نظــر

دولتي کارمند بايد څنګه وي؟ (۲ برخه)

لیکنه: عبدالواحد رسولي

دوهم: خاصیت

دبیت المال د شخصې استعمال څخه ډډه

له بیت المال څخه خصوصي استفاده یو داسې جرم ده چی هیڅ د بخشش موقع نه لري، حتی هغه الله ﷻ هم د دې جرم نه بخښلو اراده کړي چی لایتناهی ځله تر مور او پلار مهربان او لطیف ده. ځکه بیت المال له حقوق العباد څخه دی او د حقوق العبادو د بخښلو او نه بخښلو صلاحیت او واک هم الله ﷻ خپلو بندګانو ته عطاء کړي. لکه څنګه چی دا په شریعت مطهره کي یوه اتفاقې مسله ده چی الله ﷻ مسلمان بنده ته تر خپلو ټولو حقوقو ورتېرېږي خو د بنده تر حق نه تېرېږي.

نو دولتي کارمندان باید دا نقطه د تل لپاره په یاد ولري چی له دولتي امکانانو څخه خصوصي استفاده یو نه بخښوونکي جرم دی چی باید له ارتکاب څخه یي تل په ډار او ترس کی وي.

دپنځم خلیفه حضرت عمر بن عبدالعزیز – رحمه الله – میرمنه فاطمه چي د مشهور خلیفه عبدالمالک بن مروان لور وه، یوه ورځ يي خپلې میرمنې ته وویل چی زه خبر شوی یم چی ته امېل لري، کېدای شي چي دا امېل د بیت المال وي. دا امیل بیت المال ته وسپاره او یا هم له ما څخه بیله شه. فاطمی وویل: والله امیل به تر تا غوره نه کړم او امېل یی بیت المال ته وسپاره.

په تاسف سره باید يادونه وکړم چي نن هم زموږ دولتی کارمندان له بیت المال سره ډېر مستغني دي هفه په داسې انداز سره مستعملوي ګواکې لکه د ده خصوصي شتمني چي وي په دې کار سره هیڅ نوع ډار او خجالت نه هم محسوسوي.

عمربن شعیب د خپل پلار له قوله وايي چي رسول الله ﷺ د شپې په تارېکه کې خپل د ځایه سره یوه دانه خورما پيدا کړه او وی خوړله، تر خوړلو وروسته يې ټوله شپه خوب ونه کړ، د مسلمانانو یوې مور پوښتنه ځینې وکړه چي یارسول الله ! دا څه علت دی چي ټوله شپه ویښ پاته شوې اوخوب دی ونه کړ؟

رسول الله ﷺ وویل : چي خپل ځای سره مې یوه دانه خورما پيدا کړه او دا مې وخوړه او مخکې هم څه د بیت المال د صدقې خورماوې دلته موجودې وې او زه ويرېدمه چي دا خورما د بیت المال د خورماوو څخه وي، نو ځکه مې تر سهاره خوب ونه کړ ( البدایة ۶ ج ۵۹).

نو افسوس د هغو خلګو پرحال چی د بیت المال د لاسته راوړلو دپاره زیار کاږې اوبیا يي د پلار د میراثي مال په ډول خوري..

تاسو رسول الله ﷺ ته فکر وکړئ چی الله ﷻ ورته مقدم او مؤخر ګناهونه معاف کړي وه خوبيا هم په سهوه د یوې خرما په خوړلو څومره د پيښمانۍ او ترس اظهار کوي. نو د هغو کسانو به د جزا په ورځ څه حال وي چې د بیت المال ټوله شتمنې په خپله خصوصې نفعه استعمالوي او یا یې هم په زرګونو جریبه ځمکه غصب کړې وي.

ابوهریرة رضي الله عنه فرمايي: د پيغمبر ﷺ سره خېبر ته لاړو تردې چې خېبر مو فتح کړ، ډوډۍ او جامې مو په غنیمت کې ونیول، وروسته بیا یوې درې ته چې “القری” نومېده ورکښته شوو، د پیغمبر ﷺ سره یې غلام و چې د بني جزام د خلکو یوه سړي ورکړی و(رفاعة بن یزید وايي چې د بني الخبیب د خلکو و)، کله چې درې ته ورښکته شوو، نوموړی غلام په یوه غشي باندې ولګېده، پېغمبر ﷺ ته مو وویل: چې کلیمه ورته ووايي، پیغمبر ﷺ وویل: «كَلاَّ وَالَّذِى نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ إِنَّ الشَّمْلَةَ لَتَلْتَهِبُ عَلَيْهِ نَارًا أَخَذَهَا مِنَ الْغَنَائِمِ يَوْمَ خَيْبَرَ لَمْ تُصِبْهَا الْمَقَاسِمُ» (رواه مسلم).

یعنې هېڅکله نه! زما دې په هغه ذات قسم وي چې د محمد روح یې په لاس کې دی، چې هغه لنګ به د اور لمبې پرې بلې کړي، کوم یې چې د خیبر له غنیموتونو څخه له ویشل کېدو مخکې اخیستی و.

همدارنګه په یو بل روایت کی حضرت ابو هریرة وايي: خلک ودرېدل یو سړي پېغمبر ﷺ ته راغی یوه یا دوه تسمې یې راوړي چې دا د خېبر د غنیمت دي، پیغمبر ﷺ ورته وویل: «شراک او شراکان من النار» (متفق علیه) یعنې تسمه او یا تسمې د اور دي.

نن دی زموږ دولتی کارمندان درسول الله ﷺ د پورتني کلام په تله ځان تول کړي او دا دې معلومه کړي چې دوی له بیت المال سره په کوم انداز صدق او وفا کړې.

په یاد ولرئ! که نن مو خیانت او غلا له عامه وګړو څخه پټه او د پردې تر شا ده، خو یاد ساتئ د جزا په ورځ به مو هر غلا شوی څیز ستاسو پر اوږو بار وی او رسول الله ﷺ ته به زارۍ کوئ چې زموږ شفاعت وکړه هغه به منفی جواب درکوي. چې په لاندې حديث کې يې بيان شوی دی:

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قام فينا رسولُ الله صلى الله عليه وسلم ذات يومٍ فذكر الغلول فعظَّمهُ, وعَظّمَ أمره، ثُمَّ قال : «لَا أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ يَجِيءُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رَقَبَتِهِ بَعِيرٌ لَهُ رُغَاءٌ، يَقُولُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَغِثْنِي، فَأَقُولُ لَا أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ أَبْلَغْتُكَ .. لَا أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ يَجِيءُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رَقَبَتِهِ فَرَسٌ لَهُ حَمْحَمَةٌ، فَيَقُولُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَغِثْنِي، فَأَقُولُ لَا أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ أَبْلَغْتُكَ .. لَا أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ يَجِيءُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رَقَبَتِهِ شَاةٌ لَهَا ثُغَاءٌ، يَقُولُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَغِثْنِي، فَأَقُولُ لَا أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ أَبْلَغْتُكَ .. لَا أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ يَجِيءُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رَقَبَتِهِ نَفْسٌ لَهَا صِيَاحٌ، فَيَقُولُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَغِثْنِي، فَأَقُولُ لَا أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ أَبْلَغْتُكَ .. لَا أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ يَجِيءُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رَقَبَتِهِ رِقَاعٌ تَخْفِقُ، فَيَقُولُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَغِثْنِي، فَأَقُولُ لَا أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ أَبْلَغْتُكَ .. لَا أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ يَجِيءُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رَقَبَتِهِ صَامِتٌ – يعني ذهباً أو فضة- ، فَيَقُولُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَغِثْنِي، فَأَقُولُ لَا أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ أَبْلَغْتُكَ». رواه مسلم

يعنې د ابو هریرة – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې یوه ورځ پیغمبر ﷺ په مونږ کې ودرېدلو د غلا او د هغې د ګناه یادونه یې وکړه ويې ویل:

د قیامت په ورځ راته په داسې حال رانه شئ چې اوښ مو په څټ وي او غړمبیږي او راته ووايي چې ای د الله تعالی ﷻ پیغمبره! زمونږ مرسته وکړه، زه به درته ووایم ایا ما تاسې ته نه و ویلي چې د الله تعالی ﷻ له لوري ستا لپاره هيڅ ډول واک نه لرم.

د قیامت په ورځ یو هم راته په داسې ډول رانه شئ چې اس مو په څټ وی او شڼیږي او راته ووايي چې د ای د الله تعالی ﷻ پیغمبره! زمونږه مرسته وکړه زه به درته ووایم: ایا تاسې ته مې نه و ویلي چې د الله تعالی ﷻ له لوري ستا لپاره هیڅ ډول واک نه لرم.

د قیامت په ورځ یو هم راته داسې رانه شئ چې پسه مو په څټ وي او بع – بع کوي، او راته ووايي چې ای د الله تعالی ﷻ پیغمبر ﷺ! زمونږ مرسته وکړه زه به درته ووایم ایا ما تاسې ته نه وویلي چې د الله تعالی ﷻ له لوري ستا لپاره هیڅ ډول واک نه لرم.

د قیامت په ورځ یو هم راته داسې رانه شئ چې کس مو په څټ وي او اوازونه کوي، او راته ووايي چې ای د الله تعالی ﷻ پیغمبره! زمونږ مرسته وکړه زه به درته ووایم ایا ما تاسې ته نه و ویلي؟ چې د الله تعالی ﷻ له لوري ستا لپاره هیڅ ډول واک نه لرم.

د قیامت په ورځ یو هم راته داسې رانه شئ چې کپړه مو په څټ او رپیږي ، او راته ووايي چې ای د الله تعالی ﷻ پیغمبر ﷺ! زمونږ مرسته وکړه زه به درته ووایم ایا ما تاسې ته نه و ویلي؟ چې د الله تعالی ﷻ له لوري ستا لپاره هیڅ ډول واک نه لرم.

د قیامت په ورځ یو هم راته داسې رانه شي چې ګاڼه مو په څټ وي، او راته ووايي چې ای د الله تعالی ﷻ پیغمبر ﷺ! زمونږ مرسته وکړه زه به درته ووایم ایا ما تاسې ته نه وویلي چې د الله تعالی ﷻ له لوري ستا لپاره هیڅ ډول واک نه لرم. رواه المسلم

که نن اوښ او نور حیوانات په دولت او بیت المال کی نشته دهغه بدیل خو سته هرشی چی موغلا کړی وی همدا اواز به کوی لکه څنګه چی په احادیث مطهره کی بیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x