شعـــــرونه

غزل/ محمد نعیم افغانزوی

محمد نعیم افغانزوی
انګار چې مړ شي ترې سکاره پاته شي
سوز یې شي ورک تور او ساړه پاته شي

په لوڅو سترګو به هر څه وینې خو
د زړه په سترګو به ړانده پاته شي

له حقاني صوته کاڼه غوندې دې
باطل ډاله ته یې هر څه پاته شي

شیطان خوشحاله کړي په سپک لباس کې
خو سپین لباس ته یې مازغه پاته شي

تش په نامه باندې مې ورور دی دغه
ماته یې بد پردو ته یې ښه پاته شي

غوره منتق ته هیڅ رجوع نه لري
هره وینا مې تل په خوله پاته شي

ورته مې لاره د بابا خوښه ده
خو دی په لار د بېلتانه پاته شي

زما د مور بچی پېرزو مې نشي
چې دې د نورو په بد پله پاته شي

خدایه دغه ورور مې را خپل کړه بېرته
ابدي ژوند ته یې چې خواږه پاته شي

ربه افغان ټول مسلمان کرار کړه
چې پاته ژوند یې په کاله پاته شي

زما افغانزوی آرزو به هله ګل شي
یو مسلمان چې د بل زړه پاته شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x