fbpx
د کندز د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخند (ارشيف انځور)

کندز: د طالبانو والي ملا عبدالسلام وايي روغ رمټ یم / غږیږ پېغام

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغه ۳، ۱۳۹۵ل): نن ټکي اسیا ته په یوه رسيدلي غږیږ پيغام کې د طالبانو له لوري ګمارل شوي د کندز والي ملا عبدالسلام وايي چې جوړ او روغ دی، او په وینا یې هیڅ داسي پېښه په ټول کندز کې نه ده شوې څرنګه چې رسنۍ ورته تبلیغات کوي.

دغه غږیږ پېغام چې نوموړي خپل یوه نیږدې ملګري ته لیږلی او بیا هغه نورو طالبانو ته استولی، نن ټکی اسیا هم تر لاسه کړی.

باید وویل شي چې تېره ورځ رسنیو د کندوز د محلي چارواکو له خولې داسې رپوټ ورکړ چې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه غونډه کې چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي، چې د ټپیانو په جمله کې خپله ملا عبدالسلام هم شامل دی.

د سپینزر ۸۰۸ زون قوماندان شېر عزیز کامه وال رسنیو ته ویلي و چې دا چاودنه د داعش جنګیالو لخوا شوې او د نوموړی په وینا چې برید کوونکی د ننګرهار له اچین ولسوالۍ څخه کندوز ته دبرید په غرض راغلی و.

د ا لومړی ځل دی چې په شمال کې دولتي چارواکي د طالبانو په خلاف د داعش جنګیالو له لوري د ترسره کړي ادعائي برید په اړه له رسنیو سره تفصیلي جزئیات شریکوي.

خو نن ټکی اسیا ته رسیدلی د ملا عبدالسلام په خپل غږ کې دا خبرونه ټول دروغ او له حقیقته لیري بللي دي.
نوموړی خپل یوه نیږدې ملګري ته په صوتي پېغام کې وايي چې هیڅ داسي یوه پېښه نه ده شوې.

داسي ښکاري چې نوموړي دغه خبري تېره ورځ کړي، ځکه چې د کندز ولایت د نظامي محکمې د رئیس د تښتولو یادونه هم کوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د طالبانو له لوري د کندز ولایت د نظامي ابتدائيه محکمې رئیس قاضي اصل الدین د خان اباد ولسوالۍ د خواجه پسته په سیمه کې له خپل یوه ساتونکي سره وتښتول شو چې تر اوسه یې درک نه دی مالوم.

ملا عبدالسلام په خپل پیغام کې وايي چې هیڅ مشکل نسته، کومه ادعا چې کیږي هغه هیڅ حقیقت نه لري، هیڅ داسي یو پېښه نه ده شوې لکه څرنګه چې خبرونو کې راځي.

نن ټکی اسیا ته د نوموړي د ملګري په اړه معلومات نه دي شوي چې څوک دی، خو ورته وايي: تشویش مه کوه، مطمئن اوسه، او ملګرو ته اطمینان ورکړه.

نوموړی وايي ((کیدای سي داسي یو وخت راسي چې زه به د ملګرو څخه لیري یم او اړیکه به نه سم نیولای، نو تاسي ژر ژر تشویش مه کوئ))

او زیاته یې کړه: «مرګ زمونږ دی، مونږ د مرګ یو، الله تعالی دي د الله په لار کې مقبول شهادت چې څه وخت د الله رضا وي، الله دې راته نصیب کړي، دا خو زمونږ او ستاسو د ټولو مقصود دی، مونږ او تاسي له دې څخه هیڅ خار هم نه خورو، او ان شاء الله العزیز په دې باندي خوشحاله کیږو. ملګري هم باید په دې خوشحاله سي چې یو ملګری هدف ته رسیږي.».

باید وویل شي چې نن ټکی اسیا د نوموړي غږیږ پېغام د هغه پخوانیو غږیږو پيغامونو سره پرتله کړ چې د ملا عبدالسلام په نامه نشر شوي او همداسي د هغه له لهجې څخه مالومیږي چې غږ یې خپل دی.

د ملا عبدالسلام په شمال کې د طالبانو یو تر ټولو له ځواکمنو چارواکو څخه ګڼل کیږي او دا څلورم ځل دی چې دولتي چار واکي یې د ټپي کیدو او یاهم د وژل کیدو ادعا کوي چې له دې مخکې هم هغه په خپل غږ ورته ادعاوي رد کړي دي.

غږیږ پېغام لکه څرنګه چې نن ټکي اسیا ته رسېدلی:

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقباال
میلمه
اقباال

وایی ، دشمنی هم د اصیل او غیرتی دشمن سره زیب کوی، روسان او د هغو ګوډاګیان کمونستان سره د دی چه ملحدین او مرتدیین وو مګر تر انګریزانو ، امریکایانو او د هغوی د اجیرانو او ګوډاګیانو یی څه ناڅه غیرت او مروت درلود له هر ډول وحشت یی کار واخست مګر تر دی کچی دروغجن ، درغلن ، غله، بی غیرته او بی عفته نه وو او نه د موجوده غلامی اداری په شان فاسد ، ناوړه او غلامان وو. ډلرو دومره شرمولی ، چه اشغلګرو زیاتره د دوی د کورونو د بی عفته کولو د پاره تری… نور لوستل »