نظــر

مستنطقه! څه درته ووایم؟«د زندان خاطره»

قاري توريالی تائب

شپه په پخیدو وه.

مستنطق مې بدل شو ، دا بل مستنطق دنګ او ښایسته ځوان و.

ځان سره مې وویل: کیدایشي دا به ښه سړی وي او ګوزاره به راسره وکړي.

ځوان په چاوکۍ کې کښیناست او ماته یې په رډو رډو وکتل ،راته یې کړه چې ته قاری توریالی یې؟

مال هو ویل یې: ماته ساده او ژر ژر ځوابونه راکوه ، زه نه غواړم چې تا وزوروم خو حقیقت به راته وایي او که حقیقت دې ونه ویل زه دې بیا هيڅ قسم خبرې نه آورم ، زه د شَکر ناروغي لرم او حوصله نه لرم
مال سمه ده.

استعلام کې یې راته ولیکه

(د برید پر مهال په کوم ځای کې وې او څنګه دې برید رهبري کاو؟)

ما ورته په ځواب کې ولیکل: شاګردان مې رخصت کړی و او زه د ویده کیدو لپاره د استادانو کوټې ته ننوتم خو چې څادر مې په سر راکش کړ نو درز او دروز شروع شو.

نور نو زه نه له بریده خبر یم او نه یې له رهبرۍ نه.

کاغذ مې ورته مخې ته کیښود.

ویې لوستل او اووووفففف یې له خولې نه ویسته او د خولې د بدبویۍ توپان یې زما د سپږمو جغرافییکه سیمه وځپله.

په ډیر قهر له چوکۍ نه راولاړ شو.

دواړه لاسونه یې راته سرچپه ولچک کړل (چپه بست) یې کړم.

بیا یې په چوکۍ کښینولم زما د پښو زولنې یې د چوکۍ له پایې سره کلکې کلکې وتړلې او له زنګانه، نه ښکته د پښو په وچو هډوکو یې د اوږدې اوسپنې په ذریعه ګوزارونه شروع کړه.

خدای سته چې ښه یې خوله کړم او بې دریغې چیغې مې ورته ووهلې.

سخت بد درد یې کاوه.

هر څه مې ورته ویل چې ته صبر رښتیا درته وایم، خو د ظالم زوی هېڅ غږ نه آوریده، د یوې کمې مودې لپاره ودریده ایخوا دېخوا یې وکتل یو د اوسپنې چوکۍ یې راواخیسته او وار یې راباندې وکړو نور نو زه هم په ځان نه یم پوی شوی او بې هوښه شوی وم.

یو وخت مې چې سترګې وغړولې.

ګورم څه په خپل اطاق (کوټه قلفۍ) کې پروت یم او نور بندیان ملګري مې راته د بورې شربت تیار کړی
شربت مې په یوه ساه تر ستونې تیر کړ او عجیبه کیف یې وکړ.

اوس مې هم د یخنۍ په موسم کې هماغه هډوکي خوږیږي او درد کوي.

پوره درې جوړې جرابې په پښو کوم او زېر دریشۍ هم آغوندم خو نرم نرم درد یې احساسوم او د شپې مې په خوبونو کې زوروي.

مستنطقه! څه درته ووایم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله شاه وطنپال

بس نوداسی خلکووطن وران که

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x