افغانستان

د استنیاف محکمې مستعفي څارنوال: له دې نظام سره اخلاص کول منافقت دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغه ۳، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت د استیناف محکمې څارنوال نن ورځ تر خپلي استعفا وړاندي کولو وروسته وویل چې دې نظام ته اخلاص کول له ځان سره منافقت دی.

د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس شبیر احمد قیومي نن د یکشنبې په ورځ د کندهار په پریس کلب کې دغه خبري د خبریالانو په مخ کې وکړي.

نوموړی چې د زورواکوو او مفسدو چارواکو د مداخلې څخه سر ټکوی، په کندهار کې د یوې سیمه ایزي راډیو د راپور سره سم نوموړي وویل: «له څارنوالۍ څخه د سرکاري میوزیک دوکان جوړ شوی وو، هر زورواکي او چارواکي په کې خپل ذوق ټاکه».

نوموړي وویل چې په کندهار کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هیڅ اراده شتون نه لري، خپل د کار پر مهال ورته جوته شوه چې د فساد سره د مبارزې شعارونه هم د شخصي ګټو لپاره دي.

د سرچینې په وینا شبیر احمد قیومي له تېرو شپږو میاشتو راهیسي د کندهار د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه دنده تر سره کړه، خو په تېرو ورځو کې له کندهار ولایت څخه زابل ولایت ته تبدیل شوی وو.

نوموړي همداراز وویل چې دده تبدیلي اصلی لامل همدا دده په کارونو کې مداخله او په کندهار کې د فساد سره دده د مبارزې هلې ځلې دي.

د کندهار والي ویاند صمیمی خپلواک د نوموړي تورونه رد کړي او ویلي چې څارنوالي یو خپلواک ارګان دی، د کندهار ولایتي چارواکو د شبیر قیومي سره د فساد پر وړاندي مبارزه کې پوره همکاري کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x