دیني، سیرت او تاریخ

د غنیمت په مال کي خیانت کول حرام او لویه ګناه ده

یاسرافغان

غلول دیته وېل کیږي چې دلښکر امیر یابل کوم مجاهد دغنیمت له مال نه دهغه له ویشل کیدونه وړاندې څه شی دخپل ځان لپاره واخلي، اود ویشلو لپاره یې ویشونکي ته ورنه وړي. داحرام ده برابره خبره ده که لږ وي یاډېر.

داپه غلا اوخیانت کې حسابیږي.دیته ځکه غلول ویل کیږي چې ( غل) بندولو ته وایې. او ددی له اخستلو نه هم لاسونه بند اوتړل شویدي.

په قرانکریم کې الله تعالی فرمائې. وماکان لنبي أن یغل الخ.

ژباړه. پیغمبرص هیڅ شې نه پټوي اوهرڅوک چي یوشی پټ کړي نو دقیامت په ورځ به پټ کړی شی راوړي اوبیابه هرچاته دهغه دکړو بدل پوره ورکړل شی اوهیڅ ظالم به پري ونکړاي شي.

دغنیمت په مال کې خیانت کول له کبیرؤ اولویو هلاکوونکو ګناهو نو څخه ده چي پدې باندې ګڼ وعیدونه احادیث راغلې دي.

عبدالله ابن عباس رض وایي چې عمر رض. ماته وویل: دخېبر دجنګ په ورځ دنبي کریم ص. له اصحابونه څوکسان راغلل او ویې فرمایل: فلانکی شهید شواوفلانکی شهید شو تر دې چې دیو سړي یادونه یې وکړه او ویې ویل: چې فلانکی هم شهید شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه هیڅکله داسې نده ماهغه په هغه څادر یاچپنې کې په اور کې ولید چې دغنیمت له مال نه یې پټه کړې وه.
سبحان الله!!!!

بیایې وفرمایل:ای دخطاب زویه! لاړ شه اوپه خلکو کې داعلان وکړه. چې جنت ته له مؤ منانو پرته بل څوک نه شي داخلیدلې.

داحدیث پدې خبره دلالت کوي چې چادغنیمت له مال نه کوم داغوستو او په سرولو شی غلاکړ. نوهغه ته به په دوزخ کې ورآغوستل کیږي ترڅو ورباندې اوربل شې……

الله مونږ او زمونږ رهبران له خیانته وساتئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عثمان یاسین

لیکوال عثــــــــــمان یاســــــین دفرانس ادیب”لیمرټاین”وینا همدغه رنګې دفرانس مشهور ادیب لیمرټائن هم دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په باره کې بهترین مضمون لیکلی،دې وايي: تر اوسه پورې هیڅ انسان هم په شعوري یاغیرشعوري طریقې سره دخپل ځان دپاره هم دداسې بهترین مقصد انتخاب نه دې کړی دکوم مقصد انتخاب چې رسول الله صلی الله کړې دی، ځکه چې دا مقصد دانسان دطاقت نه بهر ؤ، نبي علیه سلام خلق د توَهّماتو او خرابو عقیدونه رااُوویسته،او دالله جل جلاله او انسانانوپه مینځ کې چې کوم لرې والې او پردې وی هغه يې ختمې کړی،انسان يې الله رب العزت طرف ته… نور لوستل »

عثمان یاسین

((دحضرت معاویه رض یوه واقعه)) لیکوال عثمان یاسین حضرت تهانوی رحمه الله یوه واقعه لیکلي ده چه هغه به روزانه دتهجدو مونځ دپاره پاسیدو.یوه ورځ ئی سترګی ورغلي وی او تهجد ترینه قضاشو.ټوله ورځ ئی په ژاړه تیره کړه او توبه ئی ویستله چه یالله!مانه نن تهجد قضاشو. بلی شپی له چی اوده شو نو دتهجدو په وخت کښی یو سړی راغی او دی دتهجدو دپاره پاسولو.چه کله هغه ویخ شو نو ګوري چه دا پاسونکی څوګ دی. چه وی کتل نو څوګ نا آشنا سړی دی.نو حضرت معاویه رحمه الله ترینه تپوس او کړو چه ته څوګ يی؟ هغه… نور لوستل »

افغان

په کار خو داوه چه د غنیمت په اړه دی خپله ارزونه ، نیوکی یا زیاتی معلومات لیکلی وی . دخلکو د باره حیرانتیا او ضیاع وخت دی ،په بله دا چه دواړه تبصری دی د شیطانانو لیکلی ، که هغه فرانسوی غیر مسلم د حضرت محمد صد په پیغمبری دومره عاشق وو ولی یی اسلام نه وو منلی ، خو تاسی د خبل پیغمبر توصکړی یف هم به کفارو کوی دریمه خبره دا چه ابلیس د تاهجد کول د نه کولو څخه کم کړل او تاسی ومنل قران وایی چه تهجد ډیر ثواب لری او ابلیس وایی چه زړا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x