نظــر

د انصاف مور مړه ده !!

استاد حمزه افغان

د افغانستان په اوسني حکومت کي د زورواکانو په وړنداى اقدام کول يو ستونزمن کار ده ځکه چي حکومت ټول له زورواکانو نه ډک ده.

شاخوا يوه نيمه مياشت وړندې د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي په سمنګان ولايت کي د دوستم کسانو د بزکشۍ له ميدانه څخه په زور له ځان سره وړى وه او 16ورځي يي په شخصي زندان کې ساتلى وه او 3 ورځي د دوستم په کور کې بې پرتوګه بندي وه ، جنرل عبدالرشيد دوستم او ستار چي د دوستم د مليشو خاص مسٶل ده پر ايشچي جنسي تيرې کړي ، او د جنرل عبدالرشيد دوستم تر څارنى لاندى يې ډير سخت تعذيب کړى وه.

لويې څارنوالۍ د دريم ځل لپاره دوستم ته جلب ورکړو د لويې څارنولۍ وياند جمشيد رسولى وايي : مونږ دا دريم جلب ده چى د اشرف غنى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ته ليږلي ده خو هغه تر اوسه څه ځواب نه دى ورکړى.

لويه څارنوالۍ وايې: د مونږ د عزت خيال دى وساتل شي که دوستم خپله نه حاضريږى نو يو وکيل دى ونيسې چى دوسيه پر مخ يوسې خو عبدالرشيد دوستم دا جلبونه د ځان لپاره سپکاوې بولي ځکه چي د انصاف مور مړه ده.

په دوستم پخوا هم د جنسي ځورونو او وژنو تورونه وو.تير کال هم د فارياب او بادغيس سيمه ييز سپين ږيري کابل ته راغلي وه او رسنيو ته يې ويلي وه ، چى د اشرف غنى لومړى مرستيال يادو سيمو کې د طالىانو د ځپلو په نوم پر ولسي خلکو زور زياتى کوي بې دفاع ولسي خلک وژني ، بنديانوي يې او پر ناموسونو يې تېرى کوي، خو د دغو ولسي سپين ږيرو غږ نه واوريدل شو ،، ځکه چى د انصاف مور مړه ده.

د احمد ايشچي سربيره افغانستان کې د ترکتبارانو د شورا پر عمومي مشر اکبر باى باندى دوستم جنسى تېري کړې وه.

هغه اشرف غنى چي ويل به يى :هيس افغان د بل افغان نه کم نه ده.

نو ايا ايشچي انسان او افغان نه ده که څنګه ! خو دلته دى د انصاف مور مړه ده.

بعضې ډيمکراتان اوس هم اشرف غنى د افغانستان لپاره د نجات فرښته بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

د فرشتی نوم خو ورته ویل دیره لویه ګناه او د فرشتی نوم ته توهین دی په ځانګړی ډول د دغه غلامی ، فاسدی او ناوړی اداری هر لوړ پوړی جارواکی او په تیره بیا ع او غ ته یی یادول ډیره بده خبره ده . غنی د اشغالګرو ګیدړ دی ، هغه بل نوی میړه یی ورته تلیفون نه کوی او نه ورته څه اهمیت ورکوی ، ډیر خوابدی او په ویره کی دی چه کومه خوا به تښتی ، د باګرام بیس ته یی تلیفون کړی وو ، عبدالله وایی مننه ترمپ صاحب ، هیله ورته پیدا شوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x