
د اسرائیل پخوانی لومړی وزیر اریل شارون ومړ
نن ټکی آسیا: د اسرائیل لومړی وزیر اریل شارون نن ورځ مړ شو، دغه خبر د الجزیره تلویزون په قول نن ورځ د اسرائیل فوځي راډیو ورکړ.
اریل شارون د 85 کالو وو، او هغه د د کال 2006 څخه د روغتون پر بستره د ژوند او مرګ تر منځ د کومه په حالت کي د نړۍ لپاره د عبرت نښان پروت وو.
په کوم روغتون کی چی شارون بستر وو، هغوی د یوې اونۍ مخکي لا خبر ورکړی وو، چی نوموړی د سخت روغتیايي مشکلاتو سره مخ دی، او کیدای سی په نیژدې راتلونکو کي ژوند له لاسه ورکړي.
اریل اشارون په فلسطین کي د اسرائيلي اوسني اشغالګر دولت پخوانۍ جنرال، وزیر دفاع او لومړی وزیر تیر سوی، چی په خپل ټول عمر کی د فلسطین او مسلمانانو په خلاف ستر جنایتونه او قتلونه تر سره کړي دي.