ټولنیزه برخه

داستغفار برکت

لیکوال :ابن الحسن عباسي
ژباړه:عبدالمالک مدني
حضرت بصري رحمه الله ته یوه سړي دوچکالي شکایت وکړ،هغه ورته وفرمایل :استغفار وایه، یعني دالله تعالی څخه د خپلو ګناهونوبحښنه وغواړه . دویم سړي دغریبي شکایت وکړ،هغه ته یې هم داستغفار ویلوحکم وکړ .

دریم سړي دنار ينه اولاد دغوښتلودعا ورڅخه طلب کړه ،هغه ته یې هم د استغفار حکم وکړ .

څلورم سړي د خپل باغ د وچېدلو ذکر ورته وکړ، هغه ته یې هم داستغفار حکم وکړ.

د ده څخه یوچا پوښتنه وکړه،چې تاته څلوروخلکو جلاجلا شکایت وکړ، تا ټولو ته د استغفار ویلو حکم وکړ .

حضرت بصري رحمه الله ورته وفرمایل : ماخو دخپل ځان له خوا یوه خبره هم نه ده کړې،خپله الله تعالی په سورت نور کې فرمایلي دي :د خپل رب څخه دګناهونو بحښنه وغواړئ،بیشکه هغه بحښونکی ذات دی،له اسمان څخه به باران را ووروي ،ستاسو په مالونواو او زامنوکې به برکت واچوي او ستاسو لپاره به باغ او ویالې جوړي کړي .

امام قطبي رحمه الله د دې ایت په مطابق د امام شعبي په حواله سره لیکلي دي ،چې یو ځل حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د باران غوښتلولپاره د ښار څخه ووت،داستسقاء د لمانځه پر ځای یې استغفار ووایه او بیرته راغی،بیاباران وشو،ده دباران لپاره دعاونه غوښتله، یوازي يې استغفار ووایه .ده مبارک وفرمایل:ماله باران څخه د ډکو وریځو طلب وکړاو بیایې دغه ایت تلاوت کړ :(استغفرواربکم انه کان غفارا،یرسل السماء علیکم مدرارا).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x