Media-300x228

امریکایان له افغاني رسنیو څخه تبلیغاتي استفاده کوي – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: افغاني کورنیو رسنیو د تیرې یکشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د سپوږمۍ په نوم د یوې لس کلنې ماشومې د نیولو خبر ورکړ. په دې خبر کې ویل شوي ول چې سپوږمۍ نومي لس کلنه نجلۍ دخپل ورور ظاهر لخوا دیته هڅول شوې وه چې په سیمه کې د پولیسو په کومه پوسته سرښنونکی برید وکړي ، خو نجلۍ مخکې تر دې چې په یاده پوسته ځان منفجر کړي په خپله یې ځان پولیسوته وسپاره .

د دې پیښې په تعقیب د چار شنبې په ورځ امریکايي ځواکونو د هلمند په ولایت کې یو څلور کلن ماشوم په نښه او له ژونده بي برخې کړ ، همدا راز د جمعي په ورځ په ننګرهارولایت کې د امریکايي ځواکونو بي پلوټه الوتکې دوه کلیوال د تو غندويي برید په وسیله شهیدان کړل .

خو کورنیو رسنیو د دغو دریو واړو خبرونو په اړه بیل بیل دریځونه لرل .

د سپوژمۍ نومي نجلۍ خبر چې تر ډیره حده له واقعیته لري او خپله د رپوټ ورکوونکو تر منځ یې په اړه توافق نظر هم نه لیدل کیږي په دې خاطر چې د طالبانو په خلاف یو تبلیغاتي خبر وه تر اوسه هم په کورنیورسنیوکې شاربل کیږي ،تبصرې باندې کیږي او رپوټونه ورباندې خپریږي ، خو دهغه ترڅنګ دوه نور خبرونه چې په قطعي او یقیني ډول ورکې دری تنه بیوزله انسانان په سخت وحشت وژل شوي او یوتن سخت ژوبل شوي له هماغې ورځې پرته یې بیا چا یادول هم نه دي کړي.

د هلمندۍ نجلۍ تبلیغاتي جوړشوي خبر تقریبا یوه اونۍ وخت واخیست ، یوه ورځ دهغې د نیول کیدو ،بله ورځ دهغې خپل کورته د نه تللو او نن د شنبې په ورځ یې دپلار څرګندونې هم وراضافه شوې چې نوموړی وايي چې ماته هم په خانشین کې امنیتي مشکلات متوجه دي له همدې امله زه هلته نشم تلای ،باید ماته په خپل اصلي ولایت غزني د مقر په ولسوالۍ کې شخصي کور راکړای شي تر څو زه هلته ډاډه ژوند وکړای شم .

خو دهغه هلمندي څلورکلن معصوم ماشوم دشهادت بوږنوونکی خبر بیا هیڅ رسني نه کړ راپورته چې هغه ولي او په کومه ګناه ووژل شو ؟ د هلمند ولایت امنیتي چارواکو امریکايي ځواکونو دبرائت په غرض د دې پیښې په اړه رسنیوته وویل چې په همدې ورځ په لښکرګاه کې هوا ډیره ګرد جنه وه ، بهرنیو ځواکونو په همدغه څلورکلن ماشوم د دښمن خیال وکړ او هغه يي په نښه کړ!!!

د ننګرهار ولایت د مولویصاحب خالص په فامیلیوکې هم د امریکايي الوتکې په برید کې یوتن وژل شوي کس د طالبانو دیوه پخواني چارواکي ورور ښودل شوی او بل کس د طالبانو د پخواني چارواکي د ورور دملګري په تور ووژل شو .

دا چې دا دواړه وروستي خبرونه د امریکایانو خلاف روحیه را ژوندۍ کوي نو هیڅ رسنۍ نه غواړي او یا اجازه نه ورکول کیږي چې په هغوکې د امریکایانو په جنایت څه تبصره وکړي اویا دهغو په اړه جزئیات خپاره کړي .

د ولسي خلګو وژل یو جنایت او بیا په ولسي خلګوکې د معصوم څلورکلن ماشوم وژل پرجنایت سربیره جنایت دی .

کورنۍ رسنۍ که یواځې د امریکایانو لپاره تبلیغاتي وسیلې نه وي نوباید په خپلو هیواد والو باندې د امریکایانو د دغسي وحشتونو په اړه خپله بي طرفي حفظ کړي .

دغه رسنۍ که ریښتیاهم د وطنیت او افغانیت انتساب لري باید په هیواد کې د امریکایانو او نورو اجنبي یرغلګرو د جنایتونو په اړه خپل ملي او اخلاقي مسؤلیت درک او دا اجازه ورنه کړي چې بهرنیان یواځې د تبلیغاتي وسیلو په توګه وکاروي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د