کرکیټ: پاکستان څلورمه یوه ورځنۍ لوبه او سیریز وبایلله

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): پاکستان نن د اسټرالیا سره څلورمه یوه ورځنۍ لوبه وکړه چې یو ځل یې بیا په ۸۶ منډو وبایلله.

پاکستان په څلورو لوبو کې درې لوبې وبایللې او یوه یې ګټلې، په دې توګه د ۵ لوبو دغه سیریز یې رسما بایللې ده.

د لوبي پچه د اسټرالیا کپتان سمیت وګټله او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه، او د پاکستان لوبډلې ته یې د ۳۵۴ منډو لوی هدف وټاکه.

د اسټرالیا له اړخه ډیوډ وارنر ۱۳۰، ماکسویل ۷۸، ټراویز هیډ ۵۱، کپتان سمیت ۴۹ او عثمان خواجه ۳۰ منډي جوړي کړې.

د اسټرالیا ټول ۶ لوبغاړي وسوځېدل چې په هغو کې پنځه لوبغاړي یوازي پاکستاني بالر «حسن علي» اوټ کړل، یو لوبغاړی د محمد عمر په بال اوټ شو.

د پاکستان له لوري ښه لوبه شرجیل خان وکړه، نوموړي په ۴۷ بالونو کې ۷۴ چټکې منډې جوړي کړې، شعیب ملک ۴۷، محمد حفیظ ۴۰، بابر اعظم ۳۱، عماد وسیم ۲۵ او عمر اکمل ۱۱ منډې جوړي کړې.

د اسټرالیا په بالرانو کې سپین بال غورځوونکي ادم زمپا او تېز بال غورځوونکي جوش هوزلووډ درې درې لوبغاړي وسوځول، ټراویز هېډ ۲، سټارک او پاټ کمینز یو یو لوبغاړی وسوځوئ.

د لوبې غوره لوبغاړی ډیوډ وانر ونومول شو چا چې په ۱۱۹ بالونو باندي ۱۳۰ منډې جوړي کړې.

دواړه لوبډلې به د روانې میاشتي پر ۲۶مه یو ځل بیا سره مخامخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د