په افغانستان کې هرکال ۲۵ زره کسان د سترګو لید له لاسه ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د روانو جګړو او روغتیايي خدماتو د کمښت له امله هر کال په زرګونو کسان د سترګو لید له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د سترګو له نعمته بې برخي کسانو لپاره جوړ شوي د ملي مرکز مشر شاهین حسام د اناتولیه خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې هر کال ۲۵ زره کسان د سترګو له نعمته بې برخه کیږي.

نوموړي ویلي چې د حکومت له لوري په سترګو د معذورو سره د مرستي او درسي کتابونو د نشتوالي سربېره اوس مهال شاوخوا ۳ زره معذور ماشومان د کابل، بلخ، هرات، او غزني په حکومتي مکتبونو کې درسونه وايي.

هغه وايي چې حکومت دوی ته د درسي کتابونو په ورکړه کې هیڅ مرسته نه کوي.

بل لوري ته په سترګو د معذرو خلکو سره د مرستي یوې ادارې مشري بنفشه یعقوبي ویلي چې په هیواد کې د سترګو له نعمته بې برخي کسان کال په کال زیاتیږي.

هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې د نابینا وګړو نیمايي برخه ښځې تشکیلوي، چې په وینا یې په کورنیو او ټولنه کې ورسره ښه چلند نه کیږي.

نوموړي په حکومت نیوکه کړې چې تراوسه پورې یې له دغو اړمنو کسانو سره هیڅ د پاموړ خدمت نه دی کړی.

یعقوبي ټینګار کوي چې په هیواد کې د هر ډول ستونزو باوجود یو شمېر نابینا ځوانان خپلې زده کړې بشپړوي او له مکتبه فارغیږي، خو زیاتوي چې په حکومتي دوایرو کې ورته د کار موندنه ناممکنه بریښي.

یعقوبي وايي چې دغه کسان د سترګو د معذورتیا له کبله د ډیرو روحي تکلیفونو څخه کړیږي.

نوموړي په حکومت او مرستندویه ادارو غږ وکړ چې باید د سترګو د روغتیا په برخه کې د هیواد په کچه د عام پوهاوي لپاره کمپاینونه وکړي تر څو تر یوه حده د دغې ستونزې مخه ونیول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د