ټولنیزه برخه

بصارت او بصيرت….!

 يو سپين ږيری ړوند سړی پخوا له بغداده دباندې پر غزیدلې شاهي لاره ناست وو او له خلکو به يې خير غوښت.

    يوه ورځ يو سړی چې سرکاري کالي يې اغوستې او توره يې تر ملا تړلي وه، ورته راغی ، له آسه هم راکوز نشو او له هماغه ځایه يې په ډير حقارت يې ورته وويل: اې ړنده…..! دلته خو به زما له راتګه مخکې څوک په دې لاره نه وي تېر شوي…؟
    ړانده فقير ورغبرګه کړه: نه محترمه وروره! داسې څوک خو مې نه دي لیدلي چې تر تا وړاندې دې له دې لاري تللي وي….!

    څو شيبې تېري شوې، یو بل د پاخه عمر سړی چې پر آس سپور وو، ورته راغی، له آسه را کوز شو، ده ته نژدې ورغی او سلام يې ورته وکړ او په ډېر احترام يې ترې وپوښتل چې له ما وړاندې خو به په دې لاره څوک نه وي تېر شوي؟
    فقير ورته وويل چې يو سرکاري سړی تر تاسې وړاندې راغی، له ما يې ورته پوښتنه وکړه او لاړ…!

    څو شيبې وروسته يو بل د پاخه عمر سړی پر آس سپور راغی، سلام يې وکړ، په خورا درنښت يې همدا پوښتنه وکړه، فقير همدا ځواب ورکړ، سړی چې رخصتيده، له هميانۍ يې څو اشرفۍ را وايستلې او د فقير په ورغوي کې يې ور کيښودلې او رخصت شو….!

    څو شيبې نورې هم تېرې شوې، يو بل کس چې پوخ عمر يې وو، پر آس سپور راغی، له آسه کوز شو. د فقير خوا ته ورغی، سلام يې وکړ او له فقير سره د هغه پر خيرنه خچنه کمبله کيناست. له فقيره يې د هغه د ژوند په اړه اښتنې پوښتنې وکړې، له ده سره د خلکو د چلن په اړه يې معلومات ترې وکړل ،د ده اړتياوي يې معلومي کړې،او په پای کې يې همدا ترې وپوښتل چې تر ما وړاندې به دې څوک نه وي ليدلي چې له دې لارې تېر شوي وي…!

    ړانده فقير ځواب ورکړ: پاچا سلامت…! تر تاسې وړاندې لومړی وار يو غلام راغی، له ما يې ورته پوښتنه وکړه، بيا وزير راغی، هغه هم همدغه پوښتنه وکړه، وروسته لومړی وزير راغی، هغه هم همدا مالومات وکړل، اوس په پای کې دا دی تاسې راغلاست….!

    پاچا حيران شو او ورته کړل يې چې بابا ته خو ړوند يې، څوک وينې نه، نو څنګه درمالومه شوه چې لومړی غلام راغی، بيا وزير راغی، بيا لومړی وزير راغی او په پای کې زه پاچا راغلم….!
    فقير ځواب ورکړ: پاچا سلامت….! خبره د بصارت نه ده د بصيرت ده. ډير بينا وي، بصارت لري خو بصيرت نه لري او ډير ړانده وي چې بصارت نه لري خو بصيرت لري….!

    ما دا هر څه د خپل بصارت نه بلکې بصيرت په زور مالوم کړل. د هر چا ټولنيز چلن د هغه د فردي ظرفيّت هنداره ده.

    لومړی کس چې راغی، له ما سره يې چلن خورا سپک او بې ډبه وو، زه پوه شوم چې دا سړی حتماً غلام دی، که غلام نه وای، دا ډول سپک چلن به یې نه وای کړی….!
    بيا بل سړی راغی، هغه راته سلام وکړ او په متینه لهجه يې رانه یواځې دومره وپوښتل چې تر ما وړاندې به دې څوک نه وي ليدلي چې له دې لارې تېر شوي وي…، زه پوه شوم چې دا سړی وزير دی، ځکه خبرې يې ټولې تر خپلې موخې پورې محدودي وې، د هغه کار همدومره وو چې مالومات یې کړي وای.

    دريم سړی چې راغی،هغه د متينې لهجې تر څنګ په پای کې څو درهمه صدقه هم راکړه. زه پوه شوم چې هغه لومړی وزير دی، ځکه د هغه سر او کار د ولس له اعيانو، مشرانو، علماؤ، شاعرانو او دانشمندانو سره دی، لاس يې ازاد دي او له خزانې نه د بښنې واک لري….!
    بيا تاسې راغلاست، د تېرو راغلو دریو واړو پر خلاف لومړی مو سلام وکړ، بيا له ما سره زما پر فقيرانه ټاټ کيناستلئ، بيا مو رانه زما د ژوند چار، ګوزارې او له ماسره د خلکو د چلن پوښتنه وکړه، وروسته مو رانه د خپل مطلب پوښتنه او هغه هم په ډيرو متينو او مهربانه ټکو وکړه، زه پوه شوم چې تاسې پاچا ياست، ځکه لوی خدای د خپلو بندګانو چارې هغه چا ته ورکوي چې د علم او عقل له پلوه بسيا وي، ستاسې خبرو ستاسې علم رامالوم شو، له ناستې او چلن نه مې ستاسې د عقل اندازه ولګوله او پوه شوم چې تاسې پاچا ياست…!

    زه د خپل بصيرت په دغه اوږده يون کې اوس د بغداد هر اوسيدونکی پيژنم، د هغوي څېرې مې نه دي ليدلي خو پر لاره د هغوي د آسانو د ګامونو له ټپا د هغوي د شخصيت، ظرفيت او بصيرت اندازه لګولای شم….!

    پاچا چې ګوته پر غاښ ړانده ملنګ ته ناست وو، ملنګ يې له لاسه ونيو او ورته کړل یې چې يو له بصارته خلاص، بصيرت لرونکی وزير پر سلو داسې وزيرانو غوره دی چې بصارت لري خو بصيرت نلري……!

عنایت الله کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x