نړۍ

سويلي امريکا کې توپانونو شپاړس کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۴، ۱۳۹۵ل): امريکايي چارواکي وايي، چې جارجيا ايالت کې د خرابې هواد له امله توپانونو لږ تر لږه شپاړس کسان وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.

د جارجيا ايالت والي نيتن ډيل وايي، چې دغه ايالت له څلورو خواوو په توپان کې ګير دی او بېړنی حالت يې اعلان کړی دی.

د جارجيا سربېره په ميسيسپي ايالت کې هم توپان څلور کسان وژلي دي.

طبعي پېېښو سره د جارجيا د مبارزې اداره وايي، چې دوولس کسان په سويلي کې، بروکس او بيرن سيمو کې وژل شوي دي.

د توپانانونو له امله جارجيا ايالت هغه لسګونه ودانۍ ويجاړې شوي، چې ټم پرويس سيمې پارک ته څېرمه پرتې وې.

امريکايي رسنۍ وايي، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جارجيا له والي سره خبرې کړي او د توپان له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه يې خواشيني ښوولې او چارواکو ته يې سپارښتنه کړېو چې د پېښې له قربانيانو سره هر ډول مرستې وکړي او د نورو خلکو د ژوغورنې لپاره جدي تدابير ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x