fbpx

د ګډ حکومت چارواکي ولي د ټرمپ د تحلیف مراسمو ته نه وو بلل شوي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

پرون په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ د تحلیف مراسم تر سره شول.

یاد مراسم چې ټرامپ ورکي د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړه د امریکا د ولسمشرانو په تاریخ کې د ۲۰۰ ملیون ډالرو په لګولو سره تر ټولو د زیات لګښت لرونکي مراسم بلل شوي.

یادو مراسمو د مؤییدینو ترڅنګ یو لړ منتقدین هم لرل چې د سپینې ماڼي په خواکې یې په لاریون لاس پوري کړ او امنیتي ځواکونو تري ۱۹۵ کسان ونیول.

د کانګریس ۵۰ غړیو هم یاد مراسم د احتجاج په ډول تحریم کړل.

په یادو مراسمو کې خواوشا یو ملیون کسانو ګډون کړی و او په امریکايي چارواکو سربیره د نړۍ یو شمیر چارواکي هم وربلل شوي وو، خو د افغانستان حکومت چې د امریکا یو تحت الحمایه رژیم بلل کیږي غبرګو چارواکو ته یې د نوي امریکايي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

دا لومړی ځل نه دی چې د ګډ حکومت چارواکو ته د ټرمپ لخوا بي توجهي کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم کله چې په تیر نومبر کې نوموړی د امریکې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو د نړۍ د ډیرو هیوادونو له ولسمشرانو سره يې تلیفونې اړیکې ټینګې کړې د ګډ حکومت مشران یې همداسې بي توجه پري ښودل او تر یوې میاشت تیریدو ورسته يي ورسره رابطه وکړه.

د ټرامپ په اړه ښکاره خبره دا ده چې هغه تر سیاست په اقتصاد ډیر ترکیز لري او پرون یې په خپلې لومړنۍ وینا کې هم پر دې خبرې ټینګار وکړ.

امریکایانو چې تر اوسه په افغانستان باندې په بشري پوځي او مالي لحاظ کومه پانګونه کړې هغه ور ته په ډیر لوړ قیمت تمامه شوې.

ټرمپ ته د یوه شتمن امریکايي ولسمشر په توګه په خپل راتلونکي کې یواځې هغه قضایاوې ارجحیت لري چې امریکايي اقتصاد ورباندې پیاوړی کیږي.

د افغانستان موجوده نظام او د هغه فاسد چارواکي د متحده اماراتو د امنیتي مسؤل ضاحي خلفان د وینا له مخې هغه مات لوښی ته ورته دی چې هر څه وراچوي هغه لاندې تري توییږي او ډکیدل یې ناشونی دی.

همدا وجه ده چې نورسپینې ماڼۍ ته د افغانستان موجوده نظام او د هغه قضیه په لومړیتوبونو کې نه شمیرل کیږي او نه یې چارواکو ته هغه اهمیت ورکول کیږي کوم چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما لخوا ورکول کیدو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د کابل غلامی اداری د دوام او سقوط د باره دا مثال سیاست پوهانو کارولو چه [ دغه غلامه ، فاسده او ناوړه اداره هغه هوایی ودانی ته ورته دی چه د امریکا په اوږو هوا کی جوړه شوی او د امریکا په اوږو تکیه لری ، کله چه امریکا شانه خالی کوی دغه ودانی به راغورځیږی ] یعنی د نجیب اخری دری کاله حکومت ورباندی ډیره پیاوړی وه . مګر د اماراتو د دغه پوه جنرال مثال می هم خوښ شو چه [ [ د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره د ماتی لوښی مثال لری چه څه… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

څوک چې خپل ناموس او وطن خرڅ کړي او خر څوي یې نو داسې کسانو ته خپل بادار یې هیڅ اهمیت نه ورکوي او نه دانسان په سترګه ورته ګوري ! دغني او عبدالله هم دین خراب شه او هم یې دنيا !!!