نظــر

د امریکا د ملېشو جوړونې بله پروژه «پاڅون» ناکامه شوه

محمد حارث
د ۲۰۰۷ کال په پيل کي چي کله امریکايي جنرال ډېوېډ پيټرايس په عراق کي د امریکايي اشغالګرو پوځیانو قومندان شو، نو يې په عراق کي د ۳۰ زرو اضافي امریکايي پوځیانو د ځای په ځای کولو برسېره په دغه هیواد کي د جهادي صف د کمزوري کولو لپاره د «صحوات» په نامه د سنيانو ملېشې جوړي کړي او په دې کار سره يې وکولای شوای، د عراق د جګړې لوری بدل او مجاهدین کمزوري کړي، پيټرايس په ۲۰۱۰ کال کي له همدې پلان سره افغانستان ته راغی، دلته لا له وړاندې په ۲۰۰۹ کال کي د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۳۰ زرو پوځیانو د را لېږلو اعلان کړی وو او په ۲۰۱۰ کال کي دغه شمېر نیواکګر پوځیان افغانستان ته را ورسېدل.

ډېوېډ پيټرایس چي د ملېشه جوړونې پر پروژې لګیاوو د امریکا ګانګریس ته په دې اړوند وویل، چي له بهره ورغلی ځواک نشي کولای، هلته د دوی په خلاف راپورته شوی مقاومت وځپي،بلکې موږ غواړو دا مقاومتونه د هغوی په خپلو خلکوله منځه یوسو، نوموړي د خپلو ګوډاګیانو په مټ په افغانستان کي د ملېشو جوړونې لومړۍ پروژه په ۲۰۱۰ کال کي پيل کړه او د اربکیانو په نوم يې د هیواد په ځینو برخو کي خپل سرې ملېشې جوړې کړې، خو نه يې شمېر هغو مره زیات شو، لکه د عراق صحوات او نه يې هم مجاهدین کمزوري کړای شول، برعکس د هغوی ظلمونو او ناوړه کړنو آن د اربکي له نوم څخه د خلکو کرکه پيدا کړه، کله چي د اربکيانو پروژې د مقدس جهادي مقاومت په له منځه وړلو کي کار ور نه کړ، نو اشغالګرو په ۲۰۱۲کال کي د پخوانیو ډلو او احزابو د اړوندو غړو د مسلح کولو پر پروژې کار پيل کړ.

په همدې کال کي په لومړي ځل د پاڅون په نوم ملېشې د غزني ولایت په شلګر (اندړو) ولسوالۍ کي جوړي کړای شوې، د رژیم اړوند د غزني پخواني والي او د ملي امنیت پخواني رئیس اسدالله خالد، د رژیم اړوند د غزني بل پخواني والي فیضان، د ولسي جرګې پخواني غړي جبار اوداسي نورو ددې امریکايي پروژې په پلي کولو کي پراخه ونډه واخيستله، له دې وروسته دغه امریکايي پروژه په نورو سیمو کي هم پلې شوه او رسنیو به دې خبرونو ته ډیره هوا ورکوله او هر ځای چي به د پخوانیو ډلو اړوندو کسانو د پاڅون په نامه وسلې واخیستلې، نو اجیرو رسنیو به د غزني د اندړو تر پاڅون اړیکه ورکوله او ویل به یې چي له غزني څخه په الهام اخیستلو یې پاڅون ترسره کړی، اجیرو رسنیو او ګوډاګیو چارواکو به د شلګر پاڅون بریالی بالو او د هیواد د نورو سیمو خلک به يې هم دغه ډول ناوړه او اسلام ضد اقدام ته هڅول.

هغوی چي په نور هیواد کي د پاڅون الهام ورکونکي بلل کېدل څه شول او څه کړنې يې ترسره کړې؟، د پاڅون په نامه ملېشو د شلګر د مرکز اړوند کلیو کي تر ځای په ځای کېدلو وروسته د خپل سرو ملېشو په توګه په غلاوو پيل وکړ، په کورونو برسېره به یې د غزنی – پکتیکا پر لویه لاره موټر شکول او له مسافرو څخه به يې پيسې او قیمتي شیان اخیستل، د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کي د رژیم اړوند په مشرانو جرګه کي د پکتیکا استازي جمعه الدین ګیانوال د جرګې یوې غونډې ته وویل، چي د اندړو اربکیان په یاده لاره مسافر لوټي او مسافر ورڅخه تښتوي، چي بیا یې د زرګونو ډالرو په بدل کي خوشي کوي، د پاڅون په نوم دغو اربکیانو د اندړو ولسوالۍ خلک هم تښتول او په ځانګړې توګه به یې له هغو کسانو څخه د لکونو پيسو غوښتنه کوله، چي په سعودي، اماراتو او یانورو خلجي هیوادونو کي به يې مسافرۍ کولې، دغوپاڅون کونکو چي وروسته په اربکیانو مشهور شول یوازي د خلکو په تښتونه بسنه نه کوله، بلکې په هر کور او هردوکان يې د میاشتې له ۵۰۰ څخه نيولې تر ۱۰۰۰ پوري پيسې ايښې وې، په خلکو يې نور ډول – ډول ټکسونه ايښي وواو په دې برسېره يې به یې له خلکو په زوره ډوډۍ غوښتلې.

خو تر ټولو یې ناوړه دا وه، چي د هغوی اخلاقي بې لاري توب اوج ته رسېدلی وو، هغوی به له کلیو څخه هلکان د ناوړه کړنو لپاره خپلو پوستو ته بيول او له لویو لارو څخه به یې راښکته کول، نجونې او مېړوښي ښځې به یې تښتولې، کورونو ته به په زوره ور تلل او د میرمنو په حرمت به یې تیری کاوو، د تیر کال په فروري میاشت کي د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکو او میرمنو په غزني ښار کي په همدې اړه لاریون ترسره کړ، چي د پاڅون په نامه اربکیان یې د میرمنو پر حرمت تیری کوي او دغو پاڅون کونکو بالآخره د خدايي دعوې وکړې، د یوه عیني شاهد له قوله، چي د ۲۰۱۵ کال د اګسټ په میاشت کي د پاڅون کونکو د عمومي مشر عبدالله تر وژل کېدلو وروسته دپاچا په نوم دپاڅون / اربکیانو مشر خلکو ته وویل، چي العیاذبالله زه موخدای یم، هره ستونزه به ماته وایاست، داسي او دې ته ورته دعوې نورو هم پکې وکړې.

خو د شلګر مجاهدینو وکولای شوای، چي سیمه له دغو خبیثو عناصرو څخه پاکه کړي او خلکو ته دیوه سوکاله او عزتمن ژوند زمینه برابره کړي، په شلګر کي یوازي د پاڅون کونکو شمېر شاوخوا ۷۰۰ تنه وو، چي د مجاهدینو په مسلسلو بریدونو او جګړو سره ټول پاڅون کونکي او اربکیان یا ووژل شول، یا تسليمۍ ته اړ کړای شول او یا له سیمي وتښتېدل، مجاهدینو د اربکیانو او پاڅون په ضد د مخامخ جګړو تر څنګ تر ډیره له نفوذي مجاهدینو او چاپو څخه استفاده وکړه او تیر کا ل یې د عمري مبارکو عملیاتو په ترڅ کي لسګونه کلي ورڅخه پاک کړل او د سیمي ځورېدلو خلکو به په اوښلنو سترګو د مجاهدینو هرکلی کاوو او ډیری وګړو به مجاهدینو ته په ژړا د پاڅون کونکو او اربکیانو د ظلمونو یادوني کولې.

دوه ورځې وړاندې د پاڅون کونکو ځینو پاته شونو رسنیو ته وویل، چي د دوی شمېر ۷۰۰ تنه وو، چي اوس یوازي ۱۱ تنه پاڅون کونکي پاته دي، نور ټول له منځه تللي دي، دغه ۱۱ تنه څوک په غزني کي په خپلو کورونو کي پټ اوسیږي او څو تنه یې له نورو عسکرو سره په یو دوو پوستو کي اوسیږي، د پاڅون کونکو ترڅنګ د اربکیانو په نوم د ملېشو بېل تشکیل په شلګر کي موجود وو او هغوی له پاڅون کونکو څخه بېل فعالیت درلود چي شمېر یې خورا زیات وو، د هغوی هم زیاته برخه ووژل شول او ۱۰ – ۱۵ تنه یې اوس له پولسیو او اجیري اردو سره دشلګر د مرکز میري په اړوندو سیمو کي میشت دي.

د غزني پاڅون خو د دوی په خپله وینا له منځه ولاړ او په نورو ولایتونو کي هم پاڅون کونکي د اربکیانوپه څېر ناکام شول او د جهاد په کمزوري کولو بریالي نه شول، د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کي په شمال کي د مرګ په نوم د ملېشو یوې ۵زره کسيزي ډلې د خپل شتون اعلان وکړ، خو الله تعالی د مرګ په ورکې ورک کړل او له اعلان سره يې نوم او نښان له منځه ولاړ، هغه مهال د دوستم د ۲۰ زريزه ملېشو د جوړولو اوازې هم ګرمې وې، خو هغه پروژه هم ناکامه شوه.

د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کي په خوست ولایت کي د ولسي پولیسو شوراګانوفعالیت پيل کړ، دغه ولسي پولیس د رژيم اړوند د کورنیو چارو د وزارت تر چوکاټ لاندې فعال شوي، دغه پروژه په ۲۰۱۳کال کي د هیواد په اتو ولایتونو کي پلې شوه، وروسته نورو ولایتونو ته هم وغځول شوه، سیمه ييزي یا کليوالي شوراګانې د دغې پروژې برخه ګرځول شوي، او د دې تر څنګ د ملي پولیسو له منځه هغوی ټاکل شوي، د کابل رژیم غواړي، چي دغه پروژه د هیواد نورو برخو ته هم پراخه کړي، خو تراوسه د دغې پروژې تاثیر معلوم شوی نه دی او ان شاء الله دغه پروژه به یې هم د نورو پروژو په څېر ناکامه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x