، ملي اتل د نظار د شورا او جمعيت سره اهتلاف وکړ، د ملګرو ملتو د سولي پينځه فقرييزه طرحه يې شنډه او کابل ونيوو. د پروفيسر برها ن الدين رباني د واک په څلور کلن خونړي پير کښي دې ملي اتل څو څو ځله اوښتي او را اوښتی ا ويو دبل پر ضد جنګيدلی دی .هغه په شمالي ولايتونو کښی هر هغه قوماندان چي د خپلي لاري خنډ يې باله ، له منځه وړی دی . د ډاکټر نجيب الله تر سقوط وروسته د يو شمير پښتنو په ګډون ډير جهادي قوماندانا نو ځانونه ور وسپارل . په دوی کښي يو هم د آزاد بيګ د اتحاديه اسلامي ولايات شمال امر عاشور پهلوان چي په خټه ترکمن او د خشک ده کوه ولسوالي د اسلام کلي هستوګن و، دوستم هغه ښه وکاراوه خو د د طالبانو په لاس د مزار تر سقوط درې کاله وړاندي يوه ورځ کله چي عاشور د شبرغان ښار پر درزآب چوک ولاړ و، د يوه ترکمن توپکي سفر ديوانه په لاس وواژه، ديوانه ته يې د ساتلو ډاډ ورکړی و، خو د عاشور تر وژلو وروسته يې دی په وهلو وهلو بيسده کړ او دوې ورځي وروسته يې بې محکمې د شبرغان په چمن کښي په دار کړ.

قوماندان لعل د مزار تر سقوط يو کال وړاندي د حيرتان د فرقې قوماندان و . هغه د شبرغان ښار د قرعه غجري ازبک و، قومي تعصب يې نه درلود او په پښتنو کښي يې محبوبيت لاره ، سيميز پښتون جهادي قوماندان اختر بابړ يې په څنګ کښي ولاړ و.يوه شپه دوستم ميلمه کړ، د شپې سخت ناروغ سو ، په روغتون کښي يې بستر کړ، سهار ته مړ سو ، ويل کيږي چي لعل ته يې په خوړو کښي زهر ورکړي و. د لعل د آکا زوی عبدالغفور بای دوستم ته د بدل اخستلو اخطار ورکړ، څلور ورځي وروسته يې دوستم پر کور يرغل وکړ، ۵۰ ملګري يې ور بې سلا کړل او دی يې ونيوو ، د کابل د څرخي پله زندان ته يې بوت ، د اوو کلونو بند وروسته چي کله را خوشي کيدی ، په هماغه ورځ د زهرو په ستن ووژل سو (تقريبآ ۲۰۱۲ء) ، په ۲۰۱۵ء کښي جنرال دوستم د لعل تنکي ځوان زوی ته لور ورکړه.

رييس عنبر ازبک د شبرغان ښار ته نژدې د اخچپر کلي هستوګن دی ، کرزي چي واک لاس ته کړ، دی بيرته له ترکمنستانه شبرغان ته را کډه سو ، ډير دوکانونه او مځکي لري ، جنرال دوستم ونيوو، تر وهلو او جنسي تيريو ‎ وروسته بيرته ترکمنستان ته کډه سو، هيچا يې هم پر سورنا غوږ نه ونيوو.

په کومه ټولنه کښي چي د زرګونو زندانيانو وژونکی اونړيوالي محکې ته په بشري جنايت تورن او مطلوب تن د صدارت مرستيالی ته رسيږي ، د عدل غوښتنه به څوک د چا څخه وکړي . چي د قانون واکداري ور پکښی نه وي ، دهغه ټولني وګړي يو و بل ته د ليوانو حيثيت لري . د هري ټولني امنيت د قانونداری سره تړاو لري ، الله پاک دي داسي مخلص مخکښ په افغاني ټولنه کښي را پورته کړي چي قانون اول پر ځان او بيا پر ټولنه تطبيق کړي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

دا خو دا معنی لري چې د افغان ملت هسې د ډيران مرداري ده چې هر څوک مرداري پکښې کوي !
ملت باد دون همته نشي ، کوڅو ته را ووځې خارجي باداران او داخلي ګوډاګيان له هېواده وشړې او قاطلینو
ته کلکه سزا ورکړي !!!