ادبي لیکني

ویناوې یا خبرې اترې(مذاکره)

ليکوال: امیر حسین اکبوپور

ژباړه: حامد حقمل

ویناوې او منطقي خبرې سړی تر خپل تاثیرلاندې راولي. بلکې که هغه خبرې مو خوښې هم نه وي.  (فرانګلین روزلیت)

د وینا فن یا د مذاکرې توان یو اکتسابي امردی.

چې په ذاتي ډول په هر انسان کې په یو مشخص میزان کې شتون لري او کولای شي هغه تقویت کړي، په خبرو او یا وینا کې باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسو.

او یا هم که غواړی په ښه توګه وینا وکړی لاندې ټکي په یاد لرئ.

1ـ مخکې له دې چې وینا او مذاکره وکړئ باید د وینا تګلاره مو په پوره ډول سره معلومه کړئ!

2ـ له داسې خبرو باید ډډه وکړئ چې په هغه کې ژبني اونژادي مسایلو باندي را وګرځي اویا د تعصوب سبب شي.

3ـ تل په موسکا او خوږه ژبه خبرې وکړئ.

4ـ خپل غږ ته مو په یو مناسب وخت کې تغیر ورکړئ.

5ـ خپلې خبرې مو په داسې انداز وکړئ چې خلکو ته ستړې کېدونکې پرې نوځي.

6ـ خپلې خبرې مو په څو برخو باندې ووېشئ، په داسې ډول چې پیل او پای یې معلوم وي.

7ـ خپل مطلب مو په څو جملو کې را ونغاړۍ. زما په نظر…..

8ـ د خپل مشتري اراده او تګلاره مو کوچنۍ او د جبران وړ یې وګنئ.

9ـ هغه ناڅاپه مخکې کېدونکي مسائل مو اړوند مسله وګڼئ.

10ـ که چېرې مو کوم مطلب له خپل ذهن څخه هیر او یا هم له یاده ووځي، نو اورېدونکئ مو نه پوهېږي! چې هغه مطلب به څه و، نو بیړه پکې مه کوئ.

11ـ یو ایرانی ضرب المثل دی: هره خبره ځای او هره نکته مکان لري.

12ـ داسې خبرې وکړئ چې تل مو ځواب «بلې» وي.

13ـ هره پرمختیا مو له مقابل اړخ څخه تحسین کړئ.

14ـ وینا مو په پوښتنه باندې پر مخ یوسئ، تو څو مو خپل مشتري درسره په مرسته کې وي.

15ـ په ډيره ساده ژبه باندې خبرې وکړئ! تر څو مو مقابل کسان خبرې درک کړي.

16ـ خپل مخاطبان مو په خبرو راولئ، تر څو د هغه څه چې په تمه یې یې وایې ورې.

17ـ داسې و ازمویئ چې خپل مخاطبان مود بریالیتوب احساس وکړي.

که چیرې تاسو د مذاکرې هنر ولولئ، نه یوازې تاسو سره به په بازار موندنه کې مرسته او همکاري وکړي، بلکې تاسو په شخصي ژوند به نور هم مثبت تاثیر پرېباسي.

هغه وخت مو په زړه باندې دا خبرې کیني، کله چې د هغه په ویلو باندې پوره باور ولرئ،او هغه په شور او شوق باندې بیان او یا هم وړاندې کړئ. (زیک زیګلار)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x