افغانستان

کرزي په هلمند کې د څلور کلن ماشوم وژنه وغندله

ولسمشر کرزي پرون د جمعې په ورځ په هلمند کې د امريکايانو پر لاس د څلورکلن کوچني ماشوم وژنه غندلې او له بهرنیو پوځيانو يې جدي غوښتنه کړې چې د افغانانو پر کورونو دې چاپې نه وهي.د هلمند والي نعیم بلوڅ پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له کرزي سره وکتل او د وژل شوي ماشوم د وژنې په اړه يې کرزي ته تفصیلي مالومات ورکړل. د ولسمشر ویاند ايميل فیضي وايي چې موږ بیا بیا په جدي توګه له بهرنيو عسکرو غوښتنه کړې چې د ولسي وګړو له وژنې نه دې لاس واخلي او د افغانانو پر کورونو دې چاپې نه وهي، خو دوی زموږ دې غوښتنو ته هيڅ اهميت نه ورکوي. دا په داسې حال کې چې دې ورستیو کې د کرزي او امريکايي چارواکو تر منځ د امنيتي سند د امضا کولو په اړه شخړې روانې دي. کرزی وايي چې دا سند به هغه وخت امضا کړي چې امريکايان د افغانانو پر کورونو چاپې بندې او په افغانستان کې د امنيت راوستلو لپاره عملي قدمونو پورته کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x