نظــر

ټاکنې « دوهمه برخه»

ژباړه: انور افغان

اکثریت محوري

په دا ډول ټاکنو کې معیار اکثریت بلل کېږي، هغه اکثریت چي له ښو، تقوا دارو او ایماندارو خلکو څخه نه ده رامنځته شوی، بلکې د افلاطون او ارسطو د تعبیر سره سم د اکثریت محوري په اساس جاهل اکثریت جاهله حکمراني رامنځته کوي او د خلکو استازې هم په دا ډول سره ټاکل کېږي.

اوس به ووینو چي اسلام د دې اکثریت په اړه څه نظر لري؟ ایا په اسلام کې د فیصلو کول او د زعیم ( مشر ) ټاکل په همدې اساس کېږي؟

د ډیموکراسۍ د نظام د سالمو اصولو په خلاف قران کریم په بېلا بېلو ځایونو کې دا موضوع په ټینګه سره رد کړې او د اکثریت توري لپاره په هیڅ اهمیت هم نه دی قایل شوی، په حقیقت کې قاعده کیفي اکثریت بولې، بلکې د قران کریم له لید لورې ډیری یا اکثریت خلک په ګمراهي، شرک، ناپوهي، بې ایماني، فسق او فساد کې غرق دي.

﴿وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ[ الأنعام:۱۱۶ ]

« او  که له ډېرو هغو خلکو پیروي وکړې چي په دې ځمکه کې دي تا به د الله تعالی له لارې ګمراه کړې»

﴿وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ [ يوسف:۱۰۶ ]

« ډیری یې په الله تعالی ایمان نه راوړي، له دې پرته چي له هغه سره څه شریک ونیسي»

﴿وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِمْ مِنْ عَهْدٍ [ لأعراف:۱۰۲ ]

« د دوۍ په ډېرو کې مو په عهد باندې ټینګ کسان پیدا نکړل او ډیری مو یې بېل نافرمانه و موندل»

﴿وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ [ الأعراف:۱۷ ]

« او د دوۍ ډیری به شکر ادا کوونکې پیدا نکړې»

﴿وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ [ يوسف:۱۰۳ ]

« خو ته که هر څومره وغواړې له دوۍ څخه زیاتره خلک منونکي ( ایمان راوړونکې ) نه دي»

﴿وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ [ الأنعام:۱۱۱ ]

« خو ډیری یې ناپوهي کوي»

﴿وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ [ الأنعام:۳۷ ]

« لیکن ډیری د هغوۍ نه پوهېږي»

﴿وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ [ الروم:۶ ]

« خو ډیری خلک نه پوهېږي»

او همدارنګه په اسلامي شوراګانو کې فیصلې په اکثریت سره نه تر سره کېږي، ځکه د اسلامي شوراګانو موخه حق او حقیقت ته رسېدل دي، نو هره سالیمه، جوړونکې او منطقي رایه چي د اسلام له روح او د بشري ټولنې له ګټو سره همغږې وي د اسلامي شورا د تایید وړ ګرځې، که څه هم غالباً د مجلس د نورو غړو رایه مخالفه وي.

د رسول الله (ص) او د راشده خلفاوو د سیرت په مطالعه کې که د هغوۍ شوراګانو ته ځیر شو ښکاره به شي چي پېغمبر (ص) او د هغه خواږه یاران به دې اصل ته په کتو ځیني وختونه د مجلس د یوه غړي مثبت او معقول نظر  ته تسلیمېدل او په هغه باندې به یې باور کاوه.

د بدر په غزوه کې د حباب بن منذر په رایه باندي د رسول الله (ص) اعتماد او باور، د خندق په غزوه کې د سلمان فارسي په رایه عمل، د عمر (رض) په رایه د ابوبکر صدیق (رض) اعتماد او باور چي قران کریم دي په یوه نسخه کې را ټول شي او د عمر (رض) د ځای ناستې په اړه د عبدالرحمن بن عوف (رض) په رایه اعتماد او باور کول او … د اسلام د دې اصل له ښکاره نمونو څخه دي.

که د اوسنۍ نړۍ څېرې ته یو څرک وشي او د هغو هیوادونو بنسټ چي په اکثریت سره اېښودل شوی، نا سم او په هوسونو لړلې قوانین چي ډیری وختونه د اکثریت له لورې تصویب شوي او کېږي دا ښکاره کوي چي د اکثریت عدد د کوم درد دوا نه ده جوړه شوې، بلکې ډیری جنګونه اکثریتو تصویب کړې او ډیر فساد همدا دوۍ غوښتی.

یرغلونه او استعمارونه، جنګونه او ویني تویونې، د الکولي توکو ازاد پېر او پلور، قمار، د جنین سقط ) له منځه وړل( ، فحشا او حتی هغه اعمال چي ژبه یې پر ویلو شرمېږي د ډېرو هغو هیوادونو یا په بله اصطلاح د پرمختللو هیوادونو د استازو له لورې چي ډیری خلک یې د اکثریت د نظریې منعکس کېدونکې دي پاس او پلي شوې.

ظلمونه او ټول انحرافات د دغو مجلسونو له خوا قانوني بڼه ځانته غوره کوي.

د بېلګې په توګه: په انګلستان کې همجنس بازي د مجلس د اکثریت له لورې تصویب شوې او اوس یې عاملین په ویاړ او له کومې ویرې پرته د ا کار تر سره کوي او بله هغه یې په دې نږدې مخکې وختو کې د امریکا د سترې محکمې له لورې همجسبازانو ته د قانوني واده کولو جواز ورکړه ده، هغه هیواد چي په نړۍ کې د ډیموکراسۍ لوی علمبردار ګڼل کېږي.

د جنین سقط او نور ډېر مفاسد په ډیرو غربي هیوادونو کې د قانون په حکم قانوني بڼه خپلوي.

په پاکستان ( اسلامي هیواد )  کې د زنا حد په مجلس کې د اکثریت په رایه لغوه ( له منځه ) وړل کېږي، د مصر په اسلامي هیواد کې ښځه هم همهغه د نر په شان د طلاق له بشپړ حق څخه برخمنه کېږي، په ایران کې چي لا هم واک د روحانیانو په لاس کې دی په میراث کې د ښځې حق له نارینه سره یو شان په اکثریتو رایو سره تصویب شوی.

او د افغانستان په ملي شورا کې د صحیح نصوصو او صریحو حدیثو خلاف د هلکانو د بلوغ عمر ۱۸ کاله او د نجونو د بلوغ عمر ۱۷ کاله وټاکل شو چي د رایو په اکثریت سره تصویب او قانوني بڼه یې خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x