نظــر

ښاغلي جمال الدین ادیب ته څو عرایض – (طالبان او د افراطي فکر وېره)

ظریف افغان

مخکې له دې چې له ښاغلي جمال الدین ادیب صاحب سره د خپلې مقالې اړوند خبره وغځوم، په سر کې یو سپيناوی مهم ګڼم. ښاغلي ادیب ته په ټول احترام چې لرم، ورسره د نظر اختلاف حق هم ځان ته روا بولم او ډاډه یم چې لږ تر لږه په دې اړه راسره دی هم موافق دی. سربېره پر دې، خوشاله یم، چې پر دغه ډول حیاتي مسایلو بحث کوو او د یو بل افکار نقدوو. دغه فرهنګ کولی شي، نه یوازې دا چې موږ ته پوښتنې راولاړې کړي او د څېړنې ملکه موږ کې ژوندۍ کړي، بلکې په عین وخت کې زموږ لوستونکو ته هم شاید ډېر څه ولرلای شي. له دې امله، له ښاغلي ادیب څخه یې د نقد له امله مننه کوم.

ښاغلي ادیب زما پر هغې مقالې تم شوی چې په نن ټکي اسیا وېب پاڼه کې د «طالبان او د افراطي فکر وېره» تر سرلیک لاندې خپره شوې وه؛ خو زه فکر کوم چې په نقد کې زما دویمې مقالې «افراطیان ولې د امریکا په ګټه دي؟» ته هم اشارې شوي دي. ما چې تر کومه د ادیب نقد ولوست، د لا ډېر وضاحت او سپيناوي اړتیا مې احساس کړه. زه فکر کوم شاید زما په لیکنه کې به ستونزه وه، هغه څه چې ما غوښتل بیان یې کړم، ښايي پکې پاتې راغلی یم. ما کوښښ نه دی کړی، هغسې چې ادیب وايي، چې «طالبان معقولیت او نتیجه سنجۍ ته راوبولم»؛ بلکې زما هڅه دا وه، چې طالبان دې ته راوبولم چې له خپل هغه فکره لرې نه شي، چې د طالبانو پخوانیو مشرانو د تېرو مجاهدینو له خامیو په پند اخیستو ورته تدوین کړي. ما یوازې طالبان دې ته رابللي، چې خپله مبارزه د خپلو مشرانو او اسلافو له لارښوونو سره سمه پرمخ بوځي. خپله لار او خپله تګلاره وپېژني، د نورو له تاثیرپذیرۍ او انفعالي حالته همداسې لرې مبارزه وکړي.

زما په لیکنه کې داسې ځای نه شته چې القاعده یا هم هغه طالبان چې د ادیب په وینا «په ناڅرګندو سیاسي فعالیتونو اعتراض کوي» د جنونیانو او جذباتیانو د مثال په توګه یاد کړم. ما په لیکنه کې تر دویم فرعي عنوان لاندې درېيم پرګراف کې طالبانو ته ویلي چې خپل مبارزاتي او فکري هویت وساتي او القاعده او داعش کې ذوب نه شي.

که دقیق الفاظ راواخلم نو داسې و «طالبان نه القاعده دي، نه هم داعش…. طالبان باید خپل هویت او اهداف ولري. که طالبانو یو مهال د القاعدې مشرانو ته پناه ورکړې، دا په دې معنا نه شي کېدای چې خپل هویت په هغوی کې ذوب کړي». دلته یوازې پر دې ټینګار شوی چې طالبان باید خپل مبارزاتي هویت ته متعهد واوسي او د نورو جهادي غورځنګونو په افکارو کې ځانونه ورک نه کړي. دا په دې معنا هم نه ده چې ګواکې القاعدې یا نورو خوځښتونو ته ناسم نسبت ورکوم. زه یوازې طالبانو ته دا وایم، چې د طالبانو تحریک د افغانستان د خپلو ځانګړو او جلا سیاسي-اجتماعي شرایطو او محیط زېږدنده ده، طالبان د همدې ټولنې د علاج په توګه مطرح شوي، لږ تر لږه دې تر هغې همدا فکر په همدې محدودیت کې وپالي چې یو ځل زموږ رنځونه راحل شي، بیا چې طالبان یو ځل د افغانستان له ستونزو خلاص شول او په داسې سیاسي-نظامي او اقتصادي ځواک بدل شول چې د نورو مسلمانانو ګوزاره ورسره وشي، باید ورسره مرسته وکړي.

دویمه خبره بیا هم د ښاغلي ادیب په لیکنه کې داسې ده چې ما نه ده یاده کړې. ادیب لیکي چې د «فکري پوهنې» او د «یرغل پر وړاندې» کتابونه د «جنوني او له عقلانیته لرې افکارو بېلګه» ښوول شوي. که زه بیا هم خپلې مقالې ته لوستونکي وګرځوم، هلته ما لیکلي «نن سبا دوه داسې کتابونه د ځوانو طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي، چې دواړه کتابونه هم د امارت له پالیسیو او تګلارو سره همغږي نه لري او هم هغه افکار ترویجوي چې راتلونکي کې ستونزې جوړوي». ورپسې بیا دغو کتابونو ته داسې اشاره کېږي «په فکري پوهنه او د یرغل پر وړاندې دواړو کتابونو کې ډېر داسې عنوانونه او مقالې شته چې د امارت د تګلارې پر خلاف د لیکوال پر شخصي تمایلاتو راڅرخي». سره له دې چې د دغو کتابونو د لیکوال شخصي افکارو او نظریاتو ته درناوی لرم؛ خو زه ورسره موافق نه یم. ما یوازې دې ته اشاره کړې چې دغو کتابونو کې داسې عنوانونه شته چې د امارت له تګلارې سره همغږي نه لري. که اوس له کتابونو پرګرافونه رااخلو، خبره به ډېره اوږده شي. که خدای کول راتلونکي کې به دغه کتابونه د امارت د اوسنۍ تګلارې په رڼا کې په لنډ ډول وڅېړل شي. په «فکري پوهنه» کې ان ځینې ځایونه په ډېرو سرسري معلوماتو هم اتکا شوې. مثلا په کابل کې امریکايي پوهنتون «عیسوي» پوهنتون ګڼل شوی. زه چې د دې پوهنتون په باب دقیق معلومات لرم، دغه پوهنتون په افغانستان کې د لیبرالیزم د خپرېدو لپاره کار کوي، د امریکايي ذهنیت جوړونې لپاره هڅې کوي؛ هلته د عیسیویت څرک نه لګېږي. پر پوهنتون یو بشپړ امریکايي او لیبرال محیط حاکم دی.

القاعده او طالبان

د ادیب په لیکنه کې د طالبانو او القاعدې بحث ته اشاره شوې. دا موضوع لږ مفصل بحث ته اړتیا لري. القاعده او طالبان دوه داسې اسلامي خوځښتونه دي چې خپل جلا لیدلوري، تګلارې، د مبارزې ساحې، د زېږېدو جلا ځایونه، محیطونه او مبارزاتي میکانیزمونه لري. ان خپل جلا مذهبي او مسلکي تفاوتونه هم لري. زه دلته قضاوتونه نه کوم چې څوک حق دي او څوک ناحق…مسلکي تفاتونه په اصل کې د نظر تفاوت دی، علمي تفاوت د دښمنۍ په معنا نه شي کېدای. دا چې اجتهادي تفاوتونه وګڼو، لا به مو ښه تعبیر کړی وي.

خو، زما بحث دا دی، چې ښاغلی ادیب لیکي «القاعده خپله نړيواله ‏تنظيمي جهادي ستراتيژي لري او دا د طالبانو له زېږېدو وړاندې خبره ده». پر همدې جملې لږ تم کېږي.

د افغان جهاد له بریا وروسته او په کابل کې د جهادي ډلو ترمنځ د تنظیمي جګړو پر مهال عرب مجاهدین یو شمېر خپلو هېوادونو ته وګرځېدل، ځینې پېښور کې پاتې شول او یوه ډله یې افغانستان کې کورنیو جګړو کې ښکېل شول. په ټوله کې د افغان جهاد ثمرې ته نه رسېدو دغه مخلص مسلمانان یو ډول نهیلۍ سره مخ کړل. اسامه بن لادن سعودي ته ولاړ چې هلته د خلیج په جګړه کې د امریکا له مداخلې سره د مخالفت له امله یې سعودي پرېښود او سوډان ته ولاړ. پر سوډان د امریکا د فشارونو له زیاتېدو سره دغه حکومت اړ شو چې اسامه له خپلې خاورې وباسي. دا خبره لنډه راټولوم، اسامه افغانستان ته راځي، په ننګرهار کې د مولوي صاحب خالص بابا مجاهدینو سره اړوي. دا هغه وخت و چې عرب مجاهدین او په تېره په خپله اسامه بن لادن د دې په لټه کې و چې د استوګنې خوندي ځای ومومي. د طالبانو له راتګ او بریا وروسته اسامه او ورسره مجاهدین د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د مهاجرینو په توګه ومنل شول. له دې تفصیل مې هدف دا دی، چې ښايي عرب مجاهدین د القاعدې د تاسیس نېټه د نویمو کلونو لومړني هغه وګڼي؛ خو دغه وخت القاعده ښايي یوازې عنوان و. خو طالبانو کابو ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوستی و. د القاعدې سازمان د نویمو کلونو په دویمه نیمايي کې هغه وخت نړیوال شهرت وموند چې په دارلسلام او نایروبي کې يې د امریکا په سفارتونو کې چاودنې وکړې. د بحث لنډیز مې دا دی، چې د طالبانو مبارزه په ارګانیک ډول تر القاعدې قدامت لري. که افغان جهاد کې په جنوب غرب حوزه کې د طالبانو جبهو ته اشاره وکړو، بیا خو بېخي خبره تر القاعدې مخکې ځي.

په هر صورت، دا یو لنډیز و چې څنګه اسامه بن لادن تر افغانستانه راغی او د امارت میلمه شو. د القاعدې او طالبانو د تګلارو ترمنځ یو عمده توپیر دا و چې د طالبانو داعیه افغاني وه او د القاعدې نړیواله. دا د تګلارو او میکانیزمونو تفاوت دی، دا کوم فقهي اختلاف نه شو بللی. طالبانو په خپله مبارزه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لرلې. ان که طالبان له ټولو اسلامي حرکتونو سره پرتله کړو، دا بهتري پرې لرلی شي، چې د حکومتدارۍ تجربه لري. د حکومتدارۍ تجربه یوه ډله تر نورو ډېره پخوي او مسوولانه چلن ته یې اړباسي؛ ځکه چې له ننګونو سره مخ شوې وي. طالبانو د خپل واک پر مهال افغانستان له انارشیزم، ټوپکسالارۍ او پاټکسالارۍ وژغوره. که طالبانو د نړیوال جهاد شعارونه ورکړي وای، د یو څو احساساتي ځوانانو جذبې به یې راپارولې وای؛ خو ښايي د طالبانو د حکومت عمر تر هغې ډېر لنډ شوی وای. زه نړیوال جهاد په تیوریکي ډول نه ردوم او په هېڅ صورت یې جنوني او احساساتي نه بولم؛ خو د تګلارې په لحاظ د امارت مشرانو د خپلو خاصو سیاسي-جغرافیايي محدودیتونو او مجبوریتونو له مخې خپله تګلاره افغانستان پورې راټوله ساتلې ده او دا د دوی هم حق دی چې له خپلو شرایطو سره سمه تګلاره ولري. هو، هغه ډلې جنوني او ارماني بولم چې ان په خپلو کوچنیو هېوادونو کې د معمولي بدلون توان نه لري، بیا د سپينې ماڼۍ د نیولو ګواښونه کوي. د دغو ډلو ستونزه دا ده چې یو ډول د عقلګرايي پر ځای د ویډیويي کامرو مخې ته په ګواښنده تقریرونو روږدي شوي وي، بیا یې نفسونه کمه خبره نه شي منلی.

ادیب لیکلي چې داسې بېلګه دې وروښیم چې القاعدې دې د امارت کومه پالیسي نقد کړې وي. ما نه دي ویلي چې القاعدې د امارت کومه پالیسي نقد کړې. زه به مجبوراً خپله خبره بیا تکرار کړم، چې زما ټینګار یوازې دا و چې طالبان باید خپل هویت وساتي. دې کې به ښاغلی ادیب او ډېر نور لیکوال او څېړونکي راسره موافق وي چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ پاموړ تفاوتونه شته. زما اندېښنه یوازې دا وه او ده چې طالبان د القاعدې یا نورو جهادي ډلو په فکر کې ذوب نه شي.

دا ډول افکار څنګه د امریکا په ګټه تمامېږي؟

دا بل مهم بحث دی، چې زه بیا باید اعتراف وکړم، چې ښايي نه یم توانېدلی چې په تېره مقاله کې خپل بحث په واضحو او صریحو ټکو لوستونکو ته وړاندې کړم. ښاغلی ادیب خبره تنازلاتو ته وړې ده؛ ده ښايي ګومان کړی وي چې زما نظر دا دی چې طالبان دې د نورو اسلامي حرکتونو په څېر امریکا ته تنازلات وکړي، پر خپله داعیه ټینګ ونه درېږي؛ تر څو خوندي پاتې شي یا په اصطلاح «عقلاني» مبارزه وکړای شي. زما مقصد اصلاً داسې نه دی.

د طالبانو فکر کې څه دي چې د امریکا په ګټه نه تمامېږي؟ دا پوښتنه چې ځواب شي کافي به وي. د دې پوښتنې له بل اړخه تېرېږم چې نورو حرکتونو کې څه دي، چې مبارزې يې د امریکا په ګډون د نورو په ګټه تمامې شوې دي.

زما له پورته مقالې، چې ښاغلي ادیب پرې خپل عرایض وړاندې کړې، وروسته بله مقاله خپره شوه چې سرلیک یې و «افراطیان ولې د امریکا په ګټه دي؟». په دې مقاله کې لومړی د «افراطیانو» په اصطلاح بحث شوی، تر یوه حده هڅه شوې چې د «افراطیانو» د اصطلاح له کارونې خپل برداشت لوستونکو ته واضح کړم. وروسته په دې اړه مفصل بحث شوی، چې څنګه ستر ځواکونه دغه ډلې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

دلته بیا هم لنډ بحث کوم. موږ په یوې داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې د سترو ځواکونو ترمنځ د ګټو د تضاد ډېر ډګرونه شته. که اسلامي-جهادی ډلې دغه د تضاد ټکي درک کړي، کولی شي له دغو اختلافونو د ځان په ګټه استفاده وکړي. خو که جهادي ډله له څو تنو افرادو سره له مراکش تر کاشغره د ټول اسلامي امت د ازادۍ جنډه لکه کړي، ښايي هېڅ داسې فرصت ترلاسه نه کړای شي چې د سترو ځواکونو له تضادونو ګټه پورته کړي. بیا نو دوی ټول «کفر» خپل دښمن بولي او له یوې مخې په جګړه کې واقع کېږي. ځکه زه دغه ډول تګلاره «ارماني او جنوني» بولم. دا شاید هر مسلمان ته یو ښه ایډیال حالت وي چې له ټولو مسلمانانو ننګه وکړای شي؛ خو که امکاناتو او شرایطو ته وکتل شي، بیا ساحه تر هغې ډېره تنګه ده چې موږ انګېرلې وي. د دغسې لیدلوري په نتیجه کې دغه ډول کار نتیجه نه ورکوي. جګړه، د دوی لپاره پر هدف واوړي او نسلونه په کې تېر شي خو هدف نه شي ترلاسه کېدای. سره له دې چې ښاغلی ادیب وايي چې القاعده «خپله نړیواله جهادي ستراتیژي لري…»، که زه اوس ډېر جرئت وکړم، او ښاغلی ادیب وننګوم چې د دغې نړیوالې ستراتیژۍ لاسته راوړنې کومې دي؟

القاعده چې د امارت په وخت کې په افغانستان کې وه، د نظام سازۍ کومه طرحه یې ملا صاحب ته وړاندې کړې وه چې هغه نورې نړۍ او مسلمانانو ته وښيي چې که دغه ډله واک ته رسېږي نو د حکومتوالۍ لپاره داسې طرحې لري! القاعده له شاوخوا شلو کلونو مبارزې وروسته نن قهقرايي سیر طی کوي. نن شاګرځ لري. د داعش انشعاب، د جبهة النصرې بېلتون، د الشباب بیعت له داعش سره او داسې نورې پېښې ښيي چې القاعدې د پرمختګ پر ځای شاتګ کړی. که مې د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه پوښتئ، نو لږ تر لږه پر افغانستان د طالبانو پنځه کاله حکومت ته د القاعدې هېڅ لاسته راوړنه نه شي رسېدای!

زه نه غواړم دلته د طالبانو پر مدحو واوړم؛ خو زما بحث دا دی، چې د طالبانو تګلاره تر القاعدې ماته معقوله او مفیده ښکاري، ځکه له طالبانو غواړم چې همدې تګلارې ته ژمن پاتې شي. دلته زه فقهي بحث نه کوم. یوازې د تګلارو د مفیدیت او مضریت بحث دی.

… او څو نور ټکي

کله چې زه د نړیوالو قدرتونو د ګټو د تضاد خبره کوم او له دې حالته د طالبانو یا نورو اسلامي ډلو د استفادې خبره کوم، ایران اصلا ماته د بحث وړ نه ښکاري. سمه ده، القاعده به توانېدلې وي، چې د ایران له لارې عراق ته خپل جنګیالي ولېږدوي، دا واقعا ښه سیاسي لاسته راوړنه ده؛ خو زه د نړیوالو قدرتونو خبره کوم. کله چې اسلامي ډلې ځان ته نړیوال حامیان ومومي، په هغه صورت کې د جګړې معادله بدلولی شي. د ایران په څېر د کوچنیو دولتونو مرسته معادله نه شي بدلولی، طبعا خپل اغېز به لري. د تېر افغان جهاد مثال درکوم. کله چې امریکا مجاهدینو ته سټینګر توغندي ورکړل، د جګړې په ډګر کې ۱۸۰درجې توپیر راغی. د سټینګرو کارونې سره د شوروي ځواکونو ماتې حتمي شوه. که امریکا په سیمه کې موږ ته نژدې پرته وه او ګومان یې کاوه چې دا جنګیالي سبا زما خاورې ته رارسېږي، ابداً به یې مجاهدینو ته سټینګر نه ورکولی. خدای دې وکړي چې ما خپله خبره واضح کړې وي.

ادیب یو ځای د مولوي عبدالهادي مجاهد د کتابونو په اړه لیکي «په دې کتابونو کې نه د فقهي استدلال په خلاف څه شته او نه جنوني افکار لري». زه دا دعوا نه کوم چې ګواکې په دغو کتابونو کې د فقهي خلاف څه دي، او نه ځان ته دا حق ورکوم چې دې مسئله کې بحث وکړم. خو دا ضرور وایم، چې دا کتابونه له فکري جګړې د ښاغلي مجاهد خپل برداشتونه او تعبیرونه او تفسیرونه دي چې زما په شمول هر څوک ورسره د اختلاف حق لري. ما مخکې وویل، چې دغو کتابونو کې د امارت د تګلارې پر خلاف ټکي شته. زما په تېره او اوسنۍ مقالو کې یوازنی ټینګار همدا دی، چې د امارت مجاهدین باید د امارت تګلارې ته متعهد واوسي؛ نه د ښاغلي مجاهد کتابونو ته.
او وروسته تاسې د «امت» خبره یاده کړې ده. مسلمانان یو امت دي، دا د الله تعالی حکم دی. خو نن موږ په کوچنیو دولتونو وېشل شوي یو چې بلا مسایل لرو. دا بیا یو انکاناپذیره حالت دی. ټوله اسلامي نړۍ زموږ وروڼه دي، موږ پر اسلامي اخوت باور لرو؛ خو نن سبا د طالبانو په څېر د یوې مسلمانې جهادي ډلې تګلاره د امت‌محورۍ پر ځای راته هېوادمحوري کې په ګټه ښکاري. په هېوادمحورۍ کې يې مبارزه خپله موثریت هم زبات کړی دی. ما چې د اخوانیانو خبره کوله، زما هداف د تېر جهاد پر مهال زموږ اخواني تنظیمونه وو چې د اقصی د ازادۍ شعارونه به یې ورکول؛ خو بیا یې کابل سمبال نه شوای کړای او پای یې په امریکايي حمایت تمام شو! د «امت» شعار د پاکستان جماعت اسلامي ورکوي، چې له څه باندې شپېتو کلونو مبارزې وروسته په پارلمان کې دوو سیټونو ته ناست دي! زه فکر کوم د پاکستان پر جماعت اسلامي د پاکستان ولس تر هغې ډېر حق لري، چې لار او سړکونو ته راوځي او د فلسطین په دفاع، بې له دې چې کوم عملي اقدام وکړي، شعار ورکوي. یا هم زموږ پخواني مجاهدین په شعارونو روږدي وو. زموږ اندېښنه طالبانو ته دا وه چې د امت په ستر شعار روږدي نه شي، چې هسې نه خدای مه کړه زموږ د مجاهدینو په څېر بیا د کابل له سمبالولو پاتې شي!

چې خبره راټوله کړم، زما په دواړو مقالو کې مرکزي ټکی دا و چې څنګه طالبان او په مشخص ډول د فرهنګي کمیسیون پام دې ټکي ته راواړوم چې مجاهدین د امارت تګلارې ته قانع وساتلی شي او د نورو ډلو له تاثیراتو یې وژغوري. څنګه وکولی شي، د خپلې تګلارې شرعي تایید او عقلاني ضرورت د عامو مجاهدینو په ژبه تر ټولو ورسوي او عامه یې کړي. له دې لارې به مو له یوې خوا د طالبانو خپل هویت ساتلی وي او له بلې خوا به مو په ټولنه کې د هرج و مرج او د ډلبازیو مخه نیولې وي.

په ډېر ادب او درنښت

ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مومن

ډیر په زړه پوري. تر پوهي. قلم او معقولیت دي زارشم..شعاریت او بلند پروازي دسیاف اوحکمتیار عادت وو اوده چې هره ورځ دخپل شعار مخالف عمل کوي.طالب باید همداسي ولاړشي لکه څنګه چې روان وو اودي.له خپلې پړستنې سره پښې غزول مناسب دی..کله چې وتوانیدل بیا باید عملي کار وکړي.نه تش شعار.ملامحمدعنر مرحوم کله هم نه دي ویلي چط موږ دامریکا برضد داسامه مرسته کوو. بلکی اسامه مظلوم مسلمان نوماوه اودامریکا دعوې يې ردولی.که هغه شعاری واي.نو ویلي به یې وای چی داسامه له لارې بر امریکا بریدونه کوم

غوربندی

ظریف افغان او ادیب صاحبانو

۱-القاعدې له طالبانو سره خیانت وکړ.
۲-د القاعدې په اصطلاح نړیوال جهاد یوه درواغجنه دعوی وه او ده او یوازې او یوازی تبلیغاتي بڼه لري هغه خال خال ملکونو کی چې القاعده شریفی مزاحمتونه جوړول هغه څه وو چی غربیانو غوښتل.

غوربندی

د بخواني شوروي له اضمحلال وروسته او د امریکایانو تر وحشي اشغال مخکې القاعده په توله مرکزي اسیا او د روسیې فدراسیون کې داسې فعال وو چې د نړیوال خلافت د قیام تمه تری کیده، خو دا ټول فعالیتونه حتی په سوریه کی د روسیې تر بربنډ مداخلت پورې ځکه خاموش شول چی امریکایانو یی په توسط د افغانستان په اشغال کی روسیه، چین او ټول عربي هیوادونه د ځان ملګري ته مجبور کړل.

خان محمد

ظریف خان صاحب دا خبره دې بالکل دقیقه ده واحد امت رښتیا هم د قرآن ټکی دی ان هذه امتکم امة واحدة. مګر له داعشي او وهابي افکارو ځکه د امت پرورۍ تمه نه ده په کار چې هغوی د خپل ګاونډ له مسلمان سره نه شي چلیدلی، خپل پلار ته مشرک وایي او هغه چې دده هوبهو دده په شان عقیده او مسلک ونلري کافر او له اهل السنة والجماعة نه یي خارج بولي، همدا د ابن باز فتواګانې او د سفر الحوالي تصریحات وګوره چې وایي د ننني امت سواد اعظم یعني د څلورو مذاهبو مننونکي چې په… نور لوستل »

ملت يار

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

افغان صاحب!
دا ځل مو قناعت راکړ او مننه کوم.
مقاله مو ښکلې وه.

د محترم غوربندي صاحب نظر راته د عقلانيت نه لري ښکاره سوه.

هېله ده چې دغسې نظر اختلاف مو د پوهې او وحدت سبب شي. نه ده اختلاف او بينۍ!

غوربندی

ملتيار صاحب

د داعش ظهور او مظالمو اړ ویستلی یم چې د القاعدی په اړه ټولو هغو پخوانیو پوښتنو ته ځواب ومومم چې د وحدت صف د مصلحت له مخې به مو بابیزه بللې.

الجاج استاذ بیانزی

جهاد ، د مسلمانانو جد او جهد ته ویل کیږی په هره وسیله چه وی وسله وال جهاد یی اخری مرحله ده چه نوری لیارو ګته نه وی کړی. جهاد کله فردی او کله ټولنیزه بڼه لری، یعنی جهاد د فرد، کورنۍ، کلی کور قوم ، هیواد او ټولی نړی په کچه د ضرورت له مخی صورت نیسی. لکه دخلافت په اړه چه خینی ناسمه تعبیرات وړاندی کوی یعنی یواځی اسلامی حکومت یو ډول ته اسلامی خلافت وایی، زه نه وایم چه دا سمه نه ده ، مګر دغه د ( یواځی ) تکی یی ناسمه دی ادم ع یواځی… نور لوستل »

غوربندی

د القاعدې په اړه لږ شا ته ځم د روسي وحشي اشغال په وړاندې د افغانانو په سپېڅلي مقاومت کې د عرب مجاهدینو مرستندویه رول د پام وړ وو تقبلهم الله. د یادونې وړ ده چې د افغانانو د برحقه مقاومت په کامیابی کې د خدای ج په نصرت او د اسبابو په لحاظ د امریکایانو او غربي نړی مرستې هم د پام وړ وې. اوس پوښتنه دا مطرح کیژي چې د افغانستان په شمال کې له جمعیت او نظار شورا له ډلګی سره د القاعدې نږدې اړیکې او له دوی څخه بې دریغه پالنه کله هم تصادف نه وو،… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب، کله چه بحث اوږد شی، از ګپ ګپ می خیزد، ستاسی په پورتنی تبصره کی د ځینو سره موافق او د ځینو سره مخالفت لرم: هغه چه زه ورسره مخالفت لرم : کله نشنلستۍ میلان پیدا کړی، په داسی حال کی چه تاسی د نشنلستۍ سره دشمنی لری. مسعود او شوری نظار د غیر پشتون قومو نمایندګی نه شی کولای او نه حکومتیار، ربانی او سیاف د پشتنو نمایندهګی کولای شی مونږ د پشتنو او غیرپشتنو زمریان او ګیدړان هم د روسانو او هم د امریکایانو د اشغال وخت کی ولیدل، چه اوس هماغه شوری نظار، د هماغه… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x