دیني، سیرت او تاریخ

دین د خیر خواهۍ نوم دی

أبوالزین “حکیم اللّٰه صابر” الحنفي

ستر خالق د انسانانو د فلاح (کامیابي) لپاره دین رالیږلی، د دین مقصد څه دی ؟ (الدّينُ النَّصِيحَةُ) یعنی دین یو د بل د خیر خواهۍ نوم دی.

د دغه نبوي فرمان مطلب دادی : چیرته چي خیر خواهي نه وي ، هلته دین نشته ، الله جل جلاله مومنانو ته په خطاب کي فرمایې: {وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} (الحج ایتــ۷۷).
د خیر کارونه کوئ ، ددی لپاره چی بریالیتوب مو په برخه شي.

هر انسان باید هم داعي او هم مدعو وي، پلار د زوي داعي او زوي د پلار داعي، یعني پلار د زوي خیرخواه دی او زوی د پلار، یا په بل عبارت که پلار ظالم وي زوي یې باید وروښیې او که زوی ظالم وي پلار یې باید پوه کړي ، که خور جنایتکاره وي ورور یې باید د منع کولو کوښښ وکړی او که ورور خطاکار وي خور یې باید راوګرځوي ، که میرمن بی چلنده وي خاوند یې باید اصلاح کړي که خاوند بدفعله وي میرمن باید نصیحت ورته وکړي ، ځکه دوي یو د بل خیرخواه او راعي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x