پير سید احمد ګیلاني

د سولي عالي شورا رئیس پير سید احمد ګیلاني ومړ

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): د سولي عالي شورا اوسنۍ رئیس او د جهادي ګوند محاذ ملي رهبر پير سیداحمد ګیلاني د ورپيښي ناروغۍ له امله ومړ.

نوموړي ته نیژدې سرچینو نن ورځ رسنیو ته وویل چې ګیلاني نن له ماښام وروسته د ملي امنیت په روغتون کې ساه ورکړه.

د پژواک خبري اژانس له لوري په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې د سولي عالي شورا یوې سرچینې هم دغه خبر تایید کړی دی.

پير سید احمد ګیلاني ۸۴ کاله تر مخه په ۱۳۱۱ لمریز کال کې زیږېدلی وو، د کابل په ابوحنیفه مدرسه کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي او بیا د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځۍ څخه فارغه شوی.

نوموړي د روسیې د یرغل پر مهال د اسلامي ملي محاذ په نوم یو جهادي ګوند جوړ کړ.

نوموړی تېر کال د ولسمشر اشرف غني له لوري د سولي عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د