افغانستان

روزګان: د دولتي ځواکونو په بمباریو کې ۱۴ ملکي وګړي ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغه ۳، ۱۳۹۵ل): د روزګان د ملکي روغتون رئيس نن ورځ رسنیو ته وویل چې دوی ته پرون د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ څخه ۱۴ تنه ټپيان ور وړل شوي دي چې روغتیايي حالت یې اندېښمن دی. او زیاته یې کړه چې دغه ملکیان د تیرې جمعې په ورځ د هوايي ځواکونو په بمباریو کې ټپیان شوي وه.

نوموړي ویلي چې په دغه ټپيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان دي. خو دا چې په دغه پېښه کې به څومره کسان وژل شوي وي، نوموړي يې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

توخي ویلي چې په ملکي روغتون کې ددوی سره دومره وسایل نشته چې ددغه سختو ټپیانو سمه درملنه یې کړې وای، ځکه یې تر لومړۍ درملني وروسته د لا ښې درملني لپاره کندهار ته ولیږله.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته د پيښې تایید وکړ او وې ویل چې دا په تېرو دریو میاشتو کې دریم ځل دی چې د دولتي ځواکونو په بمباریو کې ملکي کسان په نښه کیږي.

بل خوا د دفاع وزارت د یادي پيښي د رامنځته کېدو څخه انکار کړی خو په روزګان کې مېشت هوايي ځواکونو قومنداني دداسي یوې پيښي د ردولو تر څنګ ویلي چې طالبان تل د ملکي وګړو په منځ کې پټیږي.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د یوناما اداره په خپل کلنیو او میاشتنیو راپورونو کې پر دولتي هوايي ځواکونو ټینګار کوي چې د نړیوالو قوانینو احترام دي وکړي او پر هغه سیمو دي بمبار نه کوي چیري چې د ولسي وګړو د وژل کېدو اندېښنه وي.

د یوناما د حقوق بشر اداره د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په برخه کې د هوايي ځواکونو بمبار یو د سترو لاملونو څخه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x