fbpx

ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو سره وغږېد، اجرائیه رئیس ترې مننه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکا د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو وروسته د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو سره د سټلایټ په ذریعه خبرې وکړې.

په افغانستان کې میشتو امریکايي پوځیانو نوموړي ته د ولسمشرۍ مبارکي وویله او نوموړي له ټولو امریکايي پوځیانو څخه مننه وکړه.

د امریکا د سي بي ایس نیوز تلویزون د راپور سره سم ډونلډ ټرمپ امریکايي پوځیانو ته وویل:

«حقیقت دا دی چې تاسو نه یوازې زما ملاتړ کړی، بلکې تاسو بې ساری جرئت ښودلی».

امریکايي ولسمشر خپلو پوځیانو ته په خبرو کې زیاته کړه: «ستاسو جرئت اوس هم د ستایني وړ دی، خو له دې وروسته به تر بل هر وخت زیات وستایل شي».

نوموړي وویل چې دی تر رسنیو او خبریالانو د پوځیانو سره ډېره مینه لري.

«زه پوځیان د رسنیو تر کارکوونکو ډېر خوښوم، همداسي نه ده؟ دوی ډېر ښه خلک دی، تاسو تر هر چا ښه خلک یاست».

په همدې اړه د رویټرز خبري اژانس له لوري په راپور کې ویل شوي چې نوموړي خپل ځواکونو ته وویل: «زه تر پایه ستاسو تر څرنګ ولاړ یم… مونږ به دا کار په ګډه سره کوو.. تاسو چې څه کوئ هغه د ستایني وړ دي».

په عین حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د همدې مکالمې په اړه ویلي چې امید لري امریکا به په افغانستان کې د ګډحکومت څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي.

نوموړي ویلي: «زه د خپل ځان او د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب د امریکا ولسمشر ته مبارکي وایم».

اجرائیه رئیس په افغانستان کې د مېشتو امریکايي عسکرو سره د ټرمپ خبري یو مثبته اشاره بللې ده.

«ما هغه صحنه ولیدله چې د امریکا ولسمشر خپل عسکرو سره خبري کولې… هغه پوځیانو سره د ملاتړ ژمنه وکړه، همدا یو ښه او مثبت قدم دی، زه باوري یم چې د دواړو هیوادونو تر منځ به همکاري په ټولو اړخونو کې ادامه ولري».

باید وویل شي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه داسې باورونه شته چې تر سیاست په اقتصاد ډېر ترکیز لري او د لوړي په مراسمو کې یې هم د وینا ډېره برخه اقتصادي برخې ته ځانګړې کړې وه.

نوموړي د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال هم د افغانستان په اړه ځانګړې دلچسپي نه ده ښودلې چې له امله یې د ګډحکومت چارواکي تر اوسه د نوموړي د سیاسي لیدلوري په اړه په شش او پنج کې مبتلا دي.

هېره دې نه وي چې ګدحکومت خپل ټول امیدونه د ډونلډ ټرامپ په انتخاباتي سیالې او دیموکرات ګوند کاندیدي «هیلاري کلنټن» تړلي وو او ویل کیږي چې ولسمشر اشرف غني د هغې د کمپاین لپاره په زرګونو ډالر مصرف کړي وو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

هغوی چې د یوو رسیست نزاد پرسته فاشست او اسلام ددوښمنه سړي وینا ته هر کلی وایې ، شخصي او انساني
کرامت نلري هغه دین ، ایمان ،غیرت او ناموس ټول خرڅ کړي دي !!